د افغانستان سفارت په بېجینګ کې افغان کلتوري خونه پرانېسته

جان روان ځاځی

759

د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د افغانستان لوی سفارت د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې افغان کلتوري خونه پرانېسته.

په دغو مراسمو کې د چين د چارواکو په ګډون د بېلا بېلو هيوادونو ۱۵ سفيرانو، ۷۰ ډيپلوماتانو، سوداګرو او ګڼو مېلمانو ګډون کړی و.

په دغې کلتوري خونې کې د افغانستان د نوموتو څېرو انځورونه، تاريخي مالومات، غالۍ، قيمتي ډبرې، د نقاشۍ او حکاکۍ انځورونه، خطاطي، ادبي اثار، هنري توکي، موسيقۍ الې، زاعفران او نور ډول ډول فرهنګي توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

د دغو مراسمو خاص مېلمه د شانګهای همکارۍ سازمان مشر ويلادېمير نوروف و.

د افغانستان لوی سفیر جاوېد احمد قایم په يادو مراسمو کې وينا وکړه او د کلتوري چارو په اهميت يې هر اړخيزې خبرې وکړې. نوموړي وويل، چې کلتور او فولکور د يوه ملت د پېژندنې رېښتينې هنداره او د يوه ژوندي ملت د موجوديت او دوام روحيه ده.

که څوک غواړي، يو ملت ښه وپېژني، نو تر ټولو اسانه او ښه لاره يې دا ده، چې د همغه ملت کلتور او فولکور ته مخ ور واړوي او ښه يې مطالعه کړي، ځکه د يوه ملت په کلتور او فولکور کې د همغه ملت ژوندۍ څېره ليدلی او له ښو او بدو سره یې اشنا کيدلی شي.

کلتور د يوې ټولنې له پوهې سره سم رامنځته کيږي او د کلتور او ټولنيزې پوهې په تړاو نوی څپرکی پرانيزي. کلتور په ټولنې کې ايجاديږي او د همغې ټولنې د پېژندنې استازيتوب کوي، نو ځکه له ټولنې سره نه شليدونکې اړيکې او د نوک او اورۍ حيثيت لري.

افغانستان ډېر ښکلی کلتور او فرهنګ لري، خو له بده مرغه جګړو هر څه تالا ترغه کړي، خو بیا هم هیڅ ځنګل بې له زمريه نه وي، په داسې حالاتو کې هم افغانانو خپل کلتور ژوندی ساتلی، بلکې لا يې غني کړی دی.

د افغانستان په سفارت کې ياده کلتوري خونه به چينايانو او نورو بهرنيانو ته د افغانستان رښتينی انځور وړاندې کړي او له دې لارې به بهرنيان څه نه څه وکولی شي، چې د افغانانو له دودونو او د افغانستان له تاريخ سره اشنا شي.

د دې کلتوري خونې په پرانيستو مراسمو کې نورو مېلمنو هم خبرې وکړې او د ملتونو کلتوري راشه درشه يې اړينه وبلله او د افغانستان سفارت دغه کار يې وستايه او هيله يې وښوده، چې د نړۍ ټول هيوادونه د ځوانانو د تګ راتګ لپاره زمينې برابرې کړي.

د دې کلتوري خونې د پرانيستونکو مراسمو ګډونوالو ته د افغانستان ترانې، د ماشومانو سندرې، د افغان کلتور په اړه لنډ فلم ننداره شو او ورپسې ټولو ګډونوالو له يادې کلتوري خونې څخه ليدنه وکړه او د سفارت کارکوونکو دوی ته اړوند مالومات وړاندې کړل.

د يادونې وړ ده، چې د يادې کلتوري خونې په جوړېدو له ډېر وخته کار روان و، خو د کوويډـ۱۹ وبا له امله يې چارې ټکنې روانې وې، چې بالااخره بشپړې شوې او پرانېسته یې وشوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.