ټولپوه ډاکټر

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

2,026

د ماشوما له پاره لنډه کیسه

 

Brüder Grimm:لیکونکي

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

په تیرو وختو کې او لرې لرې پخوانیو زمانو کې یو غریب او بي وزله بزګر اوسیده، دی چنګاښ نومیده. چنګاښ دوه غوایان در لودل، یوه ورځ يې دواړه په لرګیو بار او د ښار په لور روان کړل او د دواړو غوایانو بار يې په د وه ټنګو په یوه ډاکتر وپلورل. ډاکتر بزګر ته د لرګیو پیسې په داسې حال کې ور کړې، چې ښکلې میز ته په چوکې ناست و، ښه او خوندور شیان يې په مزه مزه خوړل او چېکل او بز ګر چې دا هرڅه ولیدل، نو په سر کې يې دا هیلې او ار مانونه را وپاریدل، چې کاشکې دی هم یو ډاکټر وی. چنګاښ خان یوه شیبه چپ ودرید، بیا په خبرو سر شواو وغږید. د ډاکتر نه يې وپوښتل چې ایا دی هم ډاکتر کیدای شي. ډاکتر ور ته و ویل چې: « هو! ډ یر ژرډاکتر کیدی شي.» بزګر ترې وپوښتل چې:

« نو څه باید وګړم؟» ډاکتر ور ته و ویل چې لومړی د الفبا داسې یو کتاب را ونیسه چې کولنګي چرګ پکې وي؛ دوهم دا چې دواړه غوایان او کراچۍ دې وپلوره اوپه پیسو يې ځان ته د ډاکترۍ کالي او نور اړین سامان واخله او دریم یوه داسې لوحه را ونیسه چې په لیکل شوي وي:« زه ټولپوه ډاکتریم.» اوبیا دا لوحه د خپل کور د دروازې په سر ځوړنده کړه.» څه چې ډاکتر ورته و ویل، هغه بزګر وکړل. ده یو څه ډاکتري وکړه، خو لا ډ یر وخت نه و تیر شوی چې د یوه ډیر شتمن نواب نه چا پیسې غلا کړې. یو چا نواب په دې خبر کړ چې دلته په دې کلې کې یو ټولپوه ډاکتراوسیږي او دی به ضرور په دې پوهیږي چې دا پیسې چا غلا کړي دي. نواب خپله ګاډۍ په أس پسې وتړله او د کلي په لور روان شو.د ډاکتر ځای ته ورغی او ويې پوښتل چې ایا دي هغه ټولپوه  ډاکتر دی. ډاکتر ورته و ویل چې هو! همدا زه یم.

اوس نو ډاکتر باید د نواب سره لاړ شي او د پیسو پته مالومه کړي. په دې ځای کې ډاکتر وویل چې میرمن يې هم باید ور سره لاړه شي. نواب صاحب د ټولپوه ډاکتردا غوښتنه ومنله، دواړه يې په ګاډۍ کې کینول او ټول یو ځای روان شول. کله چې د نواب انګړ ته را ورسیدل، د ډو ډۍ میز تیار و. نواب وویل چې لومړی به ډوډۍ وخورو. ټولپوه ډاکتر و ویل چې هو!، خو زما میرمن به هم راسره وي. اوس نو ټول د ډوډۍ په میز راټول شول او کله چې لومړی نوکر د ښو خوړو ډک غوري سره راښکاره شو، بزګر خپلې میرمنې ته و ویل چې: « ښځې! دا يې لومړی و.»د ده مقصد دا و چې ګوندې دا لومړی نوکر دي چې ډوډۍ يې راوړه، خو نوکر د بزګر په خبره داسې پوه شو چې ګوندې دی لومړی غل دی. دا چې دی په رښتیا لومړی غل و، نو سخت وډار شواو د باندې يې خپلو انډیوالانو ته وویل چې.« دا ټولپوه ډاکتر په هرڅه خبر دی، دا به زموږ له پاره ښه پایله ونه لري. ده و ویل چې زه لومړی وم.» د وهم نوکر هیڅ زړه نه شو کولی چې ورشي، خو مجبور و. کله چې دی د غوري سره ورننوت، بزګر بیا خپله میرمن وچوخوله او ورته ويي ویل چې:« ښځې ګوره! دا دوهم دی.» دا دوهم نوکر هم سخت وډار شو او په بیړه ووت. دریم نوکر له همدې برخلیک سره مخامخ شو او بزګر بیا خپلې میرمنې ته و ویل چې:

« ښځې! دا دریم و.» څلورم نوکر ته ویل شوې و چې دي به په یوه سرپوښه لوښې کې خواړه راوړي. په لوښی کې چنګاښان وو. کله چې دا څلورم نوکر را ننوت، نواب ډاکتر ته وویل چې اوس دې خپل هنر او کمال ښکاره کړه او ووایه چې په دي سرپوښه لوښي کې څه ډول خواړه دي. بزګر لوښي ته په ځیر وکتل، خو نه پوهیده چې په لوښي کې به څه وي. لار ترې ورکه شوه او چیغه يې کړه چې :« اخ زه بې وزله چنګاښ!» نواب چې د چنګاښ نوم واورید، نو غږ يې کړ:« ډاکتر چې په دې راز پوه شو، نو په دې هم پوهیږي چې زما پیسې به د چا سره وي.» نوکران سخت وډار شول او یو يې ډاکتر ته اشاره وکړه چې یو ځل د باندې راشه. ډاکتر ورغی او دوی ټولو ومنله چې پیسې يې پټې کړې دي. نوکرانو ډاکتر ته وویل چې موږ دا پیسې درکوو او سربیره پر دې تا ته هم ښې ډیرې پیسې در کوو، خو ته به موږ نواب ته دغلو په توګه نه په ګوته کوې او کنه هغه به موږ په دار کړي. بیا يې له ځان سره هغه ځای ته بوتله چې پیسې يې پکې پټې کړې وې.

ډاکتر په دې خوښ شو، ورسره ويې منله، بیرته را ننوت، میز ته کیناست او نواب ته يې و ویل چې.« ښاغلیه! اوس غواړم چې په خپل کتاب کې د پیسو پته مالومه کړم چې چیرته دي.» په دي وخت کې پنځم نوکر په پټه بخارۍ ته ور وښوئید او هلته يې ځان پټ کړ. ده غوښتل ځان ته مالومه کړي چې ډاکتر په نورو کومو څیزونو پوهیږي. ډاکتر میز ته ناست دی او خپل د الفبا کتاب پاڼې اړوي او راړوي او غواړي چې کولنګي چرګ پکې پیدا کړي، خو دا چې زر يې پیدا نه شو کړی، نو ويې ویل چې.« دلته خو يې او باید را ووزې.» په بخارۍ کې پټ نوکر ګمان وکړ چې ګوندې دی ښيي، په ډار او بیړه د بخارۍ نه را ووت او ناره يې کړه چې: « دا سړی په هر څه خبر دی.» اوس نو ټولپوه ډاکتر نواب ته هغه خای ور وښود چیرته چې پیسې وې، خو دا يې ورته ونه ویل چې چا غلا کړې وې. په دې ټوګه يې د کار په بد ل د دواړو خوا وو نه ښې ډیرې پیسې تر لاسه دکړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.