د تاریخ تکرار

شاه محمود میاخیل

711
أفغانان اوس د شاک په حالت کې دي. دهر حکومت او رژیم د سقوط عوامل، د ډیرو داخلي تیروتنو او بهرني لاس وهنو پورې تړاو لري. په ټولو عواملو اوس نه غږیږم خو یو څو شباهتونه غواړم چې شریک کړم:
تیر ځلې د نصیر الله بابر د لښکر د راوستلو لپاره، پاکستان د ظاهر شاه د راتګ اوازې خپرولې او حتی د ظاهر شاه نږدې پلویانو او ډیرو نورو ورته د حسن نیت او یا د اپرچونیستې په خاطر چکچکې او خوشالې کولې خو نه ظاهر راغې او نه د هغه ټیم.
دا ځلې د باجواه د لښکر د راوستلو لپاره، پاکستان د موقت حکومت د جوړیدو او سولې په خبرو افغانان، سیمه او دنیا وغولوله، دا ځل هم نه موقت حکومت راغی او نه د سولې خبرو څه نتیجه ورکړه.
تیر ځل هم کرزی او خلیلزاد، د یونیکال په مرسته، د طالبانو راتګ ته خوشاله و، دا ځل هم کرزي د خلیلزاد په مرسته د موقت حکومت د مشرتابه خوبونه لیدل خو نه موقت حکومت جوړ شو او نه د دوې خوبونو تحقق پیدا کړ.
تیر ځل هم دنیا افغانستان پریښوده او دا ځل هم دنیا او امریکا افغانستان ته شا کړه. امریکا او متحدینو یې ځانته د اوړه پوزه جوړوله خو هغه پوزه د قطریانو د وساطت او د دوحې د موافقتنامې له امله د دوی په پوزو ونه نښتله.
تیر ځل هم امریکا د افغانستان د مسلې په هکله د پاکستانیانو نه مشوره غوښتله او دا ځل هم. پاکستان تیر ځل هم دنیا او منطقه وغولولوه او دا ځل هم.
تیر ځل هم کاغذي پړاګانو چې کابل یې وران کړې و، وتښتیدل او دا ځل هم هغه کسانو چې دا نظام او حکومت خوړلې، چور کړې او ګواښلې و، پاکستان او شمالي ګاونډيانو ته پناه یوړه.
هغه وخت هم د افغانستان ملي بیرغ او د ملي هویت سمبولونه راټیټ شول او دا ځل هم ملي بیرغ او د ملي هویت سمبولونه راټیټ شول.
هغه ځل هم د قدرت ساتلو او غلطو کړنو له امله طالبانو بهرني مداخلو او دوه لسیزو جګړو ته زمینه مساعده کړه او دا ځل یې هم افغانستان څو لسیزې د قدرت نیولو په خاطر شاته یوړو.
تیصره:
ملي بیرغ د یو ډلې، ګروپ، سمت او یوازې د اشرف غني نه و بلکې دا د ټول ملت سمبول و. دغه مهم ملي سمبول ته چې هر چا په ټیټه سترګه کتلي، هغوي خدای سپک کړیدي. طالبانو کولې شو چې ددې ملي سمبول تر څنګ یې د خپلې ډلې سمبول ایښودلې وې نه دا چې دا ملي سمبول یې راټیټ کړې وې. دوی د ملي سمبول په راټیټولو یوازې د افغانستان دښمنان خوشاله کړل او د افغانستان اکثریت ولس که اوس څه ویلې او کولې نشي، خفه کړل.
نور به تاریخ څارو چې دوی په راتلونکي کې د ملي سمبولونو، ملي‌منافعو، او د واقعي ملي وحدت د ساتلو لپاره څه کوي؟ ایا دوی به یوازې د قدرت ساتلو، د افغانانو د حقونو د صلبولو او د نورو د خوشالولو لپاره کار کوي او که برعکس؟ طالبان به د کومو قوانینو لاندې چال چلند کوي، او که یوازې صحرایې محکمې به د سپين بولدک په شان تکراروي؟ د هیواد مشر به په کومه طریقه تعینوي او د څومره وخت لپاره او که یا د ایران د اخوندانو په شان به د تل لپاره په قدرت خیټه اچوي؟ دا او دې ورته نور ډیر سوالونه او تشویشونه د هر أفغان سره شته.
په یو څه طالبان باید پوه شي که تاسې د مخالفت په وخت کې د سوشل میډیا نه مؤثره استفاده وکړه، اوس اکثره افغانان په هیواد کې دننه او بهر سوشل میډیا ته لاس رسې لري. هر أفغان ژورنالست او تحلیل ګر دی او ستاسي ښه او بد څاري او هغه به افغانانو او دنیاوالو ته په ګوته کوي.
‏زما تړلى لاس او ستا درنې درنې څپېړې
‏يو وخت خو به اشنا دا په حساب کې راول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.