ملا يعقوب د ځينو طالب جنګياليو له ناوړو کړنو شکايت کړی دی

486

د طالبانو د دفاع وزير شکايت کړی دی چې ځينو قوماندانانو او جنګياليو تېره مياشت پر افغان حکومت تر بريا وروسته ناوړه اعمال تر سره کړي. هغه دا هم ويلي چې دا ډول ځورونې به نه زغمل کيږي. 

Afghanistan Kabul | Taliban-Kämpfer

ملا محمد يعقوب چې د طالبانو په کابينه کې د دفاع سرپرست وزير نومول شوی، په يوه صوتي پيغام کې ويلي دي چې ځينو «بدماشو او بدنامو پخوانيو عسکرو» ته اجازه ورکړل شوې وه چې د طالبانو له واحدونو سره يو ځای شي چې دا کار د تاوتريخجنو تېريو سبب شوی دی. نوموړي ويلي چې «موږ درته امر کوو چې هغوی له ليکو څخه وباسئ، که نه نو سخت چلند به درسره وشي.» د هغه په خبره: «موږ دغسې خلک په خپلو ليکو کې نه غواړو.»

د طالبانو د يوه تر ټولو لوړپوړی وزير دغه پيغام هغه ستونزې په ګوته کوي چې د افغانستان نوي واکمنان يې د جنګېاليو د کنترول په برخه کې بعضي وخت لري. دا په داسې حال کې ده چې طالبان له يوې ياغي ډلې څخه د سوليز وخت د ادارې بڼه غوره کول غواړي.

Afghanistan Bildergalerie

د ځورونو او اعدامونو دغه پېښې ښايي تېره مياشت د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته تر سره شوې وي

د کابل ځينې اوسېدونکو پر سړکونو باندي د طالب جنګياليو له ربړونکي چلن څخه شکايت کړی دی. د طالبانو ډېر غړي له نورو سيمو څخه راغلي او له لويو ښارونو سره بلد نه ول. داسې رپوټونه هم شته چې د پخواني حکومت د کارکوونکو او د مدني ټولنې له فعالينو سره ناوړه چلن شوی، سره له دې چې طالبانو د عمومي عفوې ژمنه کړې وه.
يعقوب وويل چې د امر پرته د اعدامونو ځينې راپورونه هم موجود دي، خو هغه ټينګار وکړ چې دغه ډول اعمال به نه زغمل کيږي. د هغه په خبره «لکه څنګه چې ټول خبر ياست، تر عمومي عفوې لاندې چې په افغانستان کې اعلان شوې ده، هيڅ مجاهد حق نه لري چې له هيچا څخه غچ واخلي.»

دا څرنګه نه ده چې نوموړي کومو پېښو ته اشاره کوله يا دا چې د دغه پيغام انګيزه څه وه. خو دغه خبر د طالبانو د ټويټر په اکوانټونو کې خپور او بيا په ټولنيزو رسنيو کې لاس پر لاس شو. داسې رپوټونه شته چې د تحريک په منځ کې د جګړې د ډګر د سرسختو قوماندانانو او سياسي مشرانو تر منځ يو څه ترينګلتيا موجوده ده. سياسي مشران ښايي دې ته لېواله وي چې له نورو حکومتونو سره د جوړ جاړي په لټه کې شي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.