د بشر حقونو څار سازمان: طالبان لا هم پر خپل افراطي دریځ ټینګار کوي

خامه پرس

466

د بشر حقونو څاړ نړیوال سازمان چارواکي وایي، چې طالبان لا هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو له حقونو سرغړونې کوي.

د یاد سازمان یوې غړې هیدر بار رسنیو سره په مرکه کې ویلي، طالبان باید په ټول هېواد کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

نوموړې ویلي، چې طالبان لا هم پر خپل افراطي دریځ ټینګار کوي او ان په دولتي ادارو کې یې د ښځو کار کولو پر مخ خڼدونه جوړ کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې که طالبان که غواړي نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، حکومت‌یې په رسمیت وپېژندل شي او له نړۍ سره مشارکت وکړي، نو د دې لپاره د نړۍ شرایط هم باید ومني.

د مالوماتو له مخې، اوسمهال د افغانستان یوازې شپږو ولایتونو کې نجونې تر دولسم ټولګي د زده‌کړو حق لري، او په نور پاتې ولایتونو کې نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي د زده‌کړو حق ورکړل شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.