افغان سفیر جاويد احمد قایم د چين د دولت رئیس ته خپل باورليک وسپاره

جان روان ځاځی

0 932

په چين کې د افغانستان لوی سفير جاويد احمد قایم د اپرېل په ۱۴مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د يو لړ خاصو تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې د چين د دولت رئیس شي جينګ پينګ ته خپل باورليک وسپاره.

سفير جاويد احمد قايم د چين د دولت رئیس ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني نيکې هيلې او پیام وړاندې کړ او ډاډ يې ورکړ، چې د دواړو هيوادونو د لا ښو اړيکو د جوړولو لپاره به هر اړخيزې هڅې کوي.

رئيس شي جينګ پېينګ په همدې ورځ د افغان سفير په شمول د ۲۹ هيوادونو سفيرانو باورليکونه ومنل او ويې ويل، چې سفیران کولی شي، چې د دوه اړخیزو اړیکو په وده او پرمختګ کې فعال رول ولوبوي او هم کولی شي، چې د ملګرو ملتونو او چین ترمنځ همکاریو کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړي وويل، چې چينايانو او د نوروهيوادونو خلکو تېر کال د کوويډـ۱۹ ويروس پر وړاندې ګډه مبارزه وکړه او د نړيوالې همکارۍ نوی څپرکی يې پرانيستلی دی.

هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين له نورو هيوادونو سره د متقابل باور، مساواتو او دوه اړخيزو اړيکو پر بنسټ ګډو همکاریو ته چمتو دی او غواړي خپلمنځي همکارۍ ورسره پراخې او ژورې کړي او د یو کمربند او یوې لارې پروژه په لوړ کیفيت ورسره بشپړه کړي.

هغه زياته کړه، چې سږکال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو100 مه کليزه او د چين د څوارلسم پېنځه کلن پلان لومړی کال دی او دغه هيواد د ماډرن سوسياليست هيواد د جوړولو پر لور نوی سفر پيل کړی دی. چین به خپل نوی انکشافي پلان په هر اړخيز ډول پلی کړي او د نوي پرمختګ داسې فعاله بیلګه به رامینځته کړي، چې ګټې به یې د نړۍ د ټولو هيوادونو خلکو ته ورسيږي.

نوموړي وويل، چې چين چمتو دی، له نورو هيوادونو سره د څو اړخيزم د کلک ملاتړ لپاره ګډ کار وکړي، د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال سيستم وساتي او د څو اړخيزې سوداګرۍ د ساتلو لپاره به هر اړخيزې هڅې وکړي.

جان روان ځاځی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply