د سُهيل ټپوس د پاملرنې په پار

سيد حسين پاچا

905

د سُهيل ټپوس د پاملرنې په پار :

مشرف څه وايی؟

امارت که خپلواک او تقلبي ((جعلي)) نه وای، مشر ملا صاحب خو به خپل ولس ليدلی نه کرنيل امام او نورو پنجابي جنرالانو

کرنيل امام د پنجاب د چوپړ لپاره خپله ارتينه پرځای پرېښې وه، خو د مشر ملا صاحب سره شپه و ورځ دېره وو، ولې؟

نوټ : پاکستان (پنجاب) که ډېر پر اسلام او خدای ميين وي، نو مولانا فضل الرحمان او يا د سميع الحق زوی حامدالحق او يا باجوړی سراج الحق دې د ځان لپاره اميرالمؤمنين وټاکي او د طالبانو په شان ځانته دې يو اسلامي امارت اعلان کړي. که يې نه کوي، نو بيا يې په ګاونډ افغانستان کې چې اسلامي امارت رامينځته کړی د هغې دې اطاعت (بيعت) وکړي. د کرنيل امام شتون او کردار د مشر ملا صاحب په ټآکنه کې هلته څه وو؟ خپله خوله يې ماته وه چې له خپل يو نامعلوم تکړه(لايق) شاګرده کار اخلي؟ د رسنيو پر بنسټ خو مولانا فضل الرحمان په تېرو ټاکنو کې له امريکا او هم له نظاميانو غوښتي وو چې ولسمشر يې کړي، خو چا ورسره نه وه منلې. ايا حامدالحق به د خيبر پښتونخوا ګورنر کړي؟ نه هېڅکله نه.

ښاغلی ټپوسګله،

پوښتنه و ننګونه :

امارت که تقلبي (جعلي/ديسي) نه وای، نو ستاسې د تقلبي خيالي – اسلامي امارت سفير به ولې پاکستان ((پنجاب)) بېعزته کولو؟ له ولسمشر غني سره جنګ به يې ډېر اولويت وي، سوله او که له پنجابه د خپل سفير د بېعزتۍ پوښتنه؟ شرم خو تا بې ايمانه او بېغرته ته دی چې څه يې درپرېښي دي او تاسې لا بيا هم د پنجاب له غېږې او د نړيوال دروغژن شاه محمود قريشي له څنګ غږ راپورته کوئ او له ولسمشر د استعفا غوښتنه کوئ. ولې د خپل سفير د بېعزتۍ، امريکا ته په ورسپارلو او د امارت د ړنګولو پوښتنه ترې نه کوئ؟

ښاغلی ټپوسګله،

ولسمشر غني په ټريلونونو ځله له مشرف او ان د دوی له سياسي ملايانو څخه شرف لري.

ميجر عامر :

موږ د امريکې ډېر خدمت کړی (۱). د طالبانو حکومت مو ړنګ کړ (۲). شپږ سوه کسان مو وروسپارل (۳) او ملا ضعيف مو بېعزته کړ (۴).

رستم شاه مهمند څه وايی؟

https://www.facebook.com/pshtonistan/videos/795873230759545/

ډاکټر اسرار احمد مشرف ته خبرداری ورکړی وو، خو هغه نه وو منلی

I warned Musharraf but He denied – Dr. Israr Ahmed (29 Nov 2011)

https://www.youtube.com/watch?v=lvbd7tg1W18

زموږ ټپوسګل دې د مېجر عامر دغه څلور خبرې شيخ هبت الله، ملا عبدالغني برادر، شيخ عبدالحکيم، مولوي شهاب الدين دلاور، مولوي عبدالکبير او د طالبانو د وخت د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات شيخ نور محمد ثاقب ته وړاندې کړي. خير دی که د قرآن وحديث په رڼا کې يې نه لولي، نو لږ تر لږه د فقهې او اصولو په رڼا کې دې يې ولولي او سوچ دې پرې وکړې چې دوی له دې څلورو خبرو څه نچوړ ترلاسه کړي؟ زما پوښتنه همدا ده که دوی د مېجر عامر دا څلور خبرې له پامه غورځوي او ارزښت نه ورکوي يا په نورو ټکو پنجابي ته تېريږي، نو بيا خپل افغان ولسمشر، ولس اوحکومت ته له هر څه نه تيريږي؟

ميجر عامر :

major amir interview with saleem safi – YouTube

ملا عمر کون تھا ان سے ملاقات کیسے ہوئی ۔۔۔اسامہ | – YouTube

که امارت مو تقلبي (جعلي/ديسي) نه وای، نو رابين رافيل به دې ولې بېنظيرې ته سپارښتنه کوله چې د طالبانو ملاتړ وکړي؟

جماعت اسلامي ملا :

Facebook

رهبر تحريک خان عبدالولي خان د 1987 يادګاري ويډيو

Facebook

د خان عبدالولي خان دا لنډه خو جالبه وينا

Wali Khan last Press Conference of Life – YouTube

دا آخوا سياسي ملايان زموږ تر سياسي وناسياسي ملايانو لکه د مر ملا صاحب محمد عمر تر چرګوړو ډېر هوښيار، زرنګ او چالاک دي. بهر په ټولنه کې يو څه او د سفارت په دننه کې بيا د هماغو ملګري دي چې پر خولې به يې د هغوی د مخالفت او د کفر سورې وهلې.

جنرل اور معصوم مُلا

خواجه ضياء الدين بټ

((ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ)).

“Mullah Omar said,” Look, these Americans call me Tourist, I told him that you do not call Tourist, it is a very dangerous thing. ” See Mullah Omar was so straightforward man that he did not even know that difference.

ملا عمر وويل ، وګورئ چې ((امريکايان ما ته سيلاني وايی)).  ما ورته وويل چې ((هغوی تاسې ته سيلاني نه، بلکې تروريست (ترهګر) وايی)) چې ډېر يو خطرناک شی دی. وګورئ چې هغه دومره يو ساده سړی وو چې د سيلاني و ترهګر توپير يې نه شو کولی.

له دې هم ناخبره چې په امريکا کې يې يوې نامسلمانې بلې سيکولرې ته د ملاتړ سپارښتنه کړې وه.

Reason why Afghans hate Pakistan I can’t believe Pakistan destroyed Afghanistan.

We launched the jihad in Afghanistan together. Four types of categories of people for that jihad.

  • Number one, Afghans themselves.
  • Number two, Mujahideen from all over the world [the Islamic world]. Twenty to thirty thousand Mujahideen were brought into Afghanistan from all over the Islamic world to fight the jihad against the communists including Osama bin Landen was dropped.
  • Then the third, Taliban from our madrasas were trained, equipped, armed, and sent them.
  • The fourth category was mercenaries, and I am from the special service group. I know some colleagues of mine who went inside with 1500 people as mercenaries and fighting the suite union.

موږ په ګډه افغانستان کې جګړه شروع کړه. د دې جنګ لپاره څلور ډوله خلک ول :

  • اول خپله افغانان.
  • دويم له ټولې اسلامي نړۍ نه د شلو تر دېرشو زرو جنګيالي افغانستان ته راوړل شول چې دلته د کمونيستانو په وړاندې وجنګيږي. اسامه هم دلته راوړل شو.
  • درېيمه ډله طالبان ول چې زموږ له مدرسو نه وروزل شول، تمويل شول، وسله وال شول او هلته ولېږل شول.
  • څلورمه ډله کرايه شوي (اجيران) يا فراريان ول او زه د ځانګړو خدمتونو له ډلې يم. زه ځينې خپل همکاران پېژنم چې د 1500 کرايه شويو (اجيرانو) فراريانو په بڼه هلته داخل شول او د روسانو په وړاندې وجنګېدل.

Afghanistan – Israel relations

Frankenstein the CIA created

ښاغلی ټپوسګله،

د يو افغان ومسلمان په توګه دا په ايمان درته وايم چې زه او زما په شان ډېر هېوادوال په دې خوښ نه دي او وايی چې ((ولې زما د طالب وينه د نورو د ګټو لپاره تويه شي؟))

خو دا تاسې ياست چې د خپل مخکېني واک تنده لا مو نه ده سړه شوې او د خپل خيالي واک د بيا لاسته راوړنې لپاره مو پر ولس رڼا ورځ توره شپه کړې ده. له پنجابه ښادي ارامه ده.

جګړه او غچ اخېستنه د حل لاره نه ده او دا مو په واک کې راننه ايستل لا ستونزمنوي. په دې ګرمو بريو مه مه نازېږئ او سياست لويه حوصله او يو بل په سړه سينه زغمل دي. دا کار حکومت او تاسې دواړو لوريو ته اړين دی. اطرافي او ښاري ژوند سره ډېر توپير لري. زه باور لرم که حکومت ته رادننه هم شئ، نو ټينګولای يې نه شئ او ډېر ژر به يې له لاسه ورکړئ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

اسفنديار ولي: مشرف راڅخه وغوښتل چې پر کرزي ډيورنډ ومنم

http://www.taand.com/archives/44945

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.