د شونډو عطر

نور محمد لاهو

1,571
د شونډو عطر
چې دې وخندل
د شونډو سره رڼا دې
د ګلونو سپینو پاڼو کې اوبه شوه
له یوې مخې د ونو شنه لاسونه شیرچايی شول
او د غږ په اوریدو دې
د غوټیو په سرو شونډو
زنګ وهلی قُفل مات شو
د عطرونو زړې پیغلې ټولې ووتې بربنډې
* **
چې خوږې سترګې مسکۍ شوې
له بڼوڅخه مې پورته دنرګیسو
تکه ژیړه خوشبويی شوه
* * * *
چې مې ګوتې ستاپه سرو منګولو کیښوې
سره ګلاب مې په لاسونو کې راشنه شول
درنژدې شوم په تندي باندې مې ښکل کړې
یوناڅاپه مې بدن ټول
طلايي شو
______________
قفل : کولپ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.