!د خولې د نارغيو لاملونه او درملنه

924

د خولې افتونه دردناکه زخمونه دي چې د خولې دننه او په ووریو کې منځ ته راځي. د خولې افت یوه دردونکې او ځورونکې ناروغي ده او د خولې د لعاب را ګرځونکې ده چې په خوله کې لوی واړه زخمونه ګرد واړه عمق لري او په خوله کې ځان جوړوي.

د خولی افتونه دردونکي زخمونه دي چې د خولی دننه او په اغلب ډول په ووریو کې منځ ته راځي، د خولې د نننۍ، یا شونډو، د خولۍ د تالو په مخ او د ژبې په سطحه منځ ته راځې. تر اوس د دي آفت د منځ ته راتلو دقیق مکانیزم ندي معلوم خو داسې ښکاري چې د بدن ایمنې سیسټم چټک غبرګون د دي افت په منځ ته راوړو کې داخل وي.

دا افتې زخمونه هغه وخت پیدا کېږي چې په یوه نامشخص دلیل ایمنی سیسټم ناجوړ شې او یو نااشنا مالیکول دي سیسټم ته ورشي، کیداي شې چې د دي نااشنا مالیکول حضور د لنفوسیت د حملې سبب شي په نتیجه کي د خولې افتونه او زخمونه منځ ته راځي.

د خولې د آفت درملنه داسې وکړئ:

د ریحان پاڼه:

د تازه ریحان پاڼه ورژوئ، او دا کار په ورځ کې دوه ځلې تکرار کړي، او تاسو په هر وار کولای شي چې له ۳ نه تر ۵ د ریحان پاڼې وخورئ. او دا کار د آفت تر جوړیدو پورې وکړي.

پیاز:

پیاز په خام شکل سره وخورې. او کولی شي له غذا سره د ښې ذایقي لپاره استفاده ګړي. پیاز سلفایت لري نو ځکه د خولې د آفت لپاره ګټوره دی.

سره بادنجان:

کولای شې په سلاد کې استفاده کړي یا هم په جلا توګه د ورځې لخوا تري ګټه واخلي. او بله طریقه د سرو بادنجانو اوبه (جوس) غرغره کول، په ورځ کي دوه یا دري ځله تر هغې دوام ورکړئ چي له افته خلاص شئ. د سرو بادنجانو د جوس غرغره کول د خولي د افت لپاره په واقعې ډول مؤثره ده.

د همیشه بهار د ګل دم نوش یا جوشانده:

کولاي شئ چې دا جوشانده د خولي د منځلو په موخه غرغره کړئ. دا جوشانده په دي ډول جوړه کړئ اول دا ګیاه په اوبو کې ویشوئ او چې سړه شې بیا نو خوله ورباندي پریمنځئ او غرغره يي کړئ.

د کورکمن پوډر:

یو څه د کورکمن پوډر له یوې قاشقي ګلیسیرین سره مخلوط کړئ تر څو د خیشتو اوړو په شکل شې بیا دا مخلوط مستقیماً په زخم کېږدئ. که ګلیسیرین نه وي کولاي شئ د ګلیسیرین په ځاي له اوبو څخه ګټه واخلئ.

د نعناع یا ویلنې غوړي:

کولاي شئ د نعناع غوړي مستقیماً د خولي په زخمو کیږدي او کټه تري واخلۍ تر څو مو درد کم شې، کولاي شئ چې دا درملنه په ورځ کي دوه ځله استعمال کړي، کوشش وکړي چې د نعناع غوړي له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو پر خپلو زخمو پرېږدئ او ورسته مو خوله په اوبو پریمنځئ.

محلي مستې او پنیر:

مستې مؤثره درملنه ده، د خولې د افت لپاره، باید په ورځ کې دوه ځله وخوړل شي یا له کیلي سره مخلوط وخوړل شې د خولي د افت لپاره کټوري دي او د خولي ناروغي له منځه وړي په همدې ترتیب پنیر هم ګټور دي.

د کوپري یا ناریل شیدي:

د ناریل له شیدو څخه په خوله منځلو کې ګټه پورته کړئ، په ورځ کې ۳ تر ۴ ځله خوله ورباند پریمنځئ او دي کار ته تر هغې دوام ورکړئ تر څو چې مو خوله روغه شې. کولاي شئ چې د ناریل یا کوپري له شیدو سره یو څه عسل هم ګډ کړئ او د خولې په منځلو کي کټه ترې پورته کړئ.

شړومبۍ یا تروې:

هره ورځ مصرف کړئ، شړومبی یو له مؤثر ترینو طریقو څخه دي د خولي د افت په له منځه وړلو کې.

داڼیا یا د ګشنیز تخم:

یوه قاشقه دڼیا په یو څه ابو کي ویشوي، ورسته له سړیدو څخه د خولې منځلو د محلول په شان ګټه ورڅخه واخلئ، دا کار په ورځ کې ۳ یا ۴ ځله وکړئ تر هغه دي کار ته دوام ورکړئ چې روغ شئ.

مغزیات، وچه میوه او چاکلیټ مه خورئ:

افت، دردونکي ضایعات د خولې او ژبې په ناحیه کې وي. کولاي شئ چې په غذايي رژیم سره يي له پرمختګ څخه مخنیوي وکړئ.

اته په سلو کې چې د خولې د افت په ناروغۍ اخته دي د مغزیاتو مصرف کونکي دي او ۱۵ په سلو کي د چاکلیټو او وچې میوي مصرف کونکي دي.

غوزان (چارمغز) بادام، پسته او چاکلیټ الرژي لرونکی غذايي مواد دي، خو دا یواځي دلیل نه دي چي ووایو دا غذايي مواد مه مصرفوئ. په حقیقت کي د دي غذايي موادو غوړي سبب د زیاتوالې د اسیډیټي په معده کې کېږي او د افت لوړولو کې ښه نقش لري. دا مشکل هغه وخت نور هم ډیره وي چې کله مغزیات یا تاوده شې یا پاخه شې او یا هم په مالګه ولړل شې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.