ځوان کهول او ټولنه 

لیکنه: محمد شفیق شرفزی

1,810
د هرې ټولنې د ملا تیر ځوانان وي، د دوی دصحت، تعلیم، تهذیب او د مدنیت د څرنګوالي تاثیر نېغ په نېغه په ټولنه پریوځي. د دوی شخصیت که هر رنګه او په هره اندازه صدمه وویني، نو ټوله ټولنه به یې زیان ګالي. د دوی د ښو او بدو کړنو په سبب به ټوله ټولنه یادېږي.
د ځوانانو په درون کې ځینې وړتیاوې وي، چې دوی ته یې اندازه معلومه نه وي، نو ددې جوهر رابرسېره کول موږ او تاسې ته خورا اړین دي.
یو ځوان په ټولنه کې کوم مقام لري؟ 
پدې پوهېدل یو ځوان لپاره خورا اړین دي، چې خپل ځای په ټولنه کې وویني. که ځوانان خپل عظمت و نه پېژني، نو هغه به خپل شخصیت ته زیان واړوي او هغه به په خپل ژوند کې د انسانیت لپاره د ډېر څه کولو باوجود هېڅ ونه کړي. هغه به لکه د فیل په څېر د توانا جسم باوجود خپل ځان او ټولنې ته هېڅ خېر ونه رسوي. هغه به د ښکلا او جلا په لرلو سره د غلطۍ او فرېب انځور وي، د سینې په منځ کې د یو نازکه زړه باوجود به کلک زړی وي، هغه به د لرې دید په لرلو سره هم څه نه شي لیدی، هغه به په کوپړۍ کې د دماغو په لرلو سره هم بې دماغه وي. ددې ټولو نیمګړتیاو لرلو سره به هغه د معاشرې لپاره بې فایدې وي. لکه څنګه، چې ددې کایناتو هر یوه برخه ددې د حسن او جمال په ساتلو کې برخه لری، همداشان د نړۍ هر ځوان د انساني ټولنې په ښکلا او ښایسته ساتلو کې مهم رول لري. که دغه ځوانان خپله تونایي او صلاحیتونه په سمه توګه ونه کاروي د ټولنې له سترګو ولېږي.
مثبت فکر کول 
د خیالاتو په هنداره کې په جوړ شوي انځور کې خپل ځان تل د یو بریالي شخص په توګه ووینه. دغه تصویر هېڅکله تتېدلو ته مه پرېږده، کله هم د ناکامۍ فکر ته ذهن کې ځای مه ورکوه. د خپل اصلي تصویر په حقیقت  دې هېڅکله شک مه کوه، چې خرابې پایلې لرلی شي. که څه هم حالات ستا په خلاف وي، خو تل خپل ځان ته د یو بریالي شخص فکر کوه.
کله چې یو تخریبي خیال دې فکر ته راغی، نو سمدواره د هغې په مقابل کې یو تعمیري فکر  ذهن ته راوړه او پرې عمل وکړه،  پدې سره مو منفي خیالات ختمېږي.
په خیالونو کې ځان مه ډوبوه، داسې چې په فلاني کار کې راته څومره ستونزې پېدا شوې، دا ټولې غېرحق وې. هغه راته دا خبره ولې وګړه؟ هفه ته کاش چې ما دا ځواب ویلی وی. له دې ټولو منفي فکرونو څخه راووځه او خپل ځان درک او قابو کړه.
د نورو خلکو پر نقش او قدم مه ځه، په یاد ولره، چې ځینې خلک په ښکاره پُر اعتماده خو په باطن کې داسې نه وي. د خپل درون د کمترۍ احساس او اعتماد به نفس په پوهولو کې کوښښ وکړه. دغه شیان له کوچنیوالي څخه د انسان په ذهن سواره وي. د خپل ځان په پېژندلو سره د ډېرو شیانو اعلاج پخپله کېږي.
که ممکن وي هره ورځ په لوړ غږ لس ځله دغه الفاظ، چې (زه د الله ج په مرسته د هرې ستونزې سره مبارزه کوی شم) تکراروه. دغه چاره ستا فکر مثبت لوري ته وړي
د خپلو صلاحیتونو او وړتیاو صحیح اندازه ځان ته معلومه کړه، او بیا یې د لس سلنې زیاتولو کوښښ وکړه. د خود نماییې او خود پسندۍ کوښښ مه کوه بلکه بل ته عزت ورکول زده کړه. تر څو تا ته نور عزت درکړي.
خپل ځان د الله ج رضا ته وسپاره، بیا باور ولره، چې هغه (ج) ستا دروني قوتونه په حرکت راولي،  مخکې ځه او توکل په یو الله ج کوه. خپل ځان تل پدې باوري کړه، چې الله ج له تا سره دی، او د نړۍ هېڅ قوت تا ته ماتې نه شي درکولی. په دې خبرو عمل وکړه! وګوره، چې د خود اعتمادۍ یا پرځان باور لرلو وسله ستا په لاس کې ده. د ژوند په هېڅ میدان کې به ماتې ونه خورې. پر ځان باور لرل تاسې ته د دوقار جامې در اغوندي.
ځوانان باید دغه مقام وساتی
څوک چې د خپل حیثیت او منزلت په قدر پوه وي، نو هغه ضرور د خپل شخصیت د ساتلو لپاره ټولنې ته داسې څه کوي، چې یې وستایي. مګر د همکارۍ لپاره لومړی باید ځینې لارښوونې پکار دي تر څو دی خپلې وړتیاوې په سم ځای کې په کار واچوي. دغه خبره به په لاندې مثال کې ښه روښانه شي؛ فرض کړئ، یو افغان امریکا ته ځي او هلته ده ته د ډالرو سیکې ورکول کېږي، مګر هغه د ډالرو په ارزښت له سره خبر نه دی. له همدې امله سیکې په خځلو کې ارتوي، خو لږ وروسته چې پوه شي بیا ډېره پښېماني ښایي. د امریکا په څېر هېواد کې د ډالرو په ارزښت باندې نه پوهېدل، او هغه په ډېران کې ارتول، داسې دي لکه یو ځوان، چې په ټولنه کې کوم ارزښت لري او دا یې درک نه کړی.
باید دغفلت له خوبه بېدارشو
ځینې ځوانان خپله ځواني د لټۍ، تمبلۍ او بې غورۍ په لاس کې ورکوي، خپل ځان د بې هوده مستۍ، چرسو، شرابو او بدکاریو په ولکه کې اچوي. هغه له دې څخه عاجز وي، چې د ده خپل فکر، ژبه، سترګې، لاسونه او پښې د کوم کار لپاره دي؟ په ټولنه کې د هغه هېڅ ارزښت او عزت نه وي، نو په همدې سبب ټولو ځوانانو ته ضروري ده، چې په ټولنه کې خپل مقام او عظمت حاصل کړي. که هغه افغان د ډالرو په ارزښت پوه شي، نو هغه په ټول احتیاط سره ترې د ضرورت پر وخت کار اخلي. همداراز ځوانان باید د خپلې ځوانۍ د قدر او قیمت په درک کولو سره محتاطانه چلند او ساتنه ترې وکړي.
میانه روي باید غوره کړو
یو مسلمان ځوان باید دومره معتدل وي، څومره چې د انسانیت د بقا لپاره لازم وي. یو ځوان، چې څومره افراط او تفریط څخه بچ او د اعتدال په لاره روان وي، په هماغه اندازه د ټولنې په خېر وي. هر څوک دا غواړي، چې د سبا باد(نسیم) د تازه هوا څخه ګټه واخلي، کوم چې د هوا تر ټولو معتدله او تازه وي، چې صحت ته ډېره ګټه رسوي. که چېرې ددې باد چټکتیا له حده زیاته شي نو تیارې جوړوي او چې بیا هر څه ورته په مخ ورشي له ځان سره یې وړي.
دغه رنګ معامله د ځوانانو هم ده، که چېرې ځوانان د خپل درون څخه ناروا خواهشات په خپل کابو کې راوړي او د اعتدال لاره غوره کړي، نو د نسیم خوږې وږمې څخه به کم نه وي. همدارنګه که باران مېده مېده اوري، نو دې ته الهي رحمت وایو، خو چې کله جړۍ شي او سیلابونه راووځي، لارې او کوڅې له اوبو ډنډې شي، نو بیا رب ته باران د درولو سوال کوو. د ځوانانو معامله هم لکه د باران هسې ده، که اعتدال یې غوره کړی وي، نو ټولنې لپاره رحمت دی، خو که برعکس شوه نو بیا د ټولنې لپاره لوی سر دردی دی.
د ځوانانو غوښتنې 
د ځوانانو درون کې رنګارنګ خواهشات او غوښتنې وي، چې د ازادولو لپاره یې د بې قیضې لیوني اس په څېر هرې خوا ته ځغلېدل غواړي، چې پر خپل وخت یې جلب او قیضه په لاس درنشي نو د ټولنې د بربادئ سبب کېدای شي. په یو داسې نازکه حالت کې، چې هر لوري ته د ځوانانو د بې لارۍ بې شمېره اسباب موجود دي او په آسانۍ سره یې ترلاسه کولای شي، چې دا د ټولنې لپاره لکه په وینه کې د زهرو خوشې کولو په څېر دي.
له مزایاو څرنګه ګټه واخلو؟ 
هر انسان الله ج د محبت په رنګارنګ نعمتونو لورولی دی، لکه روغ صحت، پوهه، جایداد، اولاد، خپلوان، کورنۍ او ټولنه. یو له دې نعمتونو څخه متضاد جنس دی، چې لویو نعمتونو له جملې څخه شمېرل کېږي، چې د نورو په پرتله یې نشونما ډېره زیاته وي. د لورول شوي محبت د دغه ښاخ مطالبات که په قابو کې ونه ساتل شي، نو په باطن کې، چې کوم محبت دی هغه ترې نېغ په نېغه صدمه ویني، چې په نتیجه کې هغه د نورو برخو په څېر مازې نوم پاتې کېږي او خپل ټول فطري او جمالي ښکلا له لاسه ورکوي، او دا بیا د ځوان پر ټولنیز شخصیت مستقیماً اثر غورځوي. نو ددې لپاره ځوانانو ته پکار ده، چې د خپل ذاتي صلاحیتونو قدر او ساتنه وکړي. که ته خپله د خپل ځان قدر او حفاظت ونه کړې نو نور څوک ستا څه پروا نه لري. کوم انسان، چې خپل ځان د ژغورلو لپاره کوښښ ونه کړي او په هر ځای کې د نورو د بریا کیسې کوي، دغه انسان د خپل ځان سره سره د ټولنې تر ټولو ستر دښمن دی. له بده مرغه  نن ورځ د ځینو همدا حال دی، دوی په خوله ډېرې ښې خبرې کوي، خو په اصل کې برعکس وي.
مسلمان ځوانانو ته نن سبا ډېر زحمت ګالل پکار دی، ترڅو ځانونه د یو بریالي امتي په توګه و ځلوي. په ټولنه کې غلط رواجونه او غلطې مفکورې له منځه وړلو کې کوښښ وکړي. په ټولنه کې، چې کوم غلط تصورات دي د هغې د محوه کولو کوښښ خورا اړین دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.