د کابل هوايي ډګر په ټيلماټيل کې ډير ماشومان ورک شوي دي

587

په کابل په هوايي ډګر کې ظاهرا ګڼ شمیر ماشومان ورک شوي او نورو ماشومانو د ورکیدو احتمال هم لیدل کیږي. له یوې اوونۍ راهيسې دغه هوايي ډګر ته څيرمه په زرونو افغانان په دې تمه راټول شوي چې له افغانستان څخه خپل ځانونه وباسي.

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس د ځايي رسنیو په حواله ليکي چې د کابل ښار ېوې اوسیدونکې کورنۍ د خپل ورک شوي ماشوم د لټون پر وخت یو ماشوم موندلی چې په اغزن سیم کې نښتی وو.

دغې کورنۍ ويلي دي چې د دوی د هڅو سربیره بریالي شوي نه دي چې د موندلي ماشوم والدین پيدا کړي.

دغه ماشوم چې عمر يې ۶ کاله ښودل شوی، ويلي دي چې کورنۍ يې هوايي ډګر ته دننه شول تر څو بهر ته پرواز وکړي.

رپوټ زیاتوي ظاهرا داسې ښکاري چې د ماشوم پلار د خلکو په ګڼه ګوڼه کې پر ځمکه لويدلی چې تر هغه وروسته ماشوم نه دی توانیدلی چې هغه پيدا کړي.

ځایي خبريالانو ويلي دي چې خلکو د کابل هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې د ورکو شوو ماشومانو د موندلو په موخه د هغوی انځورونه خپاره کړي دي.

د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې د خلکو سخته ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده. د افغانستان له مختلفو سیمو څخه په زرونو خلک او کورنۍ د دغه هوايي ډګر مخې ته راغونډ شوي تر څو له افغانستانه بهر شي. د نن ورځې په رپوټونو کې په دغه ټيل ماټيل کې د ۷ افغانانو د وژل کیدو هم ويل شوي دي.

د کابل هوايي ډګر وروسته له هغې د خلکو له دغې خطرناکې ګڼې ګوڼې سره مخ شوی، چې طالبانو د خپلو چټکو پرمختګونو په ادامې، د تیرې يکشنبې په ورځ (د اګست ۱۵مه) د کابل ښار هم ونیوه. دغه میدان مخې ته راټول شوي خلک غواړي له افغانستانه ووځي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.