نن سهار د امریکايي عسکرو لمړی ډله کابل ته ورسیدله او تر يکشنبې پوري به نور ځواکونه هم ورورسیږي. هغوی به د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره د خپلو ډيپلوماتیکو او ملکي کسانو امنیت خوندي او راوباسي.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت اعلان کړی ؤ، چي افغانستان ته به په موقتي ډول سره ۳۰۰۰ عسکر ورولیږي. د هغوی وظیفه داده چي د امریکا د سفارت پرسونل او نورو ملکي کسانو د پرواز امنیت خوندي او کومک ورسره وکړي.
بریتانیا هم غواړي، چي کابل ته ۶۰۰ عسکر ولیږي، تر څو د سفارت د پرسونل او نورو محلي کارکوونکو امنیت یې خوندي کړي.
د بلي خوا د جرمني د خارجه وزارت مرستیال، میشاییل روټ په نظر به د اروپا پر اتحادیه او جرمني باندي د افغانستان د حالاتو له کبله د مهاجرینو هجوم ډیر سي. هغه المانۍ ورځپاڼي،«راینشنه پوست» ته ویلي دي، چي « د مهاجرینو تعداد همدا اوس لا په ډراماتیک ډول سره لوړ سوی دی.»
د روټ په خبره به پر ترکیې، ایران او پاکستان باندي هم فشار لوړ او ډیر سي او زيات افغانان به ورمهاجر سي. ځکه نو باید د ترکیې سره په دغه هیواد کي د مهاجرینو د مشکل د حل پخاطر ژر ترژره یو تړون امضأ سي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.