ملی اهدافو د تحقق په اساس ولاړ حکومت – دوهمه برخه

لیکوال: سید مبین شاه

640

دوهمه برخه

دوهم ملی هدف د امنیت تامینول:

د ازادۍ او استقلال څخه وروسته امنیت د هر هیواد دوهم ملی هدف دی  او تامینول یی د حکومت عمده مسوولیت دی. په هر هیواد کښی د خارجی سلطی په حضور کښی ځکه امنیت ممکن ندی چه د ملت یو برخه یی حتما په قوی انګیزه مخالفت کوی. او د هیواد او خلکو امنیت د ګواښ سره مخامخ وی. نو پدی خاطر استقلال او امنیت یو پربل تاثیر ګذاراو یو د بل سره مثبته رابطه لری. بدبختانه زمونږ ملت د امنیت د نعمت څخه په تیرو 43 دریڅلویښت کلونو کښی محروم پاته شویدی. اوس هم جنګ روان دی او د خارجی فکتور په لری کیدو طمعه ده چه طالبان او د جمهوریت طرفداران ددغی لوی مسوولیت د اداء په خاطر پخپلو کښی پدی موافق شی چه ددغی ستر ملی هدف او عام مصلحت د تحقق په خاطر د شخصی مصلحتونو څخه تیر شی. او په ګډه د داخلی تشنجاتو په ورکولو، او په اتفاق د خارجی مداخلاتو او د نورو ناورینینو مخنیوی ته ملا وتړی. په اوس وخت کښی هر یو طالبان او حکومت د امنیت دتامین دعوه کوی مګر ګورو چه روزانه په سوونو خلک  مړه کیږی په سوونو زخمیانیږی، په سونو ښځی کونډي کیږی او په زرونو ماشومان یتمیانیږی، تاسیسات ورانیږی او په لکونو خلک د کورونو څخه بی ځایه کیږی د میاشتی او کلونو حساب یی میلونونو ته رسیږی. بی کاری زیاتیږی، فقر اعلی حد ته رسیږی. دا هغه څه دی چه په امنیت او ازادۍ منفی اغیزی کوی او خارجی منفی مداخلاتو ته لاره هواریږی او په منطقه او نړی کښی افغانان د خلکو د خندا کیږی.

د امنیت په هکله د حکومت او طالبانو تر منځ احتمالی پیشنهادی توافقات:

بی له شکه دواړه طرفونه ددی ملی هدف مدعیان دی او د بی امینیتی پړه یو پربل اچوی. که طالبان او جمهوریتخواهان د امنیت تامینول ملی هدف او د حکومت اساسی وظیفه وګڼي او په لاندی مواردو توافق وکړی نو جدل او جنګ په تفاهم او سولی تبدیل شی. پیشنهادی احتمالی توافقات او د مذاکراتو د بحث نقاط په لاندی ډول دی:

1.     د امنیت د تعریف په هکله پیشنهادی توافق: امنیت هغه حالت دی چه د فرد او ټولنی مادی او معنوی خاص او عام ملکیت یا حقوق دبل فرد او ټولنی دغیر مشروع مداخلت، سوء استفادی او تجاوز څخه خوندی وی.

فرد او ټولنه د غیر مشروع مداخلت او تجاوز په صورت د خطر حس کوی او ځان ورته په امن کښی نه ښکاری. پاته دی نه وی چه د ملی اهدافو د تحقق په خاطر اود قانون په چوکاټ کښی د فرد او ټولنی د مادی او معنوی ملکیت او حقوقو د تطویر او پرمختګ په خاطر د بل فرد او ټولنی لارښوونه، مشروع مداخلت همکاری بلل کیږی او په عموم کښی امنیت ته ثبات وربښی.

د پورتنی تعریف په اساس کولای شو چه د فرد او ټولنی د مادی او معنوی خاص او عامه ملکیتونو او حقوقو ساتنه د بل فرد او یا ټولنی د غیر مشروع مداخدلت او تجاوز څخه ضرورت لیدل کیږی چه درګیری ډلی  د دغی ملی هدف د ساتنی لپاره په لاندی شیانو توافق ته ورسیږی.

 

2.     طالبان او جمهوریتخواه  په ګډه د امنیت د تامین په خاطر د ملی پولیسو او امنیتی قواو وجود او تقویه ضرور بولی.   تر څو ملت ته د کار او بار او خو شحاله ژوند یو ډاډمنه فضاء رامنځته کړی.

 

3.     امنیتی قواوی باید په اسلامی او ملی انګیزه په مسلکی ډول تربیه شی. تر څو د افغانستان په داخل کښی ټول هغه کسانو ته چه په افغانستان کښی اوسیږی چه هغه هر څوک وی د ژوند یو ډاډمنه فضاء رامنځته کړی.

 

4.     امنیتی قواوی به د ملت په خدمت کښی وی نه د بانفوذه اشخاصو په شخصی خدمت کښی .

 

5.      هیڅ افغانی فرد یا ټولنه به د ملی منافعو د تحقق په اساس ولاړحکومت د جوړښت څخه وروسته د خارجی هیوادونه سره په فردی او ټولنیز لحاظ داسی سیاسی ارتباطات نه نیسو چه هغه یا په نظامی یا فرهنګی او یا هم په فکری تجاوز منتج کیږی. پدی هکله مونږ موافق یو چه پخپله خوښه یو مشترک استخباراتی کمیسون جوړ کړو چه د امنیت ملی د مسلکی خلکو سره په ګډه د اسلام مطابق د ملی اهدافو د تحقق په خاطر زمونږ څخه نیولی تر اخری افغان پوری نظارت وکړی تر څو د هر فردی او ټولنیز حرکت چه د ملی اهدافو مخالف وی سرکوب کړی.

 

6.     د امنیتی قواو لومړی هدف باید د فرد او ټولنی د مادی او معنوی عامه او خاصه ملکیتونو او حقوقو ساتنه وی.

7.     ټول امنیتی قواوی باید د شریعت مطابق پخپلو کارونو د اسلام د مبارک دین پیروی وکړی د غلا، رشوت، دوکی، درواغو، د قدرت څخه مادی یا معنوی سوء استفادی څخه جدی ډډه وکړی.

 

8.     امنتی قواوی به د موجوده متخصص کدرونو او طالبانو څخه جوړ او د یو ګډ کمیسون لخوا اداره کیږی.

 

9.     امنیتی قواوی هم باید د مکلفیت له لاری جلب او جذب شی. او مسلکی کدرونه یی په نظامی تربیی او علما ء یی باید په اسلامی او ملی انګیزه سنبال کړی تر څو د ملی دفاع تر څنګ خلکو او ولس د ازادی امنیت عدالت او پرمختګ لپاره کار وکړی.

 

10.  د ښه تجهیز او تقوی لپاره یی باید په هر لحاظ په شریکه د اولویاتو له مخی مشترک کار وشی.

11.  هر هغه شخص حزب او پردی مزدوران چه د حکومت ازادی او امنیت ته ګواښ وی د اسنادو پر اساس ونیول شی او سخته جزاء ورکول شی.

 

12.  هر هغه حاکمه طبقه چه د امنیت په تامین قادره نه وی او په دوره کښی یی په بی ګناه کسان وژل کیږی مګر اولیاء الامور یی په امنیت قادره نه وی  او یوازی په فاتحو، غندونو او د کمیسونو په تعینول خپل واک ته ادامه ورکوی. هغه باید د پارلمان اویا شوری اهل الحل و العقد  چه هر یو موجودی وی په پیشنهاد خپل ځای یو سرپرست حکومت ته پریږدی چه په کیفیت یی باید بحث او توافق وشی. او اولیاء الامور یی تحت تعقیب عدلی او قضایی وګرځي. پاته دی نه وی چه دغه موضوعات به د قدرت د انتقال د عاجل او دایمی مکانیزم لاندی بحث شی.

 

13.  امنیت باید د حکومت عمده هدف او اساسی مسوولیت او د اساسی قانون یو مهمه ماده وګرځي.

 

14.  د طالبانو او پولیسو دمج به د یو علماوو او متخصصینو د کمیسون چه په وروستیو مادو کښی ورته اشاره کیږی د فیصلو په اساس د یوی لایحی له لاری سرته رسیږی.

 

15.  او داسی نور.

هیله مند یم چه په مذاکراتو دغه ملی هدف ته توجه وشی اوپدی برخه کښی اینده حکومتونو ته د ملت د خدمت لپاره یو داسی تګلاره ترسیم شی چه اینده حکومتونه د امنیت تامین عمده مسوولیت وګڼی او هر قسم ناغیړی یی د چارواکو غټ جرم  وګڼل شی او په سختی جزاء محکوم شی تر څو اینده مسوولینو ته د یوی خوا دعبرت درس او د بلی خو د امنیت تامینول یقینی وګرځي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.