پر ځان مثبت باور درلودل او غرور/ځانغوښتنې تر منځ توپير

لیکنه ـ فاطمه اعظم

1,642

 څنګه کولای شو په ډاګه کړو چې ياد کس مغروره دی او که پر ځان باور لري!؟

 لومړی بايد دواړه وپيژنو؛
 پر ځان باور او د غرور ترمنځ ډېره نرۍ پوله ده، چې توپير يې ستونزمن نه دی.

 ځانغوښتنه(غرور)
 د ځانغوښتنې بنسټ دا دی:« زما لپاره ګټل اړين دي، که يې نړۍ بايلي هم کومه خبره نه شته.»
 مغروره انسانان هغوی دي، چې نور خلک کم بولي او هڅه کوي چې د ځان لوی ښودلو حس پياوړی وساتي. دا حس چې په هره طريقه غښتلی کېږي مخ نه ترې اړوي. مغرور وګړي اړيکې نه شي پاللی او د ملګرو له ملاتړ څخه بې برخې وي. 
 د مغرورو وګړو يو خاصيت دا دی، چې هر څومره خبرې کوي، ځان پکې مهم ښيي او د خبرو محور په ځان را څرخوي، که د بل کس په اړه خبرې او بحث وشي په شدت ستومانه کېږي او کېدای شي غوسه هم ورشي.

 مغروره خلک د نورو کسانو په لاسته راوړنو بخيلي کوي.
 مغروره وګړي هغه کسان چې تر دوی زيات باور، وړتيا او استعداد لري نه خوښوي، له دغسې کسانو د خطر احساس کوي او فکر کوي چې د دوی په زيان دي.

 (پر ځان مثبت باور)
 مثبت باور لرونکي کسان بيا وايي:« ګټل راته اړين دي؛ خو په هغه صورت کې چې نړۍ يې ونه بايلي، موږ دواړه پر يوه وخت کې هم ګټلی شو.»

 هغه وګړي چې پر ځان باور لري په کوم مجلس کې د ځان په اړه خبرې نه کوي. يا دا چې په لوی لاس د خپل ځان صفت نه کوي؛ بلکې د نورو ستاينه کوي.
 تل د نورو خوښي غواړي او د هغوی په خوښي کينه/بخيلي نه کوي. همدارنګه په څېره کې یې تل موسکا وي او په ښو اخلاقو خلکو سره ناسته ولاړه کوي.

 خلکو ته نېکې مشورې ورکوي او ځان مشهوره کولو ته ډېره ليوالتيا نه ښکاره کوي.
 کمې خبرې کوي، او د نورو خبرو ته ډېر پام کوي،
 اړیکو په ټینګولو او پاللو کې ځانګړی مهارت لري.

 نو ځکه وايو چې غرور /ځانغوښتنه منفي او ويجاړوونکې ده.
 او پر ځان باور درلودل مثبت او جوړونکې ده.
 غرور اړيکې له منځه وړي، ځکه پر منفي ارزښتونو ولاړه ده.
 خو مثبت باور درلودلو سره کولای سو اړیکې جوړې کړو او ټينګې وساتو.
 د غرور پر مهال د ګټلو- بايللو پر فلسفه باور وي، خو پر ځان باور درلودونکي کسان بيا د ګټلو- ګټلو پر فلسفه باور لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.