صالح: طالبان رایې نه شي وړی؛ نو ځکه په ټاکنو باور نه لري

0 841

طالبان د خپلو ظلمونو له کبله د ولس په زړه کې ځای نه لري او پوهیږي، چې د ټاکنو په ترسره کولو سره به ۵ سلنه رایې هم وانخلي؛ نو ځکه له ټاکنو وېره لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح کابل کې د جمهوریت د ملاتړ په تړاو جوړې شوې غونډې کې ویلي، چې د جګړې، وژنو او تاوتریخوالي په شتون کې د سولې راتلل ناممکن دي او طالبان باید تر هرڅه وړاندې اوربند وکړي.

نوموړي ویلي، سولې ته د رسېدو لار اسانه ده؛ خو که طالبان د افغانانو ترڅنګ ودریږي او د پردیو له لمسون تېر شي.

صالح زیاته کړې، چې طالبان نه د افغانستان په خاوره حاکمیت لري، نه یې جګړه ګټلې او نه اجازه ورکوو، چې خلک بیا په کېبلو او لرګیو ووهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply