څارنوالي وايي، د واشنګټن د سفارت په دېوال کې ۷لکه او ۹زره ډالر وهل شوي

0 969
د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړۍ ملکي څارنوالي وايي، د ولسمشر سلاکار همايون قيومي، په واشنګټن کې افغان سفيرې رويا رحماني او د ولسمشر پخواني مشاور شاد محمد څرګند په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دېوالو په جوړولو کې اووه سوه او نولس زره امريکايي ډالر وهلي دي.
دغه اويا مټره دېوال په يو ميليون او اته سوه زره ډالره رغول شوی دی.
لومړۍ ملکي څارنوالي د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته په يوه راپور کې ليکلي دي چې ښاغلي څرګند، اغلې رحماني او ښاغلي قيومي د دېوالو په جوړولو کې اووه سوه او نولس زره او دوه سوه او شل امريکايي ډالر ځان ته وهلي دي چې بايد سزا ورکول شي.
دغې څارنوالي په خپل راپور کې ليکلي دي چې د دېوال په جوړولو کې په داوطلبي کې شپږو شرکتونو ګډون کړی و او له دغو شرکتونو څخه د ای‌ایس په نامه شرکت تر ټولو ټیټ قیمت چې تقريبا نهه سوه او پنځلس زره ډالر کېږي ورکړی و، خو د ملي تدارکاتو کمېسیون د افغانستان د مخکېني مالیې وزیر محمد همایون قیومي په فرمايش دغه پروژه د کیډ کان په نوم کمپنۍ ته په څه باندې يو اعشاريه شپږ میلیونه ډالره منظور کړې ده.
په دې سربېره، د دېوال د تخنیکي څارنې لپاره یوه شرکت ته پنځه شپېته زره ډالر، بل شرکت‎ ته د خاورې ازمايښت لپاره څه باندې دوولس زره ډالر، بل شرکت ته د تخنیکي چارو د مشورې لپاره څلوېښت زره ډالر او د نورو حقوقي مشورو لپاره ډیلي پیپر شرکت ته دوه سوه او پنځه دېرش زره ډالر ورکړل شوي دي.
May be an image of 3 people and people standing
سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply