د عمرانخان په ځواب کې

سيد حسين پاچا

920

د عمرانخان د په ځواب کې :

اشرف غني ستا پر خوله طالبانو ته استعفا نه شي کولی

موږ پوهيږو چې له واکه د ډاکټر نجيب الله لېرې کونه ستا او د امريکا ګډه غوښتنه وه، خو نن د ولسمشر غني لېرې کونه ستا او د روسانو ګډه غوښتنه ده. د دواړو سترو لوبو د رقيبانو منځګړی لوبغاړی تاسې ياست

تاسې د چا استازی ياست د طالب او که د پاکستان؟ ولې تاسې د مولانا فضل الرحمان په استازيتوب خپل د ټولو ګوندونو اپوزيسيون ته له واک نه تېرېږئ او استعفا نه ورکوئ؟

نوټ : تېر ته په کتو مخکې به د پاکستان [پنجاب] غوښتنې د امريکا له خولې راوتې چې ((د افغانستان د حل يوازېنۍ لار د ډاکټر نجيب الله له واکه لېرې کېدل دي))، خو نن همغې ته ورته هوبه هو غوښتنې پخپله او کله ناکله د خپلو بېشرمو لاسپوڅو پر خوله مطرح کوي چې ((د افغانستان د حل يوازېنۍ لاره دا ده چې اشرف غني دې واک پرېږدي))، نو عمرانخان ولې خپل واک اپوزيسيون او پاکستاني طالبانو ته نه پرېږدي؟

ستا او د طالب د دواړو زور به ډېر ژر ان شاء الله بيرته په ويلي کېدو شي. افغانان تور کارغان زغملی نه شي. طالب پرېښته هم شي بلکې د تورو کارغانو لاسپوڅی دی. د لاسپوڅو لاسپوڅي د چا نه خوښيږي.

ما جعل الله لرجل من قلبين

تاند :

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې عموماً د طالبانو په نيابت خبرې کوي، نن ويلي چې طالبان تر هغو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي چې اشرف غني له دندې لاس نه وي اخېستی.

عمران خان، چې په وروستيو ورځو کې د طالبانو په اړه د افغان خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې ويلي وو چې ((دی د طالبانو ويندوی نه دی))، خو نن (چهارشنبه) يې بيا د طالبانو د مشرانو په قول وويل : ((شرايط داسې دي تر څو چې اشرف غني وي، موږ (طالبان) د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوو.))

د امريکا غږ :

عمرانخان :

د طالبانو شرط دادی ((تر هغه چې محمد اشرف غني هلته په واک کې وي، موږ طالبان به له افغان حکومت سره مذاکره ونه کړو)).

عمران خان په داسې حال کې د طالبانو د مشرانو په حواله خبري کوي چې هغه د جولای مياشتې په ۲۹ نېټه په افغانستان کې د طالبانو د کړنو په اړه د يوه افغان خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل : ((موږ د طالبانو ويندويان نه يو)).

پاکستان وايی پر طالبانو کنترول نه لرو. لکه تاسې چې ورته اشاره وکړه د پاکستان د امنيت شورا سلاکار معيد يوسف واشنګټن کې ويلي وو چې :

پاکستان اوس هم په افغانستان کې پرېکنده رول لري. رول يې اوس هم زيات دی. دا دوه متضاد خبرې نه دي چې له يو طرفه وايی چې ((په طالبانو کنترول نه لري)) او له بل طرفه بيا وايی چې ((په افغانستان کې دوی مهم رول لري)).

د هند صدراعظم ښاغلي نريندا مودي صدراعظم خو تاسې ته د ګورو نانک دربار د کرتاپور کورېيډر په پرانېستنې غونډې په تړاو نمانځغونډه کې د (نيازي)) نوم يوځلې بيا له تاريخي پلوه در په ياد کړ.

Kartarpur corridor: PM Modi thanks Imran Khan Niazi for understanding India’s sentiment – YouTube

امرالله صالح نړيوال ريکارډ :

د هغه سند د لاسليک کيدا انځور چې له مخې ئې د جنرال نيازي په مشرئ د پاکستان سل زره 100000 فوځ په يو ځای هندوستان ته په رسمي ډول تسليم شو.

نوټ: سُهيل شاهين بايد د تېر جهادي پير ترخې ورځې له پامه ونه غورځوي. په نجيب کې خو موږ جهاديان او دوی يوځل پاخه تېر وتو، خو چې دوی دا ځلې بيا د تېر په څېر بله تاريخي تېروتنه ونه کړي. طالبان ((پاکستان)) په ټاکنو باور نه لري ځکه چې د هلال، حکمتيار او زوی يې په ټاکنو کې ښه ونه ځلېدل، نو طالب به څنګه ښه وځليږي، نو ځکه د تېر په څېر د نجيب غوندې د غني لېرې کول هم غواړي چې بيا د قدرت ((واک)) خلا او ګډوډي رامينځته کړي ترڅو خپلې موخې په اسانه ترلاسه کړي.

ارواښاد ډاکټر نجيب الله او هم يې حکومت دواړه ختم شول، خو تر ننه لا چا موږ ته د حپل اختيار حق را نه کړ . څوک يې نه راکوي او ولې يې نه راکوي؟ ضياءالحق څه ويلي وو؟

زموږ د خپلواکۍ واک واختيار د حکمتيار د ساده توب او سرتنبه ګۍ له امله د ضياءالحق له لورې له موږ اخېستل شوی چې لا تر ننه له تاسې سره دی او له ځان سره مو ساتلی دی.

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

ښاغلی ولسمشر غني بايد دا په ياد ولري چې پاکستان او خليلزاد په ګډه افغان حکومت د سولې په تمه په لوی لاس په انزوا او بې پروايي (غفلت) کې پرېښود او څه هم د ولسمشر هسې بېځايه باور وو چې پر نورو يې کولو. چې پايله يې دا شوه طالبانو او پاکستان خبرې تر دې دمه په يوه او بله پلمه وځنډولې او دغه ډول يومخيز يرغل ته يې شپې او ورځې سبا کولې چې د وخت په رانژدې کېدو سره يې ناګهانه شروع کړې او حکومت يې هم يو دمي وارخطا او له سختو ستونزو سره مخ کړ.

له بده مرغه موږ يوه ناپوه او سرتنبه او ځانغوښتونکې ټولنه يو او له خپلو ملي – اسلامي او تاريخي ارزښتونو سره ډېر ساده او سطحي برخورد کوو. کنه تور کارغه د دې توان به هېڅکله نه وای درلودلای چې اوس تاسې غوندې يو سپورتي لوبغاړی په دومره سپين سترګۍ د خپلو نيمه پوځي ملېشو استازولي وکړې او د ولسمشر د استعفا غوښتنه کوئ. سل کاله مخکې مو د وخت د زبرځواک په لمسون مترقيخواه امان الله خان ونه شو زغملی، خو نن هاغه دی چې د هماغه زبرځواک يو تاريخي ذليله لاسپوڅی ولسمشر غني يو مترقيخواه نه شي زغملی او د استعفا غوښتنه يې کوي. يا للعجب!

په درنښت

سيد حسين پاچا

عمران خان د طالبانو له قوله: څو چې غني واک کې وي مذاکره نه کیږي (pashtovoa.com)

عمران خان: طالبان تر هغو د سولې خبرې نه کوي چې اشرف غني واک نه وي پرې ایښی – تاند (taand.com)

پاکستان: د افغان حکومت د ناکامۍ پړه د ټولنيزو رسنيو له لارې پر موږ اچول کيږي – نن ټکی اسیا (nunn.asia)

له رستم شاه مهمند سره مرکه

د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه (pashtovoa.com)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.