د راتلونکی کال د قحطی د مخنیوی او د دې لپاره چې له احتیاجه ووځو او د نورو پر اوږو بوج نشو، غوره ده خپل منابع په کار واچوو او کاری چوکاټ جوړ کړو. د منی د کښت په کمپاین کې موږ څو مهم تدابیر لرو:
· د کرنې وزرات له خوا دې رسماً د منی د کښت کمپاین اعلان او شروع شي،
· FAO او نورو مرسته کوونکو ته د پروپزلو سپارل،
· د کرنې د وزارت له خوا د ولایاتو د کرنی ریاستونو ته د یوه سیمنار دایرول، مرکز ته د دوی ټولو راغوښتل او کاری برنامه او لارښودونه ورکول ،
· څو ورځې وروسته FAOد خوراک نړیواله ورځ لمانځي. دوی له غړو او اړمندو هیوادو سره د غلو- دانو د تولید دزیاتوالی لپاره برنامې لری او مرستی کوی. ډیره به ښه وي، چې FAOموږ ته کب رانکړی، خو د کب نیول رازده کړي. موږ کولای شو د منی د کښت د کمپاین په بهیر کی دغنمو اصلاح شوی تخمونه له FAOترلاسه کړو. بزګرانو ته ووایو چی دا د اوړو کولو او خوراک په موخه ندی، بلکې دا د کرلو پرمهال د راز راز فنجی او نورو آفتونو د مخنیوی په خاطر د سالم جرمنیشن یا تیغنه وهلو په موخه په کیمیاوی موادو لړل شوی، نو ځکه یی صرف د کرلو لپاره وکاروئ. FAO ته باید له همدې اوسه د منی د کښت د کمپاین په خاطر پروپوزل واستول شی، دوی دی برخه کی د خپلی کاری آجندا له مخې بزګرانو ته تخمونه ورکوي .
· د غنمو د کښت د غوره طریقو ښودنه: ( په دی موخه دې راډیو، تلویزونو، طریقوی نمایش method demonstrationتنظیم شی او بزګرانو سره د ی د rural extension workers/agentsمخامخ کتنې سمبال شی)،
· زموږ بل اقددام به دا وی چې د زمکې د کولبه کولو( اقلاً) د کلتواتور کولو په خاطر د کرنی دریاستونو تراکتوری یونټونه په کارواچوو او د کښت بستر چمتو کړو، که تراکتوری یونټونه نه وي، خصوصی تراکتورنه دی اجاره شی.
· دغنمو د کښت پروسه دی وڅارل شی ، دې برخه کې د محلی لیډرانو رول له سیمه ییزو ارګانو سره مهم دی،
· له مسلکی rural extension agentsڅخه د کمپاین په بهیر کی کلک را پور اخیستل او د دوی د کار څارل،
· اړو بزګرانو ته پور ورکول،
· دغنمو کښت کوونکو بزګرانو ته د دې ډاډ ورکول چی د درمند پرمهال ( رتلونکی جوزا-سرطان) کې د دوی اضافی غنم د بازار له نرخ روز څخه په ۲۰٪ لوړه بیه پیرودل کیږی. دغه اقدام هم د بزګرانو مالی ستونزه حل کوی او هم د دولت سیلو ګانی او ستراتیژکی زیرمی تقویه او آن داچی د نرخونو د لوړیدو پرمهال د بازار په بیو ښه تاثیر لری.
· او په پای کې له دې څخه ډاډمن کیدل چی هیڅ زمکه بی کښته نده پاتې او نهایی راپور جوړول.
ســـــږنی کمپاین پیــــــــل کــوو، یوټـــوټه زمکه هــم بـــــــــــــی کښــــته نه پریږدو !
موږ نوی کال ته د کافی غنمو د تولید ظرفیت او د دغې چارې لپاره ریښتنی اراده لرو !
سږکال د کرنې وزارت د یـــوې متعهدی، مسلکی او کارنده ادراې په توګه عمل کوي !
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.