صلاح الدین رباني بدخشان کې د جمهوریت ملاتړ غونډې مخه نیولې

0 715

نن سهار د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې د جمهوري نظام پر ملاتړ د پراخې ولسي غونډې تابیا نیول شوې وه، چې د پخواني سناتور کامل بیک حسیني په مشري د فیض اباد ښار د دولتي هوټل په شهید تالار کې تر سره کېده؛ مګر د یادې غونډې له پیل وړاندې هوټل د صلاح الدین رباني غیری‌مسول وسلوالو محاصره کړی، د غونډې ګډونوال یې شړلي، د ولسمشر غني او د دولت د لوړپوړو چارواکو انځورونه یې تر پښو لاندې کړي.
عیني شاهدان وایي، چې دې وخت کې د صلاح الدین رباني پلویانو شعار ورکولو، چې مرګ په کفري جمهوریت، موږ اسلامي نظام غواړو!
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې د صلاح الدین رباني تر مشري لاندې د جمعیت اسلامي ګوند له طالبانو سره راشه درشه جوړه کړې.
سیحون نیوز ته د جمعیت اسلامي د عطا محمد نور د څانګې یو مخکښ غړي وویل، چې د ایران په وساطت طالبان او صلاح الدین رباني یو بل ته ډېر نږدې شوي؛ تر دې، چې ایران کې یې څو ځله لیدنې کتنې سره کړې او د یو ګډ اسلامي دولت په جوړولو یې توافق سره کړی؛ کوم اسلامي دولت، چې طالبان غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply