له ولسمشر اشرف غني څخه افغانان ولې خفه دي؟

لیکوال: غلام فاروق ‌بریال

632

ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی په نړیواله کچه معتبرو پوهنتونونو کې استاد پاتې شوی. په نړۍ کې د دویم لوی متفکر په نوم یادېږي او څو غوره پوهنتونونو د فراغت په افتخاري سندونو هم نازولی دی. له دې امله نوموړی په افغانستان کې د نوي عصر د آتل، عالم، وطن دوست او بې سیاله سیاستوال په نوم پېژندل کېده. افغانانو ته د خپل تیاره راتلونکي د روښانه کولو یواځینی مشال ښکارېده.د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د طالبانو د اخطارونو سره، سره افغانانو د سرونو په بیه ګډون وکړ تر څو اشرف غني ته رایه ورکړي او افغانستان له روان هر آړخیز بحران څخه را وباسي، خو یو ناڅاپه هر څه بدل شو، مینه په کرکه بدله شوه،د هیلو او امیدونو ځاي نهیلیتوب او مایوسۍ ونیوه او په اصطلاح هر څه له خاورو سره خاورې شو. دا هر څه ولې پېښ شو؟ آیا ولسمشر ریښتیا هم کمزوری مشر دی؟
حقیقت دا دی، چې اشرف غني احمدزی د یوه ځواکمن مدیریت او رهبریت څښتن دی. هیواد پال او ولس پرست مشر دی او د افغانستان لپاره ګټور پلانونه لري، خو ځینې داسې خبرې هم شته چې د ولس په ځانګړي ډول د اشرف غني د پلویانو فکرونه یې د هغه په هکله بدل کړي دي. دلته مې هغه موضوعات څېړلي دي چې له ولسمشر څخه یې د پلویانو او ولسونو د خفګان او کرکې سبب شوي دي.
۱- هغه وعدې چې پوره نشوې:
وختونو تغیر کړی دی. زموږ ماضی او حال د ځمکې او آسمان هومره توپیر لري. د خلکو سیاسی او ټولنیز شعور اوس په بشپړ ډول بدل شوی دی، خو ولسمشر دا بدلون سم نه و درک کړی او غوښتل یې چې خلک په غوړو خبرو او وعدو خوښ کړي. په ټاکنیزو کمپاینونو او نورو ناستو کې د ولسمشر له حده ډېرې وعدې چې ریښتیا او عملي نشوې د ده څخه د خلکو د کرکې لومړنی او ستر لامل دی.
۲- د واک وېش او د دوستم مارشالي:
په لومړیو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله سره سیاسي تفاهم او د واک پنځوس سلنه وېش او همدا راز په اوسنی ټاکنیزه دوره کې ورته معامله او دوستم ته د افتخاري مارشالۍ رتبې ورکول بل هغه څه و، چې له اشرف غني سره د خلکو فاصله زیاته کړي.
۳- د نظام د مخالفینو په وړاندې چوپتیا:
په ټولنیزو رسنیو کې د نظامي او سیاسي مخالفینو له چوکاټ وتلي مخالفتونه، د نظام ضد څرګندونې او د ولسمشر په شمول د لوړ رتبه شخصیتونو ښکنځل د نافذه قوانینو او ټولنیزو اصولو سره سل سلنه په ټکر کې دي، دا عمل د نظام مشروعیت په خطر کې اچوي. د بېلګې په ډول په فیسبوک کې د فیض محمد ځلاند، همایون همایون، نظر محمد مطمئین او ځینو نورو لیکنې د نظام خلاف او د قوانینو سره په ټکر کې دي خو تر اوسه له یوه سره هم قانوني چلند ونشو حتی توصیه او اخطار هم ورنکړل شو.
۴_د نظام د پلویانو څخه نه ملاتړ:
سره له دې چې طالبان د دولت په پرتله یوه کوچنۍ ډله ده، خو په تبلیغاتو، نفوذ او له خپل مشرتابه څخه په ننګه او دفاع کې یې ساری نه لیدل کېږي او کله چې یو څوک د دولت، نظام او امنیتي ځواکونو په حمایت وینا، لیکنې او څرګندونې کوي د طالبانو لخوا ټارګټ ګرځول کېږي او له مېنځه وړل کېږي لکه مولوي ریحان ،مولوي آیاز نیازی او نور چې د دولت لخوا یې د امنیت ټینګښت ته هیڅ پاملرنه ونشوه او بالاخره شهیدان کړای شو.
۵_د جنرال خوشال سادات ګوښه کول:
جنرال خوشال سادات په ورسپارل دنده کې له ځان څخه بې سارې وړتیا وښودله او هغو خپلسریو او لنډه غریو ته یې نږدې د پای ټکی کېښود، چې د نظام کمزوري او بې واکي یې څرګندوله د نوموړي پرېکنده چلند د نظام پلوه افغانانو په زړونو کې ځانګړی ځای پیدا کړ، خو د لنډه غرو او خپل سرو جهادي قوماندانانو او زورواکو په خوله له دندې لرې کړل شو.
۶_د مجید قرار له پامه غورځول:
مجید قرار په هیواد کې د امنیتي ځواکونو د سرسخت مدافع او د مخالفینو په وړاندې د ډیجیټلي مبارزې سر لاری پېژندل کېږي. نوموړی د قوي منطق او هر اړخیزې پوهې څښتن دی. ویل کېږي، چې د انسان ظاهري کړه وړه، وینا او نظر د هغه د شخصیت استازیتوب کوي نو، که چېرته د مجید قرار سپېڅلي احسات، وطندوست افکار او ولس پرسته اعمال وتلو په ډاډ سره ویلی شو، چې نوموړی له هرې نېکۍ مالامال شخصیت دی او په اصطلاح هغه څوک دی چې افغانستان او افغانان ورته سخته اړتیا لري له دې امله مجید قرار په افغانستان کې د ګڼو بااحساسه ځوانانو ائيډیال او اتل دی. پدې اساس تمه کېده چې د ولسمشر په راتګ سره به قرار ته مناسبه دنده ورکړل شي خو بدبختانه مجید قرار تر اوسه هم یواځې سوځي او له رڼایي څخه یې ګټه وانیخستل شوه.
۷_د امنیتي ځواکونو په وړاندې بې غوري:
امنیتي ځواکونه هغه څوک دي چې د هیواد د ځمکنۍ بشپرتیا او د افغان ولس د ناموس، ژوند او مال د ساتلو لپاره له خپلو سرونو څخه تېر شوي دي او هره ورځ قربانۍ ورکوي خو حقوق او امتیازات یې له بلې هر ارګان څخه کم دي. د بېلګې په ډول معاشات یې د کورنیو لپاره بسنه نه کوي، حقوق یې په خپل وخت نه اجرا کېږي، د معلولینو د وجود د مصنوعي غړو او درملنې په موخه له بهرنیو هیوادونو سره تړونونه نه دي لاسلیک شوي او نور…
پورته یاد شوي لاملونه هغه ټکي دي چې اکثریت افغانان یې له ولسمشر څخه خوابدي او نهیلي کړل. خو اوس هم اوبه له ورخه ندي تېرې او وايي، کب چې هر وخت له اوبو راوباسې حلال دی. نو؛ دروند ولسمشر او سلاکاران یې باید دې تېروتنو ته ژوره کتنه وکړي او بایللي زړونه بېرته وګټي.
د پرمختللي افغانستان په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.