بشرحقونو کمېسون: ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې؛ طالبان باید اوربند وکړي

0 794

افغانستان کې د طالبانو له لوري له افغان حکومت سره پېل شوې جګړه کې یو وار بیا د ملکي خلکو مړينه اوج ته رسېدلې، چې دا چاره د جدي اندېښنې وړ ده.
د بشرحقونو خپلواک کمېسون یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په جګړې یواځې د ملکي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی او په کار دی، چې دواړه لوري یو دایمي اوربند ته ورسیږي.
یاد کمېسون په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې روانې جګړې بې شمېره ملکي وګړي ووژل او زرګونه یې د ژوند له اسانتیاو محروم کړل، چې نور باید جګړه کوونکې ډلې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پام وکړي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې افغانان ښه ژوند ته ضرورت لري او ددې لپاره اساسي شرط اوربند دی، چې باید افغان حکومت او طالبان سره پر توافق ته ورسیږي.
د بشر حقونو کمېسون په داسې حال کې له دواړو غاړو د اوربند غوښتنه کوي، چې افغان حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي طالبان اوربند ته قانع کړي او له همدې کبله یې د یادې ډلې ۵ زره بندیان هم خوشې کړل؛ خو طالبان لاهم په جګړه باور لري، چې د خپلو جګړو په دوام یې ګڼ شمېر ملکي وګړي، ماشومان، مېرمنې او سپینږیري وژلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply