د هلمند جګړه او د کمانډویانو هر کلی

نویداحمد څرک

1,051

د هلمند په بیلابیلو سیمو کې وسله والو ترهګرو له تیرو څلور ورځو راهیسې جګړه پيل کړې چې د خلکو کورونو کې یې سنګرونه نیولي او زیات شمېر خلک یې له کورونو ویستلي دي.

د دې جګړې په اړه اندیښنې وروسته له هغې زیات شوې چې زیات شمېر هلمندیانو مرکز لښکرګاه ته مخه کړه، د طالبانو له جګړې یې کډې په سر کړې او طالبانو ته یې خپل کورونه پریښودل.

د خلکو اندیښنې او تشویشونه ځکه پر ځای و چې طالبانو د خلکو په کلیو کې سخت وضعیت رامنځ ته کړی و، شاوخوا سیمو پوستو باندې یې ډزې کولې او د کلي جوماتونه، کورونه او مدرسو کې طالبان پټيدل.

تر ټولو زیاته اندیښنه له مرکز لښکرګاه وه چې طالبانو یې شاوخوا جګړې وکړې او خلکو ته اندیښنې پيدا شوې.

د دوشنبې مازیګر کمانډو ځواکونه د لښکرګاه جګړې ته ورسیدل، له کمانډو ځواکونو سره یو ځای ۸ جنګي الوتکې هم لښکرګاه ته ورسیدې، چې د هلمندیانو له پراخ هرکلي سره مخ  شوې.

د کمانډویانو له رسیدو سره سم د شپې پر طالبانو بریدونه پيل شوي چې مرکز لښکرګاه کې یې سخت ځپلي، مهم کسانی يې ترې وژلي او نور یې په تيښته بریالي شوي دي.

د کمانډو له مخامخ او چریکي بریدونو سره یو ځای هوايي ځواکونو هم نهر سراج، واشیر او ګرمسیر ولسوالیو کې هوایي بریدونه کړي چې د طالبانو ۱۱۰ کسان پکې وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.

دا یواځې د تیرې ورځې د طالبانو د تیرې ورځې تلفات دي چې ورته اووښتي دي او که طالبان جګړې ته دوام ورکړي تر دې زیات تلفات به ورته اوړي.

د تیرو دوه ورځو په پرتله اوس د لښکرګاه وضعیت ښه دی او خلکو ته ډاډ ترلاسه شوی چې د کمانډو ځواکونو سیوری په لښکرګاه وي، نور ډار نه لري.

طالبان فکر کوي چې ګنې جګړه د خلکو له کورونو پيل کړه او مخکې ځه، د ولایت مرکز به سقوط کړې، خو خبر نه دي چې د پولیسو او ملي اردو اخر ته یو بل پاټک د کمانډو او ځانګړو ځواکونو دی، چې که د ملا عمر ټولې لښکرې یو ځآی شي، سل کمانډویانو ته ماتې نه شي ورکولی.

لښکرګاه یو ځل مخکې هم د طالبانو لپاره هدیره ګرځیدلې وه او دا دی بیا ځلې هم طالبانو خپلو ملګرو جسدونه پريښودل او دوی وتيښتیدل.

که طالب خلک د سپر په توګه نه کارولی، هیڅ ځآی به یې اوږده جګړه او جګړه کې پرمختګ نه وی کړی، خو دا چې طالب خلک د سپر په توګه کاروي، نو له همدې ځینې وخت ګټه پورته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.