پرديو ته له زاريو څخه خپلو ته انعطاف ښه ده

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

599

زه د انسانانو ترمنځ د مشترکاتو د لټون لپاره د هڅو په ضرورت باور لرم. مسلمان راته ورور ښکاري خو غير مسلم سره د انسانيت او ګډو ګټو پربنسټ تعامل او معامله د ژوند اړتیا ګڼم. د انساني مرستو په اغيزمنتوب او ارزښت باندې هم پوهيږم، خو هغه مهال په پرديو باندي حساب نکوم چې خبره زمونږ د خپل کور جوړولو ته راورسيږي. هر څوک خپل کور جوړوي او هر شخص د خپل کور او هيواد د جوړولو دنده پرغاړه لري.

د اوږدو جګړو، مهاجرتونو، د فرصتونو او د ملي مشرتابه نشتون، د چارواکو فساد، د هيواد په سرچینو ناتار او د مرستو په نوم د غربي نړئ له سپکاوي ډک چلن زمونږ ولس په خپل ځان خپل حکومت او خپلو مشرانو باندي د اړتیا په مهال د حساب کولو پرځاى پرديو خيراتونو ته په سترګې نيولو معتاد وګرزول. دلته هر څوک داسې فکر کوي چې کوم پردى به راځي، مونږ ته به هيواد جوړوي او دغه مو ورباندي حق ده. نه نه، داسې نه ده. مونږ به خپل کورونه په خپله جوړوو او په خپله به پريکړه کوو چې کور څه ډول جوړ کړو. که مونږ خپل کور ورانوو نو پردي به يې ولې راته جوړوي؟

شل کاله وړاندې دلته د دريم ځل لپاره  پردي وسلوال ځواکونه راغلل. دا داسې پردي وه چې د پیسو په زور او نورو اقتصادي وړتیاو پرمټ په نړئ حکومت کوي. لا يې د طلسم ماتولو او رقابت لپاره څوک شتون نلري. مونږ  اوريدلي وه چې په لويديز کې دومره عدالت شتون لري چې له حيوان سره په ظلم کولو باندې تيرى کونکي ته سزا ورکول کېږي، خو دلته مو وليدل چې همدغه د عدالت او بشري حقونو مخکښان زمونږ په ځورولو، تنګولو ربړولو او وژلو باندي نه مړيدل. کيداى شي لامل داوي چې مونږ ورته پردي يو او په غرب حيوانات يې خپل دي. بله دا چې مونږ خپله هم يو بل وژنو نو هغوى به هم راباندې د وژلو چل زده کاوه.

مونږ باید هير نکړو چې د ناتو ځواکونه زمونږ د هیواد او ټولنې جوړولو ته نه بلکې د خپلو هيوادونو د خوندیتوب لپاره راغلي وه. غوښتل يې خپل دښمن د هغوى خاورې ته له ورتلو وړاندې دلته ووژني. هغوى ته د هرهغه چا د وژلو اجازه وه  چې ورته دښمن ښکاره کيده.

متأسفانه چې اوس زمونږ په هیواد کې پردي که دښمن وي، نو رته نرمه خندا، دهغوى احترام او د ادب په چوکاټ کې ورسره خبره کول، د لوړ تمدن او تهذيب نښه ګڼل کېږي او خپلو ته له قهره ريږديدل، سخته خبره کول، که خبره يې نه منله، نو ورباندې وار کول د شهامت غيرت او شجاعت نښې ګڼو. په دوه اړخیزه چلن کې دغه ډول تضاد زمونږ د بدبختي لاملونه دي.

د افغانانو هغه ځانګړتیاوې، هغه د جرګو مرکو پريکړو ناغو او مشورو سپيڅلي دودونه چې له نورو تمدنونو څخه د افغانانو د امتیاز نښې ګڼل کېدې د تيرو څو لسيزو جګړو په دوران کې  د خپلو پرديپالو مشرانو لخوا په ټوليزه توګه له منځه يوړل شول.

پخوا به که د قومونو، کليو او سيمې د خلکو ترمنځ سخته جګړه ونښته، يوه تورسرې ښځه به د دواړو خواو ترمنځ ودريده. پلو (د ټکري يوه څنډه) به يې ونيوه. کوم پير سيد او يا بل  روحاني شخصيت به منځته راغى. غږ به يې وکړ چې سنګرونه خالي کړئ. دواړو خواو به سنګرونه خالي کړل. تيږه به کيښودل شوه. د پريکړې تر اعلان پورې به چا خبره هم نشواى کولاى. ښځه ماشوم سپين ږيرى حتى که سخت دښمن سره به ښځه روانه وه، نو د ښځې د احترام لپاره دښمن هم چا نه واژه. له وژل کيدو وروسته به د دښمن په جسد څادر اچول کيده چې مرغان له مړي څخه سترګې نه وباسي. که به کوم دښمن په پورتنيو مواردو باندي عمل ونکړ سخت بې غيرته بلل کيده او د سولې په مهال به يې پور ډير لوړ وه.

سولې ته د کبرجن او يا زورور دښمن رضا کول به د هغه کور ته د قران کریم په وړلو، له بي پرې مشرانو سره د عذر لپاره د ښځو، يا د کوم منل شوي روحاني شخصيت په بيولو او يا هم په ناڅاپي توګه د مطلق ناخبري په حال دښمن د تورسرې د ټکري پيڅکه په غوټه کولو اسانه کيدله.

اوس د تيرو څلورو لسيزو په دوران کې هغه دودونه عمداً له منځه لاړل او ځاى يې د ځنګل قانون ونيوه. نه په ښځو صرفه کيږي نه ماشومان خوندي دي نه سپين ږيري مصئونيت لري نه هم نور سپيڅلي دودنه را پاتې شول. تعجب ده نيول شوى دښمن په ډيره بې رحمانه توګه وژنو او ويديو يې خپروو. اخر له مونږ څخه څه جوړ شو؟

حکومت او حکومت پلوي سياستوال مو ترهغو پورې پردي خپل محسنان ګڼي په افغانستان کې د واشينګټن د دفاع خبره کول وياړ ګڼي او په واک کې د پاتې کېدو د حمايت په برخه کې ورته عذرونه او زارئ کوي. د تيرو شلو کالونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب په بانه امریکا ته د پاتې کېدو او يا هم په بله اصطلاح د مسئولانه وتلو مشورې ورکوي
زمونږ د نيمګړتياو وروستۍ څرګنده بيلګه داده چې طالبان له امریکا سره په اتلسو مياشتو خبرو کې نهايي هوکړې ته ورسيدل خو له خپلو وروڼو سره داده تقریباً اتلسو مياشتو کې لا تراوسه هم مذاکرات نه دي پيل شوي. حکومتي لورى تر هرچا زياته ستونځه له طالبانو سره لري او طالبانو جګړو ته زور ورکړى او  ارګ ته د ننوتلو سرټمبه توب يې ملاتړلې ده.

خلاصه داده چې د خليلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د مذاکراتو په درشل کې د ليک شويو بيځايه ژمنو رانيولې د امریکا لوړپوړو چارواکو متزلزلې څرګندونې، د کابل د هوايي ډګر د ساتلو مسئله او په دې وروستيو کې د ناتو عمومي منشي تر اظهاراتو پورې چې د افغانستان د رڼا راتلونکې په تړاو ډاډه نه ده، داسې ښکاري چې امریکا يوازې د خپل ولس د غولولو لپاره داسې څرګندونې کوي چې له حقائقو سره سمون نه خوري.  مونږ خپله سره وژنو او خپله خپل هېواد ورانوو د سولي لپاره په قيمت نه جوړيږو. د يو بل وژل په وياړلې لهجه اعلانوو. د سولې لپاره غونډې جوړولاى شو شعارونه ورکولاى شو خبرې کولاى شو، خو قرباني نه ورکوو. ولسمشر د هوا په نيلي سپور ده. د ځمکې په مخ په خورا تيزي سره رامنځته کيدونکي بدلونونه نه ويني. هره ورځ د څو ولسوالیو د سقوط خبرونه خپريږي، خو نوموړئ طالبانو ته مخاطِب کيږي وايي چې؛ که سوله ونکړي سخت به وځپل شي او حکومت د هيڅ ډول نوښت په فکر کې نه ده.

طالبان کاذب غرور نيولي دي. فکر کوي چې په جګړه ارګ ته رسيدلى شي خو دومره دقيقه محاسبه نشي کولاى چې د ارګ نيول، د نظام پاشل او حکومت کول توپيرونه لري. دريم قوت هم له لاسته راغلي فرصت څخه په ګټه اخیستنې وارخطايي جوړولاى او په نظام کې ګډوډي جوړولاى شى چې پړه به يې تر ډيره حده د طالبانو په غاړه وي زيان به يې ټول هېواد ته رسيږي.

هيڅ پردى زمونږ د هیواد جوړولو ته نه ده راغلې او نه هم څوک مونږ ته هيواد جوړوي. اوس دار او مدار تعامل او معاملې جوړول او رغول راکړه او ورکړه مرسته او پور د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کې کيږي. مونږ درنې قيمتي ډيرې زيرمې، جيوپوليتيک او جيواکانوميک امکانات لرو چې د دوه اړخیزو ګټو پربنسټ په اقتصادي علمي او تخنیکي برخو کې د نړئ له خورا بډايه هېوادونو سره معاملې وکړو، په هسکه غاړه د عزت او وقار ژوند  وکړو او خيرات غوښتل پريږدو. البته دا هر څه هغه وخت ممکن کيږي چې مونږ لکه د پخوا په شان په خپلمنځي جګړو کې د بوختياوو پرځاى خپلو ستونځو ته په خپله د حل لارې پيدا کړو، له مخالف ورور سره مشترکات ولټوو، له جګړو څخه سوله مقدسه وګڼو، له نړيوالو او خپلو وروڼو سره په سوله کې د سولې همغږى او همکاري په فضا کې د ژوند کولو لارې چارې ولټوو.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.