د طالبانو د چارو ادارې عمومي ریاست وايي، دولتي کار کوونکو ته یې د معاشونو ورکولو بهیر پيل کړی دی.
دغه ادارې د سې شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو کمېسیون تصمیم نیولی چې تر څو هغوی دولتي کار کوونکو ته د تیرې زمري میاشتې معاشات ورکړي.
دغه ادارې د حکومتي کار کوونکو د تیرې زمري میاشتې د معاشونو پاتې کېدل د تیر حکومت له پاتې ستونزو څخه وبلل او ویلي یې دي چې دغه موضوع اوس مهال هواره شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي: “د مالیې وزارت لخوا د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد د میاشتې د معاشاتو د اجراء لړۍ پیل شوه، چې په پیل کې د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، مالیې او زراعت وزارت کارکوونکو ته د لومړیتوب حق ورکړل شو. د یادو وزاراتونو د معاشاتو له اجراء وروسته د ټولو امارتي ادارو د کارمندانو د معاشاتو د اجراء سلسله پيل شوې چې لا هم جریان لري.”
د چارو ادارې د بشري منابعو ریاست مرستیال محمد ظریف ویلي چې په وروستیو ورځو کې د دغه ادارې اکثرو کار کوونکو د تیرې زمري میاشتې معاشونه تر لاسه کړي دي.
دغه ادارې همدارنګه زیات کړې چې د محمد اشرف غني په مشرۍ تیر حکومت د دولتي کار کوونکو د څو میاشتو معاشونه نه و ورکړي چې دغه کار دولتي کار کوونکو ته ستونزې پیدا کړي دي.
تر دې مخکې ګڼو دولتي کار کوونکو او ښوونکو د طالبانو له حکومت څخه د خپلو معاشونو غوښتنه کړې وه.
دغه دولتي کار کوونکو او ښوونکو ویلي و چې د تیرو درې میاشتو راپدېخوا یې معاشونه نه دي ورکړل شوي چې له امله یې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
pashtovoa.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.