له الوتکې د غورځېدلي ځوان پلار: زوی مې د مجبوریت له امله امریکا ته د تلو غوښتونکی و

684

له الوتکې د غورځېدلي ځوان پلار: زوی مې د مجبوریت له امله امریکا ته د تلو غوښتونکی و

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۰): د کابل حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د امريکا له یوې پوځي الوتکې په غورځېدلو کسانو کې د فدا محمد په نوم یو ډاکتر او د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د تېرې دوشنبې په ورځ د زمري په ۲۵مه زرګونه کسان د کابل پر هوایي ډګر وروسته له هغه هجوم راووړ چې امریکایي خلک له ویزې او پاسپورټ پرته له هېواده باسي.

په خپرو شوو ویډیوګانو او عکسونه کې ښکاري چې سلګونه کسان په یوه پوځي امریکایي الوتکه کې ناست وو او سلګونه نور له الوتکې سره شاوخوا منډې وهي، خو کله چې الوتکه پاڅېږي، څو کسان یې پر ټایرونو او نورو برخو ځانونه ځوړندوي، خو کله چې الوتکه پورته کېږي له هوا څخه څو کسان غورځي او مړه کېږي.

په دغو مړه شوو کسانو کې د فدا محمد په نوم یو ډاکتر و چې د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی و، د هغه جنازه په هماغه ورځ ماښام په پغمان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

فدا محمد نږدې ۲۴ کلن هلک و او د کابل په شهيد څلورلارې کې يې په يوه خصوصي روغتون کې دنده ترسره کوله.

د وژل شوي فدا محمد پلار پاينده محمد پژواک ته وويل چې هغه يې لومړی اولاد او په ډېرو سختيو سره يې پرې ښوونځی او پوهنتون لوستی و.

دی وايي چې بیا یې ورته په یوه خصوصي روغتون کې دنده پیدا کړه.

د فدا محمد پلار وایي، نږدې يو کال مخکې يې خپل زوی ته د هغه په خوښه واده وکړ، خو اوس ترې ځوانه ښځه پاتې شوه.

ده زياته کړه: “دا چې د ده د واده په مراسمو ډېرې پيسې ولګېدې او قرضداره هم شو، نو هر وخت به یې د قرضدارۍ غم کاوه او د بهر ته د تګ لپاره یې لارې لټولې.”

پاينده محمد وویل چې د طالبانو د راتګ په ورځ يې زوی ورته ویلي وو چې امریکایان افغانان له کابل څخه امریکا ته لېږدوي.

هغه، د طالبانو د راتګ په دويمه ورځ، کله چې سهار له کوره ووت، هيچا ته يې د تګ په اړه څه ونه ويل، دوی فکر وکړ چې خپلې دندې ته تللی دی.

د نوموړي په وینا، څو ساعته وروسته چې دوی ورسره د اړیکې هڅه کوله، نو ټیلېفون یې کار نه کاوه چې ورسره د دوی اندېښنه زياته شوه.

د فدا پلار وايي: “د غرمې نږدې يوه نيمه بجه وه چې زنګ راغی، يوه سړي راته وويل دلته يو کس له الوتکې غورځېدلی او دا شمېره د دې سړي په جېب کې وه، که د دې مړي څوک وارثان يې پېژنئ نو خبر ورکړئ.”

هغه زیاتوي چې له نوموړي يې ادرس واخیست او د خپل زوی د جسد راوړلو لپاره ووت.

ده وویل، په لاره ډېر په بېړه لاړ او په دې فکر کې و چې ښايي ژوندی وي، خو چې ور ورسېد، زوی یې ساه ورکړې وه.

د فدا محمد پلار له رسنيو وغوښتل چې غږ يې تر نړيوالو رسنيو او چارواکو ورسوي، څو له دوی سره انصاف وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.