ادم سمیت: بایډن په افغانستان کې د سرتېرو پاتې کېدل غواړي

0 851

 د امریکا د کانګرس د وسله والو خدمتونو د کمیټې مشر ادم سمت ویلي، چې په شپږو اوونیو کې د امریکايي ځواکونو وتل له امکانه لرې دي او بایډن غواړي، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو ماموریت ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي، چې د امریکا د حکومت لومړنۍ دنده دا ده، ترڅو له طالبانو سره افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه خبرې وکړي.
باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم امریکايي چارواکو ویلي وو، چې د دوحې د تړون له مخې به د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا لپاره ستونزې راپورته کړي.
امریکا طالبان په خپلو کړیو ژمنو کې پاتې ګڼي او وايي، چې لاهم یاده ډله له القاعده او نورو بهرنیو ترهګرو سره اړیکې لرې.
په ورته مهال بیا تېره ورځ د ناټو غړیو هېوادونو په غونډه کې د یاد سازمان مشر، ینس سټولنټبرګ هم ویلي و، چې ناټو به له افغانستان سره خپلو هر ډول مرستو ته دوام ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply