له نويو زلميو او پېغلوټو سره داسې چلندونه مه کوئ

رفیع الله روشن

1,379

په کورکې اولاد،ورور،وراره،خورهي او نورو هلک اونجلۍ ته تحقيراميزه خبرې مه کوئ،په ځانګړې توګه نويو زلمکيو او پېغلوټو ته.

ځکه داوخت دوی د عمر يوه بل پړاو ته داخلېږي او ډېر حساس وي،داسې احساس مه ورکوئ چې ذهن يې د پرمخيون پرځای شاتګ وکړي.

هغوی په کورنۍ اوګاونډ کې له داسې خلکو سره مه پرتله کوئ چې ښه ماضي يا شخصيت نلري.

هغوی په خپلو بد او ناوړه خبرو دېته مه واداره کوئ چې د درناوي پرځای مو توهين وکړي،دا موقع مه ورکوئ چې درسره له کېناستلو، فاصلې اخستوته ترجېع ورکړي.

هغوی ته د يوې ښې خبرې د بار بار کولو کوشش وکړئ، که ونه پوهېده په ناوړه يا غیر خوښېدونکي نوم يې مه مسمی کوئ.

د هغو وګړو ډېره یادونه مه ورته کوئ چې غبي یا کور مغزه اوسي، یا په خپل تېر وخت کې د کوم بد عمل تجربه ولري او ياهم هغه څوک چې ډېری خلک يې په ښه نوم نه پېژني.

که چېرې غواړئ چې د کورنۍ پورته یاد شوي غړي مو ښه او با شخصيته راتلونکې ولري نو کله چې غږ پرې کوئ نو هڅه وکړئ لاندې القاب وکاروئ:

ګرانه! / ګرانې!، خوږه! / خوږې!، ګلاليه! / ګلالۍ!، اتله!/ اتلې….. دا او دېته ورته نومونه اخستل د ماشومتوب له دورې وتونکيو وګړو ته دتشويق او هغوی ته په ښه او غټه سترګه کتلو بهترين فورمول دی.

موږ او تاسې په خپل کور،ګاونډ او چاپېريال کې ډېری داسې نوي او پاخه ځوانان لرو چې د کورنۍ اوملګرو لخوا په بدو القابو لکه: لېونیه!لېونۍ!، ګاګېړیه! ګاګېړۍ!، مردارخوره! مردارخورې!، قوارې!، مشادې!، تنبله! تنبلې!، کم عقله!کم عقلې!….. دا او دېته ورته نومونو باندې یادېږي چې دوی ډېری بیا همدې القابوته ورته خوی، خصلت او کړنې خپلوي او د دې هرڅه مسؤول يې تر بل هرچا لومړی کورنۍ ده.

ر. روشن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.