خوشال خان او عالمان- پنځمه برخه

رناګل اریوبزی

0 1,136

ج – د خوشال خټک په فکر کې دعالمانو ځای:

په تیر بحث کې مو ولیدل چې خوشال خټک علم ته دفرض په سترګه ګوري اوزده کړه يې ترعباداتو لوړه بولي. دی په علم کې د دین او دنیا له پاره بې شمیره ښیګڼې ویني خو دعالم مقام یوازې دهغه په علم پورې نه تړي اوځنې نور، د شخصیت دټاکنې له پاره، مهم معیارونه هم لري. دی لومړی دعالم، نیمه عالم او دهغه چا تر منځ توپیر کوي چې له سره علم نه لري اوخوشې ځان عالم ګڼي. خوشال خان دژوند د تجروبو او د ډیرو زده کړو اوڅیړنو له مخې په دې هم پوهیږي چې علم د سپږمو له لارۍ د چا مغزو ته نه ننوزي بلکې دوخت په بهیرکې ترځانګړوشرایطو ( استاد، اودرسي وسایل )   لاندې د پرله پسې هڅو ( استاد ته غوږ نیولو، لوستنو، لیکنو اوڅیړنو) له لارې تر لاسه کیږي اوهر پوه انسان چې دزده کړې د بهیر یوڅه بریالۍ تجروبه لري، په دې هم پوهیږي چې دعلم زده کړه پای نه لري، ځکه چې نه یوازې دعلم موضوع جهان شموله ده بلکې بشري پوهه هم ورځ تربله بدلیږي، ژوریږي، پراخیږي او نوې نوې علمي څانګې رامنځ ته کیږي. یوازې په علم کې ور ننوتلی پوه انسان په دې راز پوهیږي چې علم نه تمامیږي او دزده کړي بهیر پای ته نه رسیږي. عالم خپل علم مطلق نه ګڼي، هغه نسبي کوي او په موضو پورې يې تړي. تش په نامه عالم په دې راز نه پوهیږي. دی داخپل نیمګړی او کمزوری فکردعلومو مجموعه بولي او دهغه دمطلقې لوړتیا دعوه کوي. په دې هکله خوشال خان لیکي چې:

که عـقـل ورک شي له دې جهانه        هیــڅ پاتې نه شي ای زما جانه

هیڅوک به نه وايي چې زه نادان یم      هر یو به ښه ګڼي ځان له لقمانه

 [ دخوشال خټک کلیات…….۴۲۷ مخ ]

دعقل اوهې نه بې برخې وګړي ځان تر لقمان پوه کڼي او خپله پوهه ورته جهان شموله او مطلقه ښکارې، نه په ځان کې کوم عیب اونه په خپله پوهه او تجروبه کې کومه نیګړتیا ویني. د ده هر څه ښه او بشپړه دي، دچا نه دزده کړې اویا دبل انسان مشورې ته اړتیا له سره نه احساسوي. خوشال خټک دا ځانګړتیا دحماقت تر ټولو سمه نښه ګڼي او دعالم اوبې علمه ترمنځ د توپیر کولو ښه معیار يې بولي. دی لیکي:

هوښیار به هر چیرې محتاج د پند وي       پنـد به په ده با ند ې بهتر تر قند وي

نا دا ن به هیڅ چیرې د پنــد پروا نه کا        پند به په ده با ندې د خنظل خوند وي

 [ دخوشال خټک کلیات………۵۰۴ مخ ]

اوزیاتوي چې:

هـوښیـار چې واوري دپند خبرې       وربانـدې لګي لکه شکرې

نادان دخرونو په شمارحساب دي       د پند خبرې په خرو نغرې

 [ دخوشال خټک کلیات……..۵۲۸ مخ ]

یوه بله ډله چې دخوشال خټک نه خوښیږي اوترې سرټکوي هغه دنیمه عالمانو ډله ده. داډله په خپل فن او مسلک کې داړتیا وړ مالومات اوتجروبه نه لري. څوک چې د ټولنیزژوند په کومه برخه کې دعالم رول لوبوې با ید په هغه برخه کې لازم مالومات او تجروبه هم ولري اوکه نه د علم اوعمل څخه يې دښیګڼې په ځای بدي او دګټې په ځای زیان را منځ ته کيږي. خوشال خان لیکي چې:

 نیــم مــلا، بــلا د د ین ا و د ا یــمان دی       نیــم طبــیب خطره د تن دی، هم دځان دی

[ د خوشال خټک کلیات………۹۳۵ مخ ]

د خوشال خټک دا څرګندونې ښيي چې دی، هرچاته چې دعلم دعوه کوي، دعالم په سترګه نه ګوري.عالم هغه څوک دی چې په خپل فن او مسلک کې خپله  پوهه او تجروبه دمهارت کچې ته وچته کړي او د خپل علم له کارونې څخه مطلوبه پایله تر لاسه کړي. دې ډول عالم ته عالم ویل کیږي خو د خوشال خټک په نظر فضیلت یوازې په علم نه ترلاسه کیږي. لکه څنګه چې هرسړی یوازې په  سپینه پګړۍ ملاشاګل کیدلی نه شي نو په هم دې ډول هر ملا یا کوم بل عالم هم یوازې په علم مکرم یا فاضل کیدلی نه شي. په دي برخه کې زموږ دیني پوهان اوملا صاحبان بل نظر لري. دوی ځان ته علمآ کرام وايي اوهغه تر ساده او بې علمه مؤمنانو څو درجې لوړ ګڼې . دبیلګي په توګه د مولوي صاحب ریاض الله ساجد یوه لیکنه په ۷/۳۱/۲۰۱۰ نیټه په روهي ویپاڼه کې خپره شوې ده. که څه هم د لیکنې سرلیک يې « په اسلام کې دعلم اهمیت دی» خو ټوله لیکنه يې په اسلام کې دعلمأ کرام په مقام او منزلت راڅرخولۍ ده. دی دعلامه ابن عباس له قوله لیکي:« چې علمأ په نورو مؤمنانواوه سوه درجې بهتري او فضیلت لري اود دوه درجو تر منځ پنځه سوه کاله په مزل فاصله موجوده ده». د مولوي صاحب جاهد لیکنه داهم ښيي چې مورنۍ ژبه يې پښتو ده، خوښکارې چې دډیرو نورو پښتنو دیني عالمانوپه شان لانه دی خبرچې خوشال خټک دوتلي ديني عالم په توګه په فقه او اسلامي اخلاقو کې په پښتو ژبه راته ډیر څه لیکلي او هم يې له نورو ژبورا ژباړلي دي. که ويې لولي نوله یوې خوا به داسلام په مبین دین کې دعالمانودمقام په هکله دباور وړ مالومات تر لاسه کړي او له بلې خوا به د مولوي عبدالهادي ملاخیل په شان خپله مورنۍ ژبه – پښتو- په خپل ګرامري چوکاټ برابره ولیکې.

په اسلام کې د عالم د مقام په هکله هم مولوي صاحب ملاخیل دمولوي صاحب جاهد پر تله یو څه ژور فکر کوي. دی دعالم مقام یوازې په علم پورې نه بلکې د هغه دعلم اوعمل ترمنځ په یوالې پورې تړي او په دې عقیده دی چې:« کوم عالم چې په خپل علم عمل کړی دخلکو مقتدا او لار ښود ګڼل شوی او چې دعمل په ډګر کې پاټې راغلی دخلکو دانزجاراو کرکې سبب ګر ځید لی…..زموږ مجاهد اولس چې دروسانواو دهغوی دګوډاګیانو نه په بې دریغه سرښند نې اوځان تیریدنې سره دایمان په ډاډ دخپلواکۍ جګړه وګټله….. نو ومو لیدل چې دسیاست ځینو لوبغاړودمسلمان ملت دهیلو اوارزوګانو پر مرۍ چاړه راکښله او دغه ټول ویاړونه يې په تیرو څلورو کلونوکې دقدرت په سرد نارواجګړو په قمار کې بایلودل او ان چې دهیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یوالی يې هم له ګواښ سره مخامخ کړ، زموږ ستونځه داوه چې سیاسي او پوځی مشرانو مو چې څه ویل عمل يې پرې ونه کاوه».             [ عبدالهادي ملاخیل. خوږې خبرې، د ز-ح مخونه]

قدرمن ملاخیل صاحب دافغانستان دتاریخ ترټولو تریخ اوغمناک واقعیت ( په نوي یمو کلونو کې دقدرت په سر دجهادي بانډونو تر منځ جګړې) په ډیپلوماتیکو نزاکتونو کې نغښتی بیان کړی دی اودژبې دصراحت نه يې ځان ساتلی دی. حقیقت دادی چې دوخت دبانډونو لیډرانو ځانونه نه یوازې سیاسي او نظامي لیډران بلکې تر ټولو دمخه دیني رهبران او داسلا تر ټولو مستحق وارثان اومدافعان بلل خو په عمل کې، لکه څنکه موچې ولیدل، بېرحمه قاتلان دایمان اووجدان نه بې برخې لوټماران راووتل چې په ناموسونو باند تیري ته يې هم دغنیمت مال په سترګه کتل. دا نه وایم چې دا لیډران عالمان نه وو، دوی عالمان وو، خو په عمل کې يې دعلم او عقیدې سره پریکړه کړی وه او دنمرودپه لار روان وو. اوس نو پوښتنه داده چې ایاداسلام په پاک دین کې، چې دحق او عدالت دین دی، دقاتلانو او لوټمارانو لیډران له هغو مؤمنانو څخه چې ددوی دوحشتونو قرباني شول« اوه سوه درجې بهتري او فضیلت لري»؟ حقیقت دادی چې داسلامي احکامو له مخې لوټمار که لوی عالم هم وي لوټمار دی، فاسق فاسق دی او قاتل قاتل دی، نه تر چا بهتردی او نه ا فضل دی. وايي چې شیطان هم اوږده بمبلي ږیره او ډیرعلم لري، خو دعلم نه دخیراو ښیګڼې له پاره کار نه اخلي بلکې شر او فتنې اچوي، نو ځکه پاک او عادل خدای پرې ابدي لعنت کړی او له جنته يې شړلی دی. له دې امله خوشال خټک علم تر هر څه د مخه د اخلاقي اوانساني اعمالو سره تړي او له عالم څخه غواړي چې دانسان اوبشري ټولنې په وړاندې خپل اخلاقي اووجداني مسؤلیتونه او مکلفیتونه په کلکه وپیژني او که نه نو:

   چې شیطان غوندې رانده شی څوک ېې څه کا      کــه هــر څو ور سره علم وهنر ډیر وي

 [ منتخابات خوشال خټک…….۱۲۸ مخ ]

علم له سره دعالم نیت، ارادې او موخې نه ازا دي نه لري. داپه عالم په پورې اړه لري چې خپل علم دکومې موخې له پاره کاروې. نوځکه خوشال خان په دې برخه کې علم دیوې تیرې (تیزې) چاړې سره پر تله کوي چې جراح يې دناروغیو د در ملۍ اوجلاد يې دسرونو غوڅولو له پاره کاروي. دی په دې هکله لیکي چې:

څوک چې بد ذات ته علم وهنر ورکا         جنګي رهزن ته توره خنجر ورکا

[ منتخابات خوشال خټک……..۷۳ مخ]

هرعالم چې دخدای مخلوق ته شراوزیان رسوي فضیلت نه بلکې دخدای لعنت ترلاسه کوي. خوشال خان دعالم څخه نه یوازې دخدای مخلوق په وړاندې د مسؤلیت ژور احساس بلکې په خپل کاراوبار کې رښتینولي، زړورتیا او شهامت هم غواړي، دزورورو اوزورواکانو په وړاندې به هم پټه خوله نه پاتې کیږي، رښتیا به وايي او دحق په لار کې به له هیچا نه ډاریږي او که نه نو:

د تحصیل او د ترتیـــل(۱) بـلا په ده شه       چې ملا دحـق ګـوېې په کار ساکت دی

چې کــردار ېې دګـفــتارموافق نه وي       همیـشه د دروغجـن په ګیره ډت(۲) دی

[ د خوشال خټک کلیات…..۲۲۷-۲۲۸ مخونه ]  (۱) په ښه اوازتلاوت (۲) دیو چا دسپکاوي له پاره کارول دکیږي

د خوشال خان په نظرهغه عالم چې علم یوازې دځان دظاهري بڼې دسینګارولو له پاره زده کوي اویا دومره څه زده کوي چې یوازې دځان ظاهرې بڼه په سینګار کړي اووښيي چې ګوندې عالم دی، علم دخیر اوشر او دحق او باطل تر منځ دتوپیر کولو وسیلې په تو ګه نه پیژني او دخیر په لار کې ترې عملي کار نه اخلي، دزهرجن مارحیثیت لرې، یوازې چیچل کوي او بس زیان رسوي. ښه او فاضل عالم هغه دی چې علم يې له ظاهري بڼې تیر شي، باطن ته ورسیږي او په زړه کې يې ځای ونیسي او خپل خصلت، عملي سلوک او ټول کړه وړه د تر لاسه کړي علم په اصولو برابر کړي، علم اوعمل سره وتړي. دی په دې هکله لیکي چې:

   مار وي هـغــه عـلـــم چــې په تـن دچـــا لکـــیـــږي       یاروي هغه علم چې وزړه وته رسیږي

درست تحصیل حاصل کړه چې خصلت دې نه بدلیږي       خر يې کتــابـونه په تا لښلي روانیږي

هیڅ دی هغه علم چې خالي دی له اعماله

د خوشال ځټک کلیات…….۷۳۶ مخ]

خوشال خان دعلم اوعمل یا د علمي نظراوعمل ترمنځ اړیکې په ډیرغورڅیړي اولکه چې مو ولیدل ډیرارزښت ورکوي خو په دې ععقیده هم دي چې که علمي نظر دعمل نه ګوښی وي، په حالت کې کوم بدلون نه راولي. دعمل او نظر ترمنځ سم توپیر هم دادی، چې نظر که هرڅومره علمي هم وي، په واقعیت کې بدلون نه را منځ ته کوي، نوځکه ګټه هم نه رسوي. په همدې ډول بې علمه عمل، که په حالت کې بدلون هم راولي، خوښې پایلې نه لري. نو ځکه که څوک بې علمه، عالم کیداي نه شي، نوبې عمله عالم هم فاضل کیدای نه شي. له دې امله خوشال خټک دعمل سره دعلم په پیوستون ټینګار کوي او لیکي چې:

سړی چې ښه دی په ښه ګفتار ښه دی       ګفتار که ښه دی په ښه کردار ښه دی

ګفتار صــورت ګڼه کــردار معنی دی       چې سره یو شي، دادواړه کار ښه دی

 [ دخوشال خټک کلیات…….۴۴۷ مخ]

او خوشال خان بې عمله اویا په عمل کې سست واعظان دا سې مخاطب کوي:

 ای چې خبرې کړې خوږې شیرینې       ولې دې ووتې عمل کې سپینې

ګفتــار سور ګل دی د انــا ر د ونې       کردار انار دی که ته ېې وینې

 [ د خوشال خټک کلیات……..۵۰۶ مخ ]

لنډه دا چې خوشال خان دعالم فضیلت  یوازې دهغه په علمیت پورې نه تړي. دی دعالم څخه په علم عمل کول غواړي، یو څه نفس او ګیډه تر پښو لاندې کول غواړي، انساني اخلاق اوخواخوږي غواړي، خیر رسول، حق ویل، حق پالل اورښتینولي غواړي. هغه عالم چې دا ځانګړتیاوې لري خوشال خټک هغه د« رباني عالم » په نامه یادوي. داسې ښکاري چې د ده په زمانه کې هم درباني عالمانو شمیر لږاو دشکرانو زاهدانو، مدعي شیخانو اونفساني عالمانوډلې او ټپلې ډیرې او لويې وې. له همدې امله لیکي چې:

  چې لباس کا چې تقلید کا چې ټیټال کا       راښکاره شو وار په وار دهرچا حال

که شیخان که عا لمان که زاهدان دي       له هیچا نه زړه روغ نه دی د خوشال

 [ د خوشال خټک کلیات…………۵۳۲ مخ ]

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply