د کرکټ لوبه کې کوم ریکارډونه جوړل شول؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

1,624

کریکټ په نړۍ کې تر فوټبال وروسته دویمه مشهوره لوبه ده، چې په اوس وخت کې شاوخوا ۲.۵ بیلیونه مینه وال لري. دې لوبې په وروستیو څو کلونو کې تل د افغانانو پر شونډو مسکا راوستې ده. اوسمهال د کریکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ترسره کېږي. ددې لوبو په لړ کې افغان لوبډلې لومړنۍ رسمي لوبه په ښه شکل نندارې ته وړاندې کړه او ډېر ریکارډونه پکې جوړ شول. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ریکارډونو په اړه پوه شئ.

 په هغه بلپرونۍ لوبه کې کوم ریکارډونه جوړل شو؟
پرون (۲۵/اکټوبر/۲۰۲۱) د افغانستان کریکټ ملي لوبډله د سکاټلينډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شوه. افعان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې (Batting) پرېکړه وکړه، چې د محمد شهزاد د “۲۲”، حضرت الله ځاځي “۴۴”، رحمان الله ګربز “۴۶”، نجیب الله ځډراڼ “۵۹”، محمد نبي عیسی خېل “۱۱” او د اتو نورو اضافي منډو (Runs) پر مټ د سکاټلینډ لوبډلې ته د “۱۹۱” منډو هدف وټاکه.
د توپ اچونې (Bowling) په برخه کې هم افغان لوبډلې خپله وړتیا وښوده او ښه لوبه یې وکړه. مجیب ځدران د مقابل لوري پنځه لوبغاړي، راشد خان څلور او نوین الحق یو لوبغاړي وسوځول (Out). په دې توګه د لوبې په یوولسم اور کې د سکاټلینډ ټوله لوبډله په “۶۰” منډو وسوځېده او لوبه افغان لوبډلې پخپله نوم کړه. هېره دې نه وي، چې مجیب ځدران ددې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو؛ خو دا یوه عادي لوبه نه وه؛ ګڼ شمېر ریکارډونه هم پکې جوړل شول، چې ځينې یې په دې ډول دي.

ريکارډونه

  • مجيب الرحمن په شل اوريزو لوبو کې خپل نوی ريکارډ جوړ کړ. هغه په څلورو اورونو کې د شلو منډو په ورکړې پنځه ويکټې ترلاسه کړې.
  • افغانستان دويمه لوبډله شوه، چې په نړېوالو شل اوريز جام کې د ډېرو منډو په توپیر لوبه ګتي. هېره دې نه وی، چې په لومړي مقام کې “سرېلنکا” ده. سرېلنکا په “۲۰۰۷ز” کال کې د “۱۷۲” منډو په توپیر کېنیا ته ماتې ورکړې وه.
  • مجیب الرحمن لومړنی لوبغاړی شو، چې په دې نړېوال جام کې پنځه لوبغاړي “Out” کوي.
    د “۹۹” وېکټو په ترلاسه کولو سره راشد خان د کرېکټ په نړۍ درېيم لوبغاړی شو، چې په شل اوريزو لوبو کې ډېرې ويکټې ترلاسه کوي. باید یادونه وکړو، چې تر اوسه شکيب الحسن لومړی او ملېنګا دويم مقام لري.
  • نجيب ځدراڼ په نړېوال جام کې په لومړي ځل پنځوسيزه ووهله.
  • مجيب الرحمن په نړېوال جام کې په لومړي ځل د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.
  • تر دې دمه ددې نړېوال جام د اوږدو شپږيزو وهونکو په پنځه کسیز نوملړ کې ټول افغان لوبغاړي دي.
  • تر اوسه د سږ کال نړيوال جام تر ټولو اوږده شپږيزه (۱۰۳ متره) د نجيب ځدراڼ په نوم ده.
  • مجیب الرحمن لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په نړېوال جام کې یې پنځه ويکټې واخیستې.
  • لومړی ځل دی، چې دوه افغان لوبغاړي (راشد خان او مجيب الرحمن) په ګډه په يوه شل اوريزه لوبه کې نهه ويکټې ترلاسه کوي.
  • حضرت الله ځاځي د روان نړېوال جام دویمه اوږده شپږيزه (۱۰۱ متره) ووهله.
  • مجیب الرحمن لومړنی لوبغاړی شو، چې د شل اوریزو لوبو په نړېوال جام کې د خپل لوبیز ژوند په لومړنۍ لوبه کې پنځه لوبغاړي له مخې پورته کوي.
  • مجيب الرحمن د عمر په لحاظ دويم ځوان لوبغاړی شو، چې په نړيوال شل اوريز جام کې په يوه لوبه کې پنځه ويکټې ترلاسه کوي.
  • د نړيوال جام په يوه لوبه کې تر ټولو لوړ “نيټ رَن رېټ”  (۶.۵۰) د افغانستان په نوم شو.
  • رحمن الله ګربز په نړيوال جام کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.