ملي امنیت ریاست به ولې د رسنیو پرضد وي؟

سیدعبدالله پاچا

540

د چهارشنبې په ورځ د ملي امنیت رییس احمد ضیاء سراج د ولسي جرګې عمومي غونډې ته ورغلی و چې د ځینو موضوعاتو په اړه وضاحت ورکړي، دا غونډه سریع وه او نباید مالومات یې بیرونه خپاره شي.

له دې غونډې د ولسي جرګې یو وکیل د اصولو خلاف مالومات بیرون وویستل او د ملي امنیت د رییس څرګندونې یې تحریف کړي.

تحریف شوې څرګندونو کې د خبریالانو او رسنیو پرضد د ملي امنیت ریاست دریځ ښودل شوی و، خو په اصل کې خبرې داسې نه وې او د ملي امنیت ریاست رسنیو او خبریالانو ملي رسالت باندې ټینګار کړی و چې دې سخت وضعیت کې یې وکړي.

تاسو تیرو شل کلونو کې د رسنیو پرمختګونو ته لږ کتنه وکړئ چې له کوم ځایه یې پيل کړه او اوس کوم ځای ته ورسیدل، دا به درمالومه شي چې دا ټول پرمختګونه پرته له قربانیو نه دي شوي، د رسنیو د قربانیو تر څنګ د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هم قرباني ورکړې ده چې ټولو ته لکه د لمر روښانه ده.

ملي امنیت ځواکونو ډيرو مواردو کې خپله سینه سپر کړې او خبریالان او رسنۍ یې ساتلي دي، نو بیا څنګه کیدلی شي چې د ملي امنیت رییس دې د خبریالانو او رسنیو پروړاندې داسې څرګندونې وکړي چې د هغوی د تشویش او خواشینۍ سبب شي.

تحریف شوې څرګندونې داسې وې چې ګنې د ملي امنیت ریاست د رسنیو او خبریاالانو پرضد ګامونه اخلي چې د حکومت ضد څرګندونې کوي.

دا خبره نباید رسنۍ او خبریالانو ته تشویش پيدا کړي، ځکه همدا خبریالان او رسنۍ له کلونو راهیسې د حکومت په نقد او چلنج کولو باندې بوختې دي، نو بیا کله ورته ملي امنیت او یا حکومت کوم خبرداری ورکړی چې نن یې ورکوي؟

ښکاره خبره ده چې ځینې مغرضې کړۍ غواړي په دې حساسو شرایطو کې د ملي امنیت او رسنیو ترمنځ ټکر رامنځ ته کړي چې رسنۍ او خبریالانو مشخص دریځ غوره کړي او وضعیت لا ډير پسې خراب کړي.

رسنۍ او خبریالان باید پوره دقت وکړي او نباید د یو مغرضه کس چې د ټولو اصولو خلاف د ملي امنیت د رییس څرګندونې تحریف کوي، باور پرې و نه کړي.

ملي امنیت ځواکونه او د ملي امنیت ریاست له رسنیو سره همکار پاتې شوی او د رسنیو دا شل کلن مزل کې د ملي امنیت ځواکونو د رسنیو او خبریالانو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دي.

رسني او د بیان ازادي اوس په افغانستان کې په یو ارزښت بدل شوی او هیچاته به د دې اجازه ور نه کړل شي چې له دې ملت څخه دا ارزښت واخلي.

لطفا، اوازو پسې مه ځئ، حکومت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له رسنیو او خبریالانو سره دي او د دوی د مصوونیت او امنیت لپاره یې عملي اقدامات او هلې ځلي کړي او له دې سترګې نه شي پټیدلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.