جين ساكي: افغانستان سختو حالاتو ته یواځې نه پرېږدو

747

د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته به هم افغانستان کې د امریکا حضور ادامه ولري او بایډن هیڅ کله نه غواړي، چې افغانستان دې په سختو حالاتو کې یواځې پرېږدي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مانا دا نه ده، چې امریکا به افغانستان پرېږدي؛ بلکې په نورو بېلابېلو برخو کې به په یاد هېواد کې خپل حضور ته ادامه ورکړي.
نوموړې دغه راز زیاته کړې، چې بایډن له ولسمشر غني سره خپلو ټولو کړو ژمنو ته وفادار دی او امریکا به هر هغه څه کوي، چې د یو باثباته افغانستان لپاره ګټور وي.

ساکي همداشان ویلي، چې افغانستان اوس وخت کې په یو سخت پړاو کې دی؛ خو ډېر ژر به دا هرڅه بېرته عادي حالت ته راو ګرځي.

نوموړې یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر چټک شوې او نږدې ټول امریکايي سرتېري له افغنستان څخه وتلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.