وزیرستان؛ تری تم شوی کس ۱۴ کال وروسته مړ وموندل شو

0 1,444

شمالي وزیرستان؛ له یوه خبریال سره تر لیدو وروسته تری تم شوی کس ۱۴ کال وروسته مړ وموندل شو

د عکس تشریح،د پېژندپاڼې تصویر کې دا لونګۍ وهلی جذاب شخصیت په ۲۰۰۷ کال نادرکه شوی و. ځايي مالومات وايي چې هغه یو ناڅاپه ‘تری تم’ شو.

دا کیسه د شمالي وزیرستان ده. دلته د دې ځای د رزمک او دوسلې سیمو ترمنځ د سړک جوړولو چارې روانې دي. درانه ماشینونه (سکواټورونو) کلکې ځمکې پر خپلو پنجو په غاښو کېدنې او خاورې ترې لپه کې راپورته کوي. خو هلته په کار بوختو کاریګرو ته ناڅاپه په کېندل شوې خاورو کې د انسان هډوکي په نظر ورځي. د دغو هډوکو له لیدل کېدو وروسته کار درول کېږي او کاریګر د انساني وجود د پاتې شونو په راټولو او یو ځای کولو پیل کوي.

د دې لټون پر مهال هغوی یوه بټوه مومي چې د موندل شوي جسد پر پېژندپاڼه (شناختي کارت) سربېر د هغه څو نورو دولتي کارتونه هم پکې دي، خو پیسې پکې نشته.

پېژندپاڼه د محمد سلام ده چې ویل کېږي له ۱۴ کلونو راهیسې نادرکه دی.

خو محمد سلام څوک دی؟ څنګه نادرکه شو؟ او تر ټولو مهمه دا چې په ۲۰۰۶ کال له یوه خبریال سره لنډه لیدنه، چې هغه هم تر دې لیدنې څو شیبې وروسته د ناپېژانده وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی و، د محمد سلام تری تم کېدو سره څه تړاو لري؟ او په دې اړه د را پورته شویو پوښتنو د غوټې پرانیستل کېدو سره څومره مرسته کولی شي؟

سیمه کې په رسمي او دولتي کچه څوک د دغو پوښتنو ځوابولو ته نه حاضرېږي او د محمد سلام د نادرکۍ د معما په اړه په زغرده څه نه وايي.

پاتې شوه د نوموړي کورنۍ چې تېر څوارلس کاله یې د غم، خپګان او ویر ترڅنګ په دې هیله تېر کړي چې که معجزه وشي او هغه کومه ورځ بېرته روغ رمټ کور ته ورستون شي.

خو چا ته مالومه وه چې محمد سلام لا کلونه وړاندې په بې دردۍ وژل شوی او دلته تر خارو لاندې شوی دی.

محمد سلام څوک و؟

محمد سلام خپله سیمه کې په دولتي ښوونځي کې ښوونکی و. د هغه په اړه ویلو ته ډېر څه نشته، خو د ځايي خلکو د مالوماتو له مخې ډېر ښه ښوونکی او ټولنیز انسان و.

د پېژندپاڼې تصویر کې دا لونګۍ وهلی جذاب شخصیت په ۲۰۰۷ کال نادرکه شوی و. ځايي مالومات وايي چې هغه یو ناڅاپه ‘تری تم’ شو.

ښوونکو یې د لټون او موندلو لپاره اعتراضي لاریونونه هم وکړل. د ښوونکو یوه پلاوي د هغه مهال له سیاسي استازي (پولیټیکل ایجنټ) سره هم لیدلي او دا ژمنه ورسره شوې وه چې محمد سلام به ژر وموندل شي.

پر دې سربېره داسې ناتایید شوي رپوټونه هم شته چې له محمد سلام سره یو بل ځايي کس هم نادرکه شوی و خو هغه څو اوونۍ وروسته بېرته پیدا او کور ته راغی.

هڅه مو وکړه په دې تړاو د نورو مالوماتو او جزیاتو لپاره د محمد سلام له زامنو یا خپلوانو سره خبرې وکړو خو اړیکه ورسره ونه شوه.

په ځايي کچه ویل کېږي چې د نوموړي کورنۍ د هغه تر نادرکۍ او تښتول کېدو وروسته په دې تړاو له خبرو او څه ویلو ډډه کوي.

ایا له ژورنالیست محمد حیات سره لیدنه د محمد سلام نادرکۍ سره تړاو لري؟

محمد سلام چا وتښتاوه؟ ولې یې وتښتاوه؟ او بیا ولې ونه موندل شو؟ په دې تړاو څوک واضیح مالومات نه ورکوي.

ډېر خلک په ۲۰۰۶ کال له یوه ځايي خبریال حیات الله سره د “څو شېبو لیدنه” د نوموړي د تښتول کېدو لامل ګني.

د رپوټونو له مخې د محمد سلام او خبریال حیات الله لیدنه هم ناڅاپي وه او تر هغې وړاندې یې له یو بل سره کومه اړیکه نه درلوده.

د ځايي سرچینو په وینا حیات الله تر دې لیدنې یو کال وړاندې تښتول شوی و، خو نوموړی د ۲۰۰۶ کال جون کې له برمته کوونکو په تېښته بریالی او ځان د خوشالي په نوم کلي ته رسولی و.

هغه د محمد سلام ور ټکولی او هلته پنا ورکړ شوې وه. سرچینې وايي حیات الله ته هغه مهال زولنې پرتې وې.

ویل کېږي حیات الله هلته یوازې لږ وخت تېر کړی، خو په دې موده کې ناپېژانده کسان پسې ور رسېدلي، ډزې یې کړي چې حیات الله پرې لګېدلی او مړ شوی و.

ځايي خلک وايي د حیات الله مړی د محمد سلام کور ته نږدې کوڅه کې وموندل شو. د حیات الله مرموزې وژنې بحثونه راپورته کړل او ان په نړیواله کچه هم پرې غبرګون او اندېښنه ښودل شوې وه.

سرچینې وايي هغه مهال محمد سلام ډېر وخت په کور تېراوه او بهر کم راووت.

خو په ۲۰۰۷ له کوره تر راوتلو وروسته د هغه کلي کې تر یوه پله لاندې پټو وسله والو له یوه بل ملګري سره یو ځای له ځان سره یووړ.

انساني پاتې شونې څنګه وموندل شول؟

د عکس سرچینه،SOCIAL MEDIA

له میرعلي څخه د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې د مارچ لومړۍ اوونۍ کې د رزمک او دوسلې ترمنځ د غځېدلي سړک د پراختیا چارې روانې وې چې د کېندنو پر مهال د انسان هډوکي ولیدل شول.

د سړک کاریګرو وروسته د هډوکو ترڅنګ یو لاسي ساعت، پېژندکارت، جامې، د عطرو بوتل او بوټان هم وموندل.

ظاهرآ داسې ښکارېدل چې کوم کس تر وژل کېدو وروسته دلته تر خاورو لاندې شوی دی.

پر سړک دا کار ګړیوم سیمه کې روان دی چې له میرانشاه شاوخوا ۵۰ کیلومتره واټن لري.

ځايي دولتي مسئولانو د یوه جسد د پاتې شونو موندل کېده منلي خو د هغه د هویت په اړه یې جزیات نه دي وکړي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو له چارواکو سره مو د اړیکو هڅه وکړه او راته وویل شول چې دمګړۍ په دې تړاو څه نشي ویلی.

پولیسو موندل شوی جسد او د هغه اړوند شیان د محمد سلام زوی ته سپارلي او ویل کیږې نوموړی خوشالي کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی.

شمالي وزیرستان کې هغه مهال څه تېرېدل؟

د عکس سرچینه،AFP

شمالي وزیرستان کې هغه مهال د ترهګرۍ دوره وه او بېلابېلې وسله والې او اورپکې ډلې پکې فعالې وې.

څېړونکي پروفیسور خادم حسین چې هغه مهال د شمالي وزیرستان ځینو سیمو ته تللی بي بي سي ته وویل هغه مهال ګڼ شمېر خلک نادرکه او تری تم شوي وو.

هغه وايي ډېر نور خلک د هدفي وژنو ښکار او قرباني شوي خو هېڅ دوسیه، اسناد او نوملړ یې نه وو.

تر اوسه دا مالومات هم نشته چې له دغو کسانو څومره پخپله کومه خوا تللي او څومره نور دغو وسله والو ډلو تښتولي دي؟

د تری تم کېدو په ګڼو پېښو کې د امنیتي ادارو د ښکیلتیا تورونه هم موجود دي.

بی بی سی/ پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply