په لیکنو ګوتنیونې

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

833

په لیکنو ګوتنیونې

لیکل- لو ستل او موخې یې

پوهېږو، چې څوک لیکنه کوي، که پوهنیزه، سیاسي او یا بله مسلکي یا نامسلکي لیکنه وي، نو موخه یې هرو مرو داده، چې اندونه سره ګډ او لیکنه یې ګټوره تمامه شي او بل څوک یو څه ترې زده کړي.لوستل هم همداسې، د دې لپاره، چې د بل له لیکنو ګټه پورته کړي او یوڅه ترې زده کړي.

—په پرمختتلو هیوادونو کې لیکل او لوستل په پوهنیز اړخ کې معیاري شوي، هر څه او هر مسلک هغه خپله لار لري، نو هره پوهنیزه لیکنه او لوستنه هغه خپله موخه پوره کوي.

که په لیکلو او یا لوستلو کې ستونځې ولري، نو هغه د بنسټیزو کتابونو او لکسیکاو له مخې ځان او بل ته دا ستونځوبي  روښانه کولی شي، همداسې د نورو په لیکنو بیا هم خپل اند څرګندوي او که څه یې په اند او په پرېپوهېدنه ناسم وي، نو هغه بیا په خپلو لیکنو کې سموي، د پوهنیز دلیل په بنسټ. په دې ژبو کې ګوتنیونه په دې موخه نه ده، چې یو بل دې سره زړه بدی کړي، ځپل ځان پوه او هغه بل ناپوه وښایي او نه یې د لیکنو مخه ورنیسي، موخه  جوړول دی او نه خرابول.

د پوهنیزو لیکنو سره مو ستونځې

— موږ په افغانستان کې، د افغانستان لیکونکي او لوستونکي د پوهنیزو لیکنو سره د پوهنې له اړخه پوره ستونځې لرو او دا مو بیا په پوهنیزه لیکنو کې د لوستونکو د ستونځو له امله راڅرګندیږي.

ولې او څنګه؟

زه به یې د درې پوهنیزو ريښو په اړه خپل اند له تاسو سره ګډ کړم.

ټولیز: دموږ پوهنیزې لیکنې پخپله د پښتو سره ستونځې لري او هغه په دې پرېپوهېدنه چې، هغه په عربي او لږ یې په فارسي دي پرته له تړنویونو او ژبلاريزو غونډالو څخه. په ډېره بخښنه به دا خبره کړم او یوڅو بېلګې به یې راوړم، چې څومره پښتو په کې لرو:

بېلګې

۱ – دایره:  منحني خط چې یوه سطحه محدودوي، له یوې نقطې، چې د ګردۍ مرکزي نقطه ده، د دایرې د محیط د تمام نقطو سره مساوی فاصله ولري، چې شعاع بللکیږي، دایره ده.  خط، چې د داېرې له مرکز څخه عبور کوي د داېرې قطر، خط چې له داېرې قطعه بیلوی، وتر، منحني، چې  د وتر دوه طرفه سره وصلوي، قوس، له قوس او وتر څخه محدوده سطحه د دایرې قطعه ده.

۲ – مثلث: له درې مستقیموخطونو محدوده سطحه مثلث دی، یعنې  سطحه چې درې زاویې او درې ضلعې لري، مثلث دی.

باور لرم، چې تاسو ګرانلوستونکي به یې هېڅ نه یاستۍ هکپک کړي، خو زه ورته ځکه هکپک یم، چې پښتو په کې نه ګورم، له هغه تړنویونو .. نور څه داسې د ژبې بنسټیز ویونه په کې نه وینم. ښه پام ورته وکړۍ.

په پورته  بېلګو کې که  د پښتو ونډه وګورو، ډېره کمه ده او دا هغه له پوهنې څخه لرې پښتانه هم کاروي، خو هغه د کار او پوهنیز څه چې نومونه او د یو څه روښانونه پرې کیږي، هغه مو پښتو نه دي، دا په دې پرېپوهېدنه، چې پوهنه مو په پښتو نه ده او سوچه بوچه په پښتو نه ده، که فکر ورته وکړو. دا مو هغه تر یوې پولې پورې، ماته داسې لږ  روښانه پوهنیزو ريښو کې څرګند شوي.

په فزیک کې هم همدا حال دي. تاسو دفزیک کومه غونډاله پخپله کتلی شۍ، چې څومره پښتو په کې ده.

راځو پښتو ژبې  ته:

دموږ ډېری پښتانه په دې اند دي، چې پښتو باید سوچه شي، چې ما هم ځنې کسان په دې ډله کې ورګډوي. زه په دې اند یم، چې هېڅ  یوه  ژبه نه شي سوچه کېدی، ځکه چې یوه ژبه هرڅه نه لري، نو له نورو ژبو به یې راپوروي، په ځانګړې توګه په پوهنیزو ریښو کې.

له ما تل کارول شوې بېلګې: دموږ ژبپوهانو د د عربي مایع لپاره اوبلن غوره کړی. موږ بهېدونکی لرو، نو دا اوبلن ناسم دی او دا یواځې او یواځې د واورو خوي دي او بس.

بله بېلګه: دموږ ژبپوهان  د ژبې د سوچه کېدو لپاره هغه په پښتو نه پرېپوهېدونکي یا نه پښتوکېدونکي ویونه هم په ناسمو ویونو سره غواړي سوچه کړي، د بېلګې په توکه، دموږ زیات لیکونکي د ستاندار یا معیار، سويې، سطحې او نورم  ټول لپاره کچه کاروي، چې پوره ناسمه ده.

پام: هره ژبه چې له پيداېښته څه لري، هغه پښتو هم هرومرو لري، چې ځانکړنې به یې ډېرې  کمې وي، نو کوم نوم یا کوم ویي، چې تراوسه پورې موږ په پښتو کې په ګومان چې نه لرو، شته، خو دا باید ومیندل شي، چې دا وییونه هغه مسلکي کسان میندلی شي، یا یې باید ومیندلی شي او بله ډېره اسانه لار یې دا ده، چې د یوې وتلې ژبې لېګسیکا کې یې وګوري..

د موږ په ژبه کې ستونځې. ولې؟

ژبه مو نوې پوهنې ته وردانګلي او پوهنه مو نوې ژبې ته راننوتې یا دا سې لږ سر ورڅرګند کړی. که پورته بېلګه وګورو، نو همداسې به ترې وپوهېږو، چې داسې لږ یې سر ور ښکاره کړی. په پورته کې مو ولیدل، چې دموږ ژبه په پوهنه نه ده اباده او یا دموږ پوهنه د موږ په ژبه نه ده اباده.

لنډ: پوهنه مو په پښتو نه ده.

څه کیږي؟

— دا چې پوهنه مو په پښتو نه ده، نو د پوهنې په پښتو لیکل او د اموخت څخه تېرېدل دي او پوهېږو، چې دا کار دموږ د لیکلوست و پښتنو ته پوره ستونځمن ځکه دۍ، چې هغه یې دا نابلده پښتو نه شي زغملی او دا ورته د ژبې بډايېنه برېښي. دا به د ژبې بډایېنه وي، خو په خټه کې د بلې ژبې په وییونو او د خپلې ژبې د وییونو په ورکېدنه او  په ګومان چې ګوندې ډېر وخت نیسي، نو د خلکو پرېپوهېدل لږ ستونځمن ورته برېښي، ځکه چې ده ته  نابلد وي، نو په دې اند باید دی هم وي، چې ګوندې دا ټول ورسره ستوڼخې لري. دا سمه ده. ستونځې شته، خو د دې ستوڼځوبي ( دې ته به هم لږ برګ شۍ، خو دا مو تل ژبه کې شته) یې دومره ستونځمن نه دۍ.

— ځنې بیا وایي، چې د پوهنیزو وییونو په پښتو نه پوهيږي. زه په ې اند نه یم.  څوک چې هرڅومره نابلده هم وي، نو پښتون پرې پوهېږي، هغه پښتون، چې د داسې ویلو توان لري چې وایي، نه پرېپوهېږم.

— ځنې یا زیات یې په دې اند دي، چې ګوندې دا نومونه یاوییونه، چې تراوسه  پورې ورسره بلدیو، له دې وروسته دې هم وي. زه په دې اند یم او دا راته اړیین برېښي، چې د پښتو وییونه باید له منځه لاړ نه شي او خپله ژبه بېرته په ښکلې کړو.

موږ دوه لارې لرو:

۱ – پښتو په همدې لار لکه څنګه چې روان یو، بیایو، داپه دې پرېپوهېدنه، چې پرته له تړنوییونو، نومځاینیوو، اړیکویونو، نور بل څه په کې که د پښتو هم نه شته او وي دې او یا دا پیداېت راکړې ژبه بېرته رامیندو او له مرګه او بېوزلۍ یې ژغورو. ژبه مو بیوزلې نه ده، خو موږ یې په  راژوندۍ کولو سره ځان ته ستونځې پیداکوو. موخه مې د رامیندو څخه داده، چې موږ دا د نورو ژبو پیداېښتي وییونو انډول په خپله ژبه کې هم لرو او دې ته مو دې پام وي، چې جوړوو یې نه. په ژبه کې د نومونو او ویونو جوړول یواځې او یواځې په هغه وخت کې کیږي، چې ته ورته تراوسه پورې څه نه لري او هغه باید هم د هغه څه د خویونو سره سم وي. دنومونو د جوړولو کار د پیداېښت سره په ټکر کې دۍ، مګر چې بله لار نه وي. دموږ پخوانیو، نه پخوانیو نه، دا دما د وخت یا له ما یو څو کاله د مخه مشرانو دا کار کړی او هغه ډېره برخه یې ډېره ښکلې او په زړه پورې ده، چې بېلګې یې درملتون، پوهنتون، ښونځی، ښونکی او نور دي، چې دا نومونه هغه څه ټیک په ګوته کوې، چې څه دي، خو بیا هم دا د اوبلن ویل وبهېدونکې ته، داپرې نه پوهېدل دي او د اوبلن خوي ورته نابلد دې. هغه څه چې بهیږي، بهېدونکي دي.

۲ – پښتو به پښتو کوو او د پښتو وییونه به نه پرېږدو، چې له ژبې مو ورک شي، چې ژبه مو په پردیو وییونو بډای او خپله بېوزلي کړو.

دا به نو څنګه کوو؟

دا به داسې مخ ته ځو، چې د ټولو پوهنیزو ريښو سره به ځانونه ښه بلدوو او ددې لپاره هرو مرو  اړتیالرو، چې یوه وتلې دباندنۍ ژبه، لکه انګرېزي، روسي، فرانسوي او الماني به زده کوو، په مټ به یې له پوهنې سره ځانونه بلدوو، هغه وییونه به یې د پوهنې او ورڅخه زدکړې په مټه ځان ته ښه روښانه کوو او بیا به یې په ځپله ژبه ورته انډول میندو، چې هرو مرو، له ډېرو لږو پرته، شته دی او داکار د هغې اړونده ريښې کسان میندلی شي.

په دې بیا، بیاټینګار کوم، چې پرته له پورته ژبو زده کړې او ښه زدکړې مو نه پوهنه مخ ته ځي او نه مو ژبه، ژبه کیږي، چې پورته بېلګو کې یې ګورو.

ډ ځان ستایېنه دې نه وي، خو د الماني په مټه دا کار ما کړی.

ما ۵۲ کتابونو ، چې۴۰ یې شمېرپوهنه، درې فزیک او دا نور د ژبې په هکله دي، له ژبلار نیولې تر دنسمونونو په ګوته کونو او سمونونو پورې.

دا کار کېدونکی دی.

 له الماني ژبې څخه پوه شوی یم، چې د عربې کرې ته د پښتو انډول غونډوسکه یا غونډاری دی. داکه څوک غواړي او که نه، دا داسې دی او عرب یې هم همداسې بولي، او ورته لیکي: کرةالقدم = پښوغونډوسکه=فوټبال. موږ ګوره پښوغونډوسکې ته کېدی شي خاندو، خو د خندا نه ده او دا خپله ژبه باید د خندا نه کړو، دا ډېر یو غوښتونی او اړین کار دی.

راځۍ، چې اوس هغه د مخه راوړل شوې بېلګې په پښتو ولیکو:

ګردۍ: ګردۍ په هواره کې هغه رابنده کږه (کرښه) ده، چې له یوه ټکي، داسې په نامه منځ ټکي څخه یې وهر ټکي ته برابر اټن ولري. دا د ګردۍ کرښه، چې منځتکی د ګردۍ چاپېریالټکي سره نښلوي، د ګردۍ وړانګه بلل کیږ، هغه کرښه، چې د ګردۍ  د چاپېریال  یو ټکي د ګردۍ د چاپېریال د بل ټکې سره داسې نښلوي، چې د ګردۍ له منځټکي  څخه تېره شي، د ګردۍ نیموونې ( دا کرښه ګردۍ نیموي) بلل کیږي. هغه کرښه، چې د ګردۍ د چاپېریال یو ټکی د ګردۍ د چاپېریال د بل ټکي سره نښلوي د کردۍ ټوټوونې بلل کیږي. دا له ګردۍ یوه ټوټه بېلوي. د ګردۍ ستره ټوټوونې د ګردۍ نیموونې ده.  هغه کږه چې د ګردۍ ټوټونې دواړه خواوې سره تړي، ګردۍ لینده بلل کیږي. د ګردۍ دا کږه کرښه، چې رابنده ده، د ګردۍ چاپېریالبلل کیږي او د ګردۍ دننه هواره د ګردي هواره بلل کیږي.

ګرانو لوستونکو. دا پورته لیکنه کې ما نه کوم جوړشوی ویي راوړی، نه ناپوهوړ وی شته، تول وییونه له پیداېښته راسره دي، داپه دې ترېپوهېدنه، چې ژبه مو پوهنیزه کېدی شي، خو که ملا پسې راوړوتړو، تر هغې پورې، چې یو ښه دولت منځ ته راخي او هرڅه په غاړه واخلي.

پوهېږم، چې له داسې لیکنو سره یواځې د ما د لیکنو له لارې بلد یاستۍ او داراته پوره ستونځمنه برېښي، چې لولۍ او اورۍ یې،  خو ګورۍ، چې دامه وایۍ، چې نه پرېپوهېږۍ. ماهېح نوم یا بل کوم ویي نه دۍ جوړ کړی. دانومونه او وییونه ټول له پیداېښته لرو، خو په پوهنه کې را څخه پټ شوي.

یوه اړیینه یادونه: دموږ د پخوانیو یادا له ماڅخه داسې مشرانو ګوره ټوله زدکړه په فارسي کړې وه، داڅه یې چې کړي او داژبه یې د دې پردیو ویونو سره سره را ژوندۍ کړې او ژوندۍ ساتلې داډېر ستر کار دۍ او موږ یې باید منندوي وو.

د لوي څښتن مرسته ده، چې اوس موږ داسې له نوروژبو او پوهنو سره بلدېږو او کړی شو، چې ژبه مو ژبه کړو. یو بل به سره نه ډاروو او د توهینېدو خو باید ډډه وکړو. که ناسمونونه وو، هغه باید یو بل ته په پوهنیزه دلایلو په ګوته کړو یو بل ته د درناوي په څلوردیوالي کې ګوتنیونې.

یوه بله هیله: دموږ زیات کسان کله، کله داسې کوي، چې یو څه وګوري، نو سملاسې وایي، چې داخو له دې او هغې ژبې داسې ټکي په ټکې را ژباړل شوی. دا سمه خبره نه ده، چې دې ته د ناسمون په سترګه وګورو. که ژبنیز ناسمون په کې نه وي، خو د یوې ژبې د بلې ژبې وییونه سره همداسې په انډول کې باید وي. د یوې ژبې غونډاله به په کټمټ انډول وییونو په یوه غونډاله ژباړې او هېڅ ګډوډې به په کې نه راولې، د پښتو ژبلارې په لارو. خو که یو څه دنورو ژبو په مرسته لیکې، نو هرو مرو به هلته د هغې بلې ژبې لیکنې د پرېپوهېدنې ګټه اخلي او اړ نه یې، چې هغه دې وژباړې. ژباړل او له یوې پوهنیزې خوندیونې په لیکنه کې ګټه اخستل، دا یو له بل بېل څه دي.

یو لیکونکی لیکي: د کم خونۍ لپاره هم ګټور دي

نه پوهېږم، چې ولې به دموږ د لیکونکو له پښتو دومره زړه تور شوی وي، چې د کم خونۍ لپاره هم  پښتو اډول نه لیکي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.