Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
افغانستان ترهغه څه چې اټکل کېده د سقوط لور ته چټک درومي – DawatMedia24

افغانستان ترهغه څه چې اټکل کېده د سقوط لور ته چټک درومي

ازادي رادیو

805

یو.اېس نیوز خپرونې د افغانستان پر بد اقتصادي وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په سر کې د یوه سویډني چارواکي په قول راغلي: افغانستان ترهغه څه چې اټکل کېده د سقوط لور ته چټک درومي.

د الکساندر کارنویل په قلم په دې لیکنه کې د سوېډن د نړیوالې پراختیايي همکارۍ د وزیر په قول ویل شوي چې افغانستان د سیاسي پاشلتیا لور ته روان دی چې ورسره دا خطر تړلی چې دا هېواد په یوه نوي سیاسي بحران کې ښکېل شي.

د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو وروسته لوېدیځ او په مجموع کې نړیوالې ټولنې له دې هېواد سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ودرولې.

د سویډن د نړیوالې پراختیايي همکارۍ وزیر پیر اولسن فرید ویلي، د ده اندېښنه دا ده چې افغانستان د سقوط په درشل کې دی او دا سقوط تر هغه څه چې دوی مخکې فکر کاوه، چټک را روان دی.

فرید خبرداری ورکوي چې د افغانستان اقتصادي پاشلتیا به تروریستي ډلو ته لار هواره کړي.

دې ته ورته اندېښنې ځینو نورو لوېدیځو چارواکو هم څرګندې کړي دي.

د اروپايي اتحادیې ۲۷ غړیو هېوادونو چې سویډن هم په کې شامل دی، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي، خو له دې هېواد سره یې د پرمختیايي چارو لپاره مرستې درولي دي. دې ته ورته اقدام ګڼو نورو هېوادونو او نړیوال بانک هم کړی دی.

سویډن او نور هېوادونه وايي چې افغانانو ته مرستې د طالبانو په لاس نه رسوي بلکې په مستقیم ډول یا د مرستندویو موسسو له لارې اړو افغانانو ته مرستې ورکوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.