سيلانی

سیدمنتظرشاه هاشمي

608

د نړۍ د تگ راتگ پر واټ ولاړ يم

سيلانيان لاس پر خوله رانه تيريږي

څوک مې ستايي شاړې شډلې ښکلاگانې

څوک مې ستايي ساده ډوله اداگانې

نه پوهېږم نندارچي که ننداره يم

لکه مېخ پر سر وارونه د څټک خورم

* * *

يو نيم راشي پر تندي باندې مې وکښي

د ناخوالو، ناورينونو يادگارونه

څو کاږه واږه نا انډوله انځورونه

دا زما څه راز تندی دی

ته به وايې ده ليکدړه

چې هر څوک پرې هرڅه کاږي

راته موسک شي

او نور ځي پر خپله مخه

* * *

زه له داسې پلار پيدا يم

چې يې بل بچی ورمړ کړم،

نو غازي يم

که خپل پلار له تېغه تېر کړم

بيا شهيد شم

زه د داسې وطن زوی يم

چې هر ځواک ته ماتې ورکړم

بريالی شم او خپلواک شم

ورځ دوې پس يې امتياز را نه وبلوسي…

* * *

زه دوه زړی يم ولاړ

د مرگ ژوند په څلارۍ کې

چې راپېښ کوم سيلانی شي،

د پالي غوندې مې جاج د تندي واخلي،

شي موسکی راته نور ځي

پر خپله موخه !!؟

سیدمنتظرشاه هاشمي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.