مېچ مک کانل: طالبانو جګړه تونده کړې؛ د ځواکونو اېستل تېروتنه ده

578

افغانستان کې د طالبانو او القاعده په شمول نورې ترهګرې ډلې هم فعالې دي او په داسې حالاتو کې یاد هېواد څخه د امریکايي سرتېرو وتل لویه تېروتنه ده.
امریکايي سناتور “مېچ مک کانل” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکایي سرتېري افغانستان ته د ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه تللي و؛ خو یاد هېواد یې په جګړه کې ښکېل پرېښود.
نوموړي ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل لویه تېروتنه ده؛ ځکه امریکا لا هم د ترهګرۍ ضد جګړه ګټلې نه  ده.
ده زیاته کړې، چې د ناټو متحدینو هم نه غوښتل، چې په دا ډول حساسو شرایطو کې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي؛ خو بایډن د هیچا خبرې ته غوږ کېنښود.
کانل ویلي، که چېرته افغانستان کې ترهګرې ډلې د امریکا پر وړاندې په خنډ بدلې شوې؛ نو راتلونکی مسؤلیت به یې هم د بایډن پر غاړه وي.
مېچ مک کانل یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پروسه په بشپړېدوه ده؛ خو د جګړې شدت په کې اوج ته رسېدلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.