افغانان د کمال خان بند د پرانستې په غچ کې په ایران کې د شکنجو کیسې کوي

948

د علي راپور

ایراني چارواکي د وري په میاشت کې د کمال خان بند د پرانستې په غچ کې قانوني افغان کډوال له یادښت پرته نیسي، وهي، شکنجې ورکوي، کنځلې ورته کوي او له خپل هېواد څخه یې راباسي. [علي/سلام ټایمز]

کابل — په نیمروز ولایت کې ځایي چارواکي او له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال وایي، د کمال خان بند له پرانستې څخه وروسته، د ایران حکومت په خپل هېواد کې په کډوالو باندې فشار زیات کړی دی.

د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو ریاست ارقام د هغو افغان کډوالو په شمېر کې ۵۰٪ ډېرښت ښیي چې ایران د تېرې میاشتې په ترڅ کې را اېستلي دي.

د دغه ریاست رییس محمد سلیم قاضي خېل وویل، راستنېدونکي کډوال شکایت کوي چې ایراني امنیتي ځواکونو له هغوی سره غیر انساني چلند کړی دی.

هغه وویل، ایراني نظامي ځواکونو د افغان کډوالو شکنجې او قانوني تعقیب زیات کړي دي، او یادونه یې وکړه چې یواځې د تېرې میاشتې په ترڅ کې په بېلابېلو پېښو کې «۱۵ افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی په داسې حال کې چې له ۸۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.»

image

په عکس کې له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د غوایي په ۷مه د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې لیدل کیږي. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

هغه وویل، ایراني سرتېرو په ځینو هغو کسانو باندې چې هڅه یې کوله ایران ته ورننوځي برید وکړ، په داسې حال کې چې پولیسو بیا د ایران په ښارونو کې په نورو باندې بریدونه وکړل.

قاضي خېل وویل، هره اونۍ له ایران څخه د ۱۰ او ۲۰ تر منځ ټپي شوي کډوال افغانستان ته راستنېږي.

هغه زیاته کړه، «هره ورځ د ۱۶۰۰ او ۲۷۰۰ تر منځ کډوال د نیمروز د سرحدي نقطې له لارې هېواد ته راستنېږي چې دغه شمېر په مخکې میاشتو کې د ورځې له ۱۰۰۰ کسانو څخه کم وو.»

د وري په ۴مه د کمال خان بند پروژې، چې له ډېر وخت راهیسې یې انتظار کېده په پرانستلو سره، افغانستان اعلان وکړ چې ګاونډیو هېوادونو ته په وړیا توګه د اوبو بهیر پای ته رسوي.

ولسمشر اشرف غني د پرانستې په مراسمو کې وویل، «موږ به نور هیچاته هم اوبه په وړیا ډول ور نه کړو.» هغه ایران ته، چې سرحد یې د هلمند سیند په پای کې پروت دی، په خطاب کې وویل، که تاسو اوبه غواړئ، تاسو باید تېل راکړئ. که تاسو اوبه غواړئ، تاسو باید په بدل کې بل څه راکړئ.»

شکنجه او غیر انساني چلند

د نیمروز د ولایتي شورا مرستیال ګل احمد احمدي وویل، د ایراني رژیم له خوا د کمال خان بند د بشپړیدو په بدل کې د افغان کډوالو شکنجه او تعقیب په افغانستان کې د ښېرازۍ او پرمختګ پر وړاندې د هغوی دښمني په ګوته کوي.

هغه وویل، «د ایران حکومت ځان اسلامي نظام بولي، خو له افغان کډوالو سره، چې ټول مسلمانان دي او له بدې ورځې یې هلته پناه اخیستې ده، د هغوی چلند غیر اسلامي دی.»

هغه زیاته کړه، ایران تل ادعا کوي چې د افغانستان دوست دی، خو کارونه یې په ښکاره د هغه دښمني ښیي.

د هغو افغان کډوالو په وینا چې ایران په وروستیو کې را اېستلي دي، دایران امنیتي ځواکونو ایران ته د وړیا اوبو د بهیر له پای ته رسېدلو راهیسې فشار زیات کړی دی.

د کندوز یوه اوسېدونکي یاسر چې ایراني مقاماتو را اېستلی دی، وویل، «د ایراني ځواکونو په لاس زموږ ځورول له هغې ورځې نه وروسته ډېر زیات شول چې د کمال خان بند پرانستل شو.» هغه د غوایي‌ په ۷مه نیمروز ته را ورسېد.

هغه وویل، «که څه هم چې ما پاسپورټ او ایرانۍ وېزه لرل، پولیسو زه د خپل کار له ځای څخه راپورته کړم او راته یې وویل چې زما اسناد ارزښت نه لري.»

هغه وویل، «ایراني پولیسو ماته وویل لاړ شه او حکومت ته دې ووایه چې له کمال خان بند نه اوبه راخوشې کړي چې ایران بیا اوبه ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «زما کورنۍ په اصفهان کې پاتې شوه. تر دې چې پولیسو ماته اجازه رانه کړه چې هغوی ته د خپل راتګ خبر ورکړم یا د خپل کار له مالک څخه خپله تنخوا ترلاسه کړم. هغوی په زور زه زندان ته بوتلم او بیا یې افغانستان ته راوشړلم.»

د غزني ولایت یوه اوسېدونکي چې ایراني نظامیانو د غوایي په ۷مه را اېستلی دی، وویل، له هغې ورځې چې ایران ته د اوبو بهیر درېدلی، د افغان کډوالو شکنجه زیاته شوې ده. هغه د نیمروز ولایت له لارې افغانستان ته راستون شو.

هغه وویل، «ایراني پولیس هر افغان چې نیسي له یوې اونۍ څخه د ډېرې مودې په مخه بندي کوي او هغه خواړه چې هیچ د خوراک وړ نه دي ورکوي.»

هغه زیاته کړه، «د کمال خان بند پرانستې د ایران نظامیان ډېر زیات په قهر کړي دي. پولیسو زه په تهران ښار کې ونیولم او سخت یې ووهلم او دا یې رانه پوښتل چې ولې زما حکومت د هغوی هېواد ته د اوبو بهیر درولی دی.»

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي مجیب الرحمان چې ایراني مقاماتو په وروستیو کې را اېستلی دی، وویل، هغوی نوموړی له دوه ورځني بند څخه وروسته را واېست او په بند کې پولیسو هغه وواهه، شکنجه کړ او کنځلې یې ورته وکړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.