جنوبي وزیرستان: د پښتنو مشرانو، سیاستوالو او یاهم د پاکستان دولت د کړنو په خلاف د غږ اوچتونکو خلکو د وژلو پر دوام، تېره ورځ د پاکستان پوځي استخباراتو «MI» ادارې د جنوبي وزیرستان په واڼه بازار کې د «اینجینر رحمت الله وزیر» په نوم یو ځوان وژلی.
ځايي اوسېدونکو ویلي، چې اینجینر رحمت الله خپل کور ته د سودا اخېستلو په موخه واڼه بازار ته راغلی و، چې د یادې ادارې د پوځیانو له لوري پرې ډزې وشوې.
د اوسېدونکو په خبره، چې وزیر لومړی ټپي شو، چې خلکو یې روغتون ته د وړلو هڅه وکړه؛ خو پاکستاني پوځیانو یې مخه ونیوله.
د یادې سیمې اوسېدونکو دغه راز زیاته کړې، چې نوموړي د خپلو خلکو د حق غوښتلو لپاره مبارزه کوله، چې تر دې وړاندې د پاکستان څارګرې ادارې یا ای ایس ای هم ګواښلی و.
باید یاده شي، چې د پاکستان حکومت په تدریجي ډول هغه خلک وژني، چې د دوی له حکومت څخه خپل حقونه غواړي او یاهم پر عامو خلکو د پاکستاني پوځیانو د ظلم پر خلاف غږ پورته کوي.
تېره ورځ هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې یو قومي مشر« ملک صلاح الدین» وژلی و.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.