سياست يوازي د واک په سر مبارزه نه ده

استاد ګلالی هوتک

92

سياست يوازي د واک په سر مبارزه نه ده، سياست يوازي د گټو په سر مبارزه هم نه ده، سياست تر هر څه د مخه د ارزښتونو او د هغوې د انتخاب په سر مبارزه ده. په هره ټولنه کي د ارزښتونو په سر سخته او هميشنې مبارزه روانه ده او دا د ارزښتونو د مخامختيا او د هغوې د انتخاب کولو مسله ده. په ټولنه کي هر وخت ددې څېړنه او ارزونه په کار دی چي ټولنه د پرمختگ او ودې په لور په کومو آرزښتونو تکيه کولاي شي او هغه آرزښتونه کوم دي چي يو ثبات لرونکی سياسي سيستم ورباندي تکيه وکړې. هغه آرزښتونه کوم دي چي بدلون منونکي دي او د ژوند کولو وړتيا لري او هغه آرزښتونه کوم دي چي بې باوره شوي او د راتلونکي په لور د ټولنې په لارښوونه کي پاتې راغلې دي. يو ثبات لرونکی سياسي سیستم د يوه سړی په واکمني نه جوړيږي. ددي ډول سيستم د جوړیدولو ارزښت جمعي اراده دي.
د انسانانو تر منځ اړيکې ټولنیزې اړيکې دي او دا اړيکې تنظيم کولو ته ضرورت لري او هغه څه چي دا اړيکې تنظيم کوي ارزښتونه دي. موږ د عادت له مخې د هغه څه په هکله خبرې کوو او هغه څه ښه بيانو چي فزيکې او ساده ځانگړتياوی ولرې او خوښېږې مو چي پيچېلې ټولنېزې چارې هم د هغوې په معيار وسنجو، خوکله چي په ارزښتونو او نورمونو د خبرو کولو ضرورت منځ ته راځې يا بې وسې ښيو او يا را باندي غصه او عصبانيت غلبه کوي. خو د ټولنې د راتلونکي انتخاب د ارزښتونو په انتخاب کي دی او موږ نه يوازي اړ يو چي په ارزښتونو خبرې وکړو، بلکې د هغوې په هکله ديالوگ او بحث را پورته کړو او د هغوې تر منځ انتخاب وکړو. سره ددي چي په ټولنه کي د دا ډول بحثونو دود نشته او یا په کلکه کمزوری دی. خو اوس هغه وخت راغلی چي روشنفکران دا کار تر سره کړي. په ښه توگه ددې کار تر سره کول له يوې خوا د پرون له زندان راوتل ، له زړو عادتونواو څو ځله ناکامو دگمونو ځان وژغورل او له بلې خوا په خپل کار کي د پوهي او عقل پیروي دی.
دواړه چپ او ښی لوري په دي پوهېږې چي دروغجنوتوتالیتر ايديولوژيو او کاپې شويو فکرونو ټولنه له څومرو لويو غمېزو سره مخامخ کړي ، خو تر اوسه ددې شهامت ډېر کم دی چي په بنيادي توگه له دغو ايديولوژیو او فکرونو سره پریکړه وشي.
په سياسي برخه کي ارزښتونه په سياست کي د ټولو ګډون او سياسي پلورالیزم دي.
د ملت جوړولو په کارکي هغه ارزښتونو مرسته کوي چي په ويشونکو عنصرونو غلبه وکړي. په ملت کي اساسي ارزښت د فرد ازادي او افرادو برابري دی.
د فکرونو برخه کي په خپله فکر کول او د فکرونو خپلواکې دي. د هر چا خوښېږې په خپله فکر وکړي، خپلواک شخصيت ولري په خپله ددې پوهه ترلاسه کړې چي د ښو او بدو تمېز وکړې او له نورو سره په برابري کي د ټولنې اوسياست په کار کي گډون وکړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.