امريکايان څه غواړي او څه پلان لري؟

شننه: عبدالله لغمانی

736
 امريکا له افغانستان څخه په ډېر بې مسووليته او ناڅاپي ډول پښې سپکې کړې او هسې یې د ځان خلاصولو په پلمه يې طالب استازو سره د خټې پوزې د جوړولو لپاره خبرې اترې تر يو ځايه را ورسولې چې  يوه مبهم سند لاسليک کولو ته یې لاره ورسره برابره کړه چې لا هم هيڅ شی په کې واضح او روښانه نه دي، په دې کار سره یې دغې ډلې ته د مشروعيت او غټ ښودلو لپاره په سيمه، نړۍ او افغانستان کې د پاکستان په مرسته هلې ځلې  او لابي پیل کړې دې او لا روانې دي  چې ګواکې افغان دولت ورته کمزوری او د نړېدا په پوله ولاړ وښيي او د پاکستان ، برتانيا او ناټو د پټو او ښکاره مرستو په ملتيا یې هر ډول استخباراتي هلې ځلې پيل کړې دي چې  له دې ډلې سره د روابطو او د قطر له طالبانو سره د اړيکو څخه په ګټه اخيستلو  په طالبانو نظامي عمليات پيل کړي چې   د  افغانستان د يو شمېر ولسواليو د سقوط لامل شوې.
امريکا په دې سره غواړي چې  ميدان ټول د پاکستان په ګټه راوڅرخوي او دلته د ګاونډيو او سترقدرتونو لکه روسيې او چين رول پيکه او کمزوری کړي ترڅو د هغوی  ته دلته د روغې جوړې هڅې لپاره کوم کار پاتې نشي او هڅې يې کومه نتيجه ورنه کړي، په دې برخه کې امريکا هڅه کوي چې مخامخ  پر طالبانو او د عربي هېوادونو (قطر) له لارې هم  په طالبانو فشار راوړي چې د روسيې سره دې ډېر نږدې روایط نه ساتي او نه دې هم په دې برخه کې له حد او اندازې اخوا ورسره اړيکې پالي، امريکا چې روسیې ته د غټ رقيب په توګه ګوري غواړي چې په هر حالت او هر ځای کې د روسیې د رول په مقابل کې ودرېږي او کم رنګه یې وښيي او هم غواړي چې په يو دول ځان په سيمه کې د کيليدي او مخکښ قدرت  په ډول ښکاره کړي  چې ګويا د هرې سياسي شخړې د هواري کيلي له دوی سره ده او څه چې دوی غواړي هماغه به عملي کېږي. او په جنوبي او منځنۍ اسيا کې د امريکا د رول لوبولو لپاره د امريکا  لپاره تر ټولو بهترين هېواد پاکستان پوځ او استخبارات دي چې د امريکا په اشاره هرڅه او هر ډول ورانکاره ډلو تربېې او روزنې ته لبيک وايي او محهزوي یې.
طالب استازو چې څه ورځې وړاندې په ماسکو کې کنفرانس درلوده ، نو داسې راپورونه هم وو  چې امريکا په دې کار ډېره غوسه شوې وه او له غيرمستقيمې لارې یې په دې ډلې فشار راوړی دی چې بايد له روسيې سره  داسې ښکاره کنفرانسونه او غونډې تکرار نشي او نه هم دا امريکا ته د زغملو دي چې هغه طالب رهبران چې يو وخت په ګوانتنامو کې د امريکا په يوه خليج کې بنديان وو او بيا امریکا د خپل مرحمت له مخې خوشې او ددې ډلې مشران یې کړل اوس ځان د روسیې لمنې ته ور واچوي. امريکا هڅه کوي چې پخوانی دښمنان او اوسني دوستان (طالبان)او هم افغان حکومت دواړه دده په شاوخوا راوڅرخي او هغه څه دې وکړي  چې د امريکا خوښه وي.
د استخباراتي معلوماتو له مخې امریکا په افغانستان کې له ټولو هغو ترهګريزو ډلو سره اړيکې نيسي او د خپلو ګټو لپاره یې کاروي، دوی دا کار په طالبانو هم کوي او په افغانستان کې د دوی په څېر په ۱۳ نورو نړيوالو ترهګرو ګروبونو  یې هم کوي چې دلته فعاليت کوي او د منځنۍ اسيا او چين لپاره په راتلونکي کې ستر سرخوږی جوړولی شي.
امريکا پلان لري چې په دې ډلو باندې له پانګونې او اسانتياوو برابرولو سره له افغانستان هاخوا خپل سيالان او ستر قدرتونه پرې وځپي ، دوی له هرې ممکنه لارې هڅه کوي چې د پاکستان په مرسته دا ډلې تربيه او تجهيز کړي او په منځمهاله پلان کې یې په تدريج سره دغو هېوادونو ته ور واړوي. دوی ددې کار لپاره له دې ترهګرو سازمانونو سره هر ډول غيرمستقيمه مرسته کوي او د پلانونو د پلي کولو نقشې او مسودې د پاکستان د استخباراتي او پوځي ادارو په لاس ورته لېږي.
غرب او امريکا په ځلونو ، ځلونو په روسيه او د هغه په ملاتړو هېوادونو باندې د ترهګرو ډلو د ملاتړ او د هغو د تمويل تورونه پورې کړي په داسې حال کې چې  لويديځ او امريکا خپله ترهګريز سازمانونه د خپلو موخو د پلي کولو لپاره په مستقيم او غير مستقيم ډول د سيمې د ځينو هېوادونو په مرسته کاروي او خپل هدفونه چې د روسيې او چين او د هغو د شاوخوا هېوادونو نا امنه کول دي کاروي او استعمالوي.
د امريکا پلان دی  چې منځنۍ اسيا ته  په تدريج سره د تروريزم لاسونه ورنږدې کړي ددې ستره نښه او شواهد دادي چې په اوس وخت کې د طالبانو او نورو تروريستانو لخوا د افغانستان د شمالي ولايتونه چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو او چين سره  پر پوله پراته دي يو پر بل پسې سقوط شول او د ترهګرو لاس ته لوېدل
امريکايان د خپلو منځمهاله او اوږدمهاله شومو پلانونو په تعقيب غواړي په دې ډول يو ځل بيا نړيوال تروريزم په افغانستان کې راپورته کړي، تجهيز یې کړي، او افغانستان يو ځل بيا لکه عراق او سوريه افغانستان د نړيوال تروريزم په ځآله بدل کړي او کټ مټ لکه د عراق بېلابېلې ترهګرې ډلې  لکه القاعده ، داعش او نورې … د طالبانو تر څادر لاندې په واک او ځواک کې راوړي او د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو په مرسته يې تقويه او د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته ايکسپورټ کړي . دوی لومړۍ هڅه کوي چې د افغانستان په زياتره برخو کې یې مرکزونه فعال کړي  او بيا یې په تدريج سره په افغانستان کې له قوي کولو وروسته  د منځنۍ اسيا ارامو او سوکاله هېوادونو ته ولېږي او په دې سره غواړي چې په منځ مهال او اوږد مهال کې د روسيې د بلاک هېوادونه نا امن او په يو ډول روسيې او چين ته  لوی سرخوږی جوړ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.