د کابل او واشنګټن د اړیکو نوی فصل

عبدالمنان توحیدیار

0 1,015

د امریکا ولسمشر جوبایدن په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د روان کال د سپتمبر په ۱۱مه افغانستان کې پوځ حضور پای ته رسوي او خپل ټول سرتیري به له یوې اوږدې جګړې څخه خپل هېواد ته ستانه کړي.

د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو بیلابیلو نظرونه، تحلیلونه او ان اندیښنې شته چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به سرنوشت څه کیږي.

په اصل کې په دې اړه خو باید بیخي اندیښنه و نه شي، ځکه افغان حکومت له تیرو څو کلونو راهیسې چمتووالی نیولی چې که بهرني ځواکونه ووځي، هغه خلا چې منځ ته راځي، څنګه به یې پوره کوي.

په دې تړاو کار شوی دی، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلواک عملیات کوي، په ځان تکیه دي او هغو برخو کې چې بهرنیو ځواکونو همکاري کوله، هغه برخه هم اوس ډکه شوې او هیڅ ستونزه پاتې نه ده.

کله چې د امریکا ولسمشر جوبایدن د خپلو پوځیانو د نیټې په تړاو اعلان کو، له هغې وړاندې یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې وکړي او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د بهرنیو ځواکونو وتل پای نه بلکې د یو نوي فصل پيل دی چې افغانستان او امریکا ترمنځ پيل کیږي.

افغان ولسمشر هم د امریکا د ولسمشر د دې پریکړې هرکلی کړی او دوه اړخیزه همکاریو باندې یې ټینګار کړی دی.

تر دې اعلان وروسته د بایډن ادارې د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راولیږه او پوره یوه ورځ یې له افغان چارواکو سره بیلابیلې لیدنې درلودلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لیدنو کې تر ډيره په خبرو کې ډاډ و چې امریکا د افغانستان ستراتيژيک ملګری دی او هیڅکله به یې یواځې پرینږدي.

مالي مرستې او پوځ تجهیزات هغه عمده ژمني دي چې د امریکا ولسمشر اود بهرنیو چارو وزیر له افغان لوري سره وکړې او دغه راز یې ژمنه وکړه چې هیڅکله به افغانستان کې بهرنیو ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.

امریکا به ټول عمر افغانستان کې نه پاتې کیدله او نه دا امکان شته چې پاتې شي، یواځینی څه چې باید ټول پرې باور ولرو، هغه پر ځای او پر خپلو ځواکونو باور دی چې رامنځ ته شي.

هیڅ بهرنیان په نورو هېوادونو کې د ټول عمر لپاره نه دي پاتې شوي، امریکایي او نور پوځیان به یوه ورځ له افغانستان څخه وتل، ښه شو چې سږ کال ووتل، هر کال به همدا اندیښنې وې که بهرني ځواکونه ووځي، څه به کیږي، هیڅ به هم نه کیږي او هر څه به په نورمال شکل مخ ته ځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply