د پښتون ژرغونې غورځنګ یا “پيټيایم” PTM یو مخکښ غړی ګیلهمن وزیر نامعلومو کسانو سخت ټپي کړی دی.
په نوموړي دغه برید د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد د بي۱۷ B17 په نامه ښارګوټي کې نن مازدیګر ناوخته شوې ده.
“پيټيایم’ او د اسلاماباد پولیسو په دې اړه تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویليو خو ګیلهمن وزیر ته نږدې کسانو ازادي راډیو ته تایید کړه چې هغه اوسمهال د اسلام اباد په “پيآیایمایس” روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې نازک دی.
سرچینه وایي، لا معلومه نه ده چې پر ګیلهمن وزیر دا برید چا کړی دی، خو هغه تر دې څو میاشتې مخکې هم نامعلومو کسانو بندي کړی و.
نوموړي له راخلاصېدو وروسته ادعا کړې وه چې د پاکستان استخباراتي ادارو نیولی او سخت شکنجه کړی دی.
ګیلهمن وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او په ټولنیزو رسنیو د پاکستان ضد څرګندونو او پښتنو ته د حق غوښتلو له کبله مشهور دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې همدا نن د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان د پوځ له لورې د “عزم استحکام ” پوځي عملیاتو په غبرګون کې د پراخه لاریونونو خبر ورکړی دی.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.