د پاکستان حکومت د جانخېلو ماشومانو وژونکي پوځیان وبښل

0 908

پښتونخواـ جانيخېل: د پاکستان پوځ جانيخېلو کې د وژل شويو هلکانو له کورنیو سره لاهم خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

د قربانیانو کورنۍ وايي، چې وروسته له هغې، چې دوی خپل مړي کورته راوړي د پاکستان حکومت د هریو مړي کورنۍ ته ۲۵ لکه کلدارې ورلېږلې وې؛ خو دوی اخیستي نه دي او له حکومت یې غوښتنه کړې، چې قاتلین دې اعدام کړي.

د جانيخېلو  د مذاکراتي کمیټې غړي وايي، چې د راتلونکي یکشنبې په ورځ یو ځل بیا غونډه رابللې، ترڅو معلوم کړي، چې د پاکستان حکومت ورسره په خپلو ژمنو څومره عمل کړی.

وروسته له هغې، چې په بنوـ جانيخېلو کې د څلورو کم عمر هلکانو د وژلو په غبرګون کې لاریون اسلام اباد ته روان شو؛ نو د پاکستان حکومت ورسره ومنله، چې د دې پېښې ترسره کوونکي پوځیان به پیدا کوي او دقانون منګولو ته به یې سپاري؛ خو د وژل شویو هلکانو د کورنیو په خبره لاهم د پاکستان حکومت په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم د روا انور، نقیب مسعید، ارمان لوڼي او ګڼ شمېر نورو پښتنو له وژلو وروسته د پښتونخوا له اوسېدونکې سره د پاکستان حکومت تش وعدې کړي چې لایې هم پر ځای کړې نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply