د زورور (ظالم) پر وړاندې د حق اواز پورته کول

سيد حسين پاچا

3,775

د زورور ((ظالم)) پر وړاندې د حق اواز پورته کول

موسی (ع) له خپل قوم سره د زور زياتي له امله او د مستقل ((خپلواک شريعت)) په پار د زورور فرعون پر وړاندې د حق اواز پورته کړ

طالب ته به له شل کلن سيمه ييز او نړيوال استخباراتي تود جنګه د سوړ جنګ سوله ييز لاريونونه ګټور ول. نه به خپله او نه به ولس له فزيکي، اقتصادي او رواني پلوه دومره ربړېده. همداسې موږ مجاهدينو ته درواخله.

نوټ : د قرآني لاسوند له مخې د ظالم (زورور) پر وړاندې ودرېدل او د حق خبره کول له سترو سرښندنو حسابيږي. د دې قرآني لاسوند له مخې موسی او هارون عليهما السلام دواړه يوځای د استازيو په توګه فرعون ته ورغلل او د هغه له قبطي بېرحمو او ظالمو چارواکيو له لاسه يې ورته شکايت وکړ او ترې ويې غوښتل چې له موږ سره دې خپل د بررسۍ يو هيئت ولېږه چې هلته حالات له نژدې وګوري او خلک دې نه ځوروي. که موږ پرونيو جهاديانو او يا نننيو طالبانو د دغې سپارښتنې سره سم عمل کړی وای، نو د بېګانه وو له دې استخباراتي لوبو او هم به د نورو له تپل شوې جګړې خوندي پاتې وای.

فأتياه فقولا له انّا سول ربّک فأرسل معنا بني اسرائيل ولاتعذّبهم قد جئناک بايةٍ من ربّک والسّلام علی من اتبع الهدی [طه : ۴۷]

الوسيط لطنطاوي :

ثم رسم لهما – سبحانه – طريق الدعوة فقال : ( فَأْتِيَاهُ فقولا إِنَّا رَسُولاَ رَبِّكَ . . . ) .

دلته د څلورو ټکو (خبرو) يادونه شوې چې :

لومړی : ((دعوت/رسالت))

فأتياه فقولا له انّا سول ربّک

أى : فأتيا فرعون ، وادخلا عليه داره أو مكان سلطانه ، وقولا له بلا خوف أو وجل ( إِنَّا رَسُولاَ رَبِّكَ ) الذى خلقك فسواك فعدلك .

وكان البدء بهذه الجملة لتوضيح أساس رسالتهما ، ولإحقاق الحق من أول الأمر ، ولإشعاره منذ اللحظة الأولى بأنهما قد أرسلهما ربه وربهما ورب العالمين ، لدعوته إلى الدين الحق (۱) ، وإلى إخلاص العبادة لله الواحد القهار (۲)، وإلى التخلى عن الكفر والطغيان (۳) . وأنهما لم يأتياه بدافع شخصى منهما وإنما أتياه بتكليف من ربه ورب العالمين .

لومړی دا چې دين ته يې راوبولي، دويم دا چې د يو قهار څښتن تعالی عبادت ته يې راوبولي او درېيم دا چې له کفر او سرزورۍ (سرتنبه ګۍ) نه لاس واخلي. ځکه خو قرآن ورته ((انه طغی)) کارولی دی.

دويم : ((د استقلال يا خپلواکۍ پيغام رسونه))

فأرسل معنا بني اسرائيل ولاتعذّبهم

أما الجملة الثانية التى أمرهما الله – تعالى – أن يقولاها لفرعون فقد حكاها – سبحانه – بقوله : ( فَأَرْسِلْ مَعَنَا بني إِسْرَائِيلَ وَلاَ تُعَذِّبْهُمْ ) أى : فأطلق سراح بنى إسرائيل (۱)، ودعهم يعيشون أحرارا فى دولتك (۲) ولا تعذبهم باستعبادهم (۳) وقهرهم (۴) ، وقتل أبنائهم (۵) ، واستحياء نسائهم (۶) .

قال – تعالى – : ( وَإِذْ نَجَّيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سواء العذاب يُذَبِّحُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ وَفِي ذَلِكُمْ بلاء مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ ) قال الآلوسى : والمراد بالإرسال : إطلاقهم من الأسر ، وإخراجهم من تحت يده العادية ، لا تكليفهم أن يذهبوا معهما إلى الشام ، كما ينبىء عنه قوله – سبحانه – ( وَلاَ تُعَذِّبْهُمْ ) أى : بإبقائهم على ما كانوا عليه من العذاب ، فإنهم كانوا تحت سيطرة القبط ، يستخدمونهم فى الأشعال الشاقة كالحفر والبناء .

خوشې يې کړه ((پرېيږده))؛ پرېيږده چې ستا په حکومت (سلطنت/دولت) کې ازاد ژوند وکړي؛ د دې لپاره يې مه يې ځوروه چې دې مريان او يا تابعدار شي؛ بچيان (اولادونه) يې مه وژنه او ښځې يې د خدمت (چوپړ) مه ساته. قبطيانو به بني اسرائيل د سختو (شاقه) کارونو لپاره لکه په کېندنو او زېربنايي کارونو کې کارول.

له فلسفي پلوه هم موږ وايو چې ظلم او زور زياتی هم يو حد او انتهاء (انجام) لري. د فرعونيانو زور زياتی نور الله تعالی نه شو زغملی، نو دواړه يې ورته راواستول چې په حقيقت کې رب العالمين د فرعون او قبطيانو له ظلم يعنې زور زياتې نه بني اسرائيل د موسی عليه السلام په وراستولو خلاص کړل او خپلواکي يې ورته واخېسته او دوی د هماغې ځمکې او واک څښتنان کړل.

له شک پرته چې موږ افغانان له پېړيو په تېره بيا د تېرو څو لسيزو راهيسې له استعماري او ښکېلاکګرو قوتونو له لورې په بېلابېلو پلمو او هم څه زموږ د خپل سياسي – اسلامي ناپوهي او هم له خپلې سرتنبه ګۍ نه چې يو بل زغملی نه شو او يو بل ته درناوی نه لرو کړيږو او ځوريږو.

بېسارې قربانۍ (بلهارۍ) مو ورکړې، خو نن بيا هم د خپلې بېسارې بلهارۍ سزا ګالو. د قرآني سپارښتنې پر بنسټ چې ((ويجعل الرجس علی الذين لايعقلون)) څوک چې له خپل ذهن ((عقل)) نه سمه ګټه نه پورته کوي او نه يې کاروي، نو هغه ناولی پاتې کيږي او قرآن ورته د ((رجس)) کليمه کارولې.

خير الأمور اوسطها

د ژوند ښه تګلاره منځلاري ده.

موږ ته په کار ده (اړينه ده) چې ځانونه د خپل حکمت له ليارې څنګه په کور دننه او بهر يا په نورو ټکو په ملي، سيمه ييز او نړيواله کچه د پرديو د لاسوهنو او د هغوی د استخباراتي موخو وساتو چې نه ځان خوږ کړو او نه بل، خو د دې لپاره پوهه او زده کړه مهمه ده.

موسی او هارون عليهما السلام دواړو فرعون ته د الله تعالی پيغام ورورسولو. زموږ د پښتنو په ژبه چې د الله تعالی سوال وځواب يې ورورسولو او له عواقبو يې هم خبر کړ. خو ګوره چې هغوی دواړو مبارکه وو هېڅکله د تخريب لاره خپله نه کړه چې دا هغه وهغه ځای وسېځه او ړنګ يې کړه. نه لاره ورانه کړه او نه يې د هغه وخت دولتي بنسټونو ته تاوان واړولو. يو فکري پيغام يې ورورسولو او يو ستر انقلاب (اوړون) يې مينځته راوړ چې فرعون يې له خپلې ټولې عملې سره په رڼا ورځ داسې له مينځه يووړ چې دوی يې د هغه او د قوم د له مينځه وړلو هڅه کوله، خو له دې ناخبره چې له څه بد انجام سره به له خپلې ټولې عملې سره مخ کيږي او سره له دې چې رب العالمين لا ورته د سامري په وخت کې خبر ورکړی وو او په غوږ يې وهلی وو چې ((… لنحرقنّه ثم لننسفنّه في اليمّ [طه: ۹۷]))

درېيم : ((د دوی د رسالت تاييد))

قد جئناک بايةٍ من ربّک

والمراد بالآية هنا : جنسها ، فتشمل العصا واليد وغيرهما من المعجزات التى أعطاها الله – تعالى – لنبيه موسى – عليه السلام – .

أى : قد جئناك بمعجزة من ربك تثبت صدقنا ، وتؤيد مدعانا ، وتشهد بأنا قد أرسلنا الله – تعالى – إليك لهدايتك ودعوتك أنت وقومك إلى الدخول فى الدين الحق .

فالجملة الكريمة تقرير لما تضمنه الكلام السابق من كونهما رسولين من رب العالمين ، وتعليل لوجوب إطلاق بنى إسرائيل ، وكف الأذى عنهم .

څلورم : ((نجات/خلاصون))

والسّلام علی من اتبع الهدی

أما الجملة الرابعة التى أمرهما الله – تعالى – بأن يقولاها لفرعون فهى قوله – سبحانه – : ( والسلام على مَنِ اتبع الهدى ) .

أى : وقولا له – أيضا – السلامة من العذاب فى الدارين لمن اتبع الهدى بأن آمن بالله – تعالى – وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر . . .

فالسلام مصدر بمعنى السلامة ، وعلى بمعنى اللام . ويفهم من الآية الكريمة أن من لم يتبع الهدى ، لا سلامة له ، ولا آمان عليه .

وفى هذه الجملة من الترغيب فى الدخول فى الدين الحق ما فيها ، ولذا استعملها النبى – صلى الله عليه وسلم – فى كثير من كتبه ، ومن ذلك قوله – صلى الله عليه وسلم – فى رسالته إلى هرقل ملك الروم : بسم الله الرحمن الرحيم من محمد رسول الله إلى هرقل عظيم الروم . سلام على من اتبع الهدى . . .

د لا زيات معلومات لپاره دلته کليک کړئ.

فَأْتِيَاهُ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ۖ قَدْ جِئْنَٰكَ بِـَٔايَةٍۢ مِّن رَّبِّكَ ۖ وَٱلسَّلَٰمُ عَلَىٰ مَنِ ٱتَّبَعَ ٱلْهُدَىٰٓ (طه – 47) (quran7m.com)

Agreement for Bringing Peace to Afghanistan between the Islamic Emirate of Afghanistan(1) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban and the United States of America

February 29, 2020 which corresponds to Rajab 5, 1441 on the Hijri Lunar calendar and Hoot 10, 1398 on the Hijri Solar calendar

A comprehensive peace agreement is made of four parts:

  1. Guarantees and enforcement mechanisms that will prevent the use of the soil of Afghanistan by any group or individual against the security of the United States and its allies.
  2. Guarantees, enforcement mechanisms, and announcement of a timeline for the withdrawal of all foreign forces from Afghanistan.
  3. After the announcement of guarantees for a complete withdrawal of foreign forces and timeline in the presence of international witnesses, and guarantees and the announcement in the presence of international witnesses that Afghan soil will not be used against the security of the United States and its allies, the Islamic Emirate of Afghanistan(2) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will start intra-Afghan negotiations with Afghan sides on March 10, 2020, which corresponds to Rajab 15, 1441 on the Hijri Lunar calendar and Hoot 20, 1398 on the Hijri Solar calendar.
  4. A permanent and comprehensive ceasefire will be an item on the agenda of the intra-Afghan dialogue and negotiations. The participants of intra-Afghan negotiations will discuss the date and modalities of a permanent and comprehensive ceasefire, including joint implementation mechanisms, which will be announced along with the completion and agreement over the future political roadmap of Afghanistan.

The four parts above are interrelated and each will be implemented in accordance with its own agreed timeline and agreed terms. Agreement on the first two parts paves the way for the last two parts.

Following is the text of the agreement for the implementation of parts one and two of the above. Both sides agree that these two parts are interconnected. The obligations of the Islamic Emirate of Afghanistan(3) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban in this agreement apply in areas under their control until the formation of the new post-settlement Afghan Islamic government as determined by the intra-Afghan dialogue and negotiations.

PART ONE

The United States is committed to withdraw from Afghanistan all military forces of the United States, its allies, and Coalition partners, including all non-diplomatic civilian personnel, private security contractors, trainers, advisors, and supporting services personnel within fourteen (14) months following announcement of this agreement, and will take the following measures in this regard:

  1. The United States, its allies, and the Coalition will take the following measures in the first one hundred thirty-five (135) days:

1) They will reduce the number of U.S. forces in Afghanistan to eight thousand six hundred (8,600) and proportionally bring reduction in the number of its allies and Coalition forces.

2) The United States, its allies, and the Coalition will withdraw all their forces from five (5) military bases.

  1. With the commitment and action on the obligations of the Islamic Emirate of Afghanistan(4) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban in Part Two of this agreement, the United States, its allies, and the Coalition will execute the following:

1) The United States, its allies, and the Coalition will complete withdrawal of all remaining forces from Afghanistan within the remaining nine and a half (9.5) months.

2) The United States, its allies, and the Coalition will withdraw all their forces from remaining bases.

  1. The United States is committed to start immediately to work with all relevant sides on a plan to expeditiously release combat and political prisoners as a confidence building measure with the coordination and approval of all relevant sides. Up to five thousand (5,000) prisoners of the Islamic Emirate of Afghanistan(5) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban and up to one thousand (1,000) prisoners of the other side will be released by March 10, 2020, the first day of intra-Afghan negotiations, which corresponds to Rajab 15, 1441 on the Hijri Lunar calendar and Hoot 20, 1398 on the Hijri Solar calendar. The relevant sides have the goal of releasing all the remaining prisoners over the course of the subsequent three months. The United States commits to completing this goal. The Islamic Emirate of Afghanistan(6) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban commits that its released prisoners will be committed to the responsibilities mentioned in this agreement so that they will not pose a threat to the security of the United States and its allies.
  2. With the start of intra-Afghan negotiations, the United States will initiate an administrative review of current U.S. sanctions and the rewards list against members of the Islamic Emirate of Afghanistan(7) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban with the goal of removing these sanctions by August 27, 2020, which corresponds to Muharram 8, 1442 on the Hijri Lunar calendar and Saunbola 6, 1399 on the Hijri Solar calendar.
  3. With the start of intra-Afghan negotiations, the United States will start diplomatic engagement with other members of the United Nations Security Council and Afghanistan to remove members of the Islamic Emirate of Afghanistan(8) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban from the sanctions list with the aim of achieving this objective by May 29, 2020, which corresponds to Shawwal 6, 1441 on the Hijri Lunar calendar and Jawza 9, 1399 on the Hijri Solar calendar.
  4. The United States and its allies will refrain from the threat or the use of force against the territorial integrity or political independence of Afghanistan or intervening in its domestic affairs.

PART TWO

In conjunction with the announcement of this agreement, the Islamic Emirate of Afghanistan(9) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will take the following steps to prevent any group or individual, including al-Qa’ida, from using the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies:

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan(10) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not allow any of its members, other individuals or groups, including al-Qa’ida, to use the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies.
  2. The Islamic Emirate of Afghanistan(11) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will send a clear message that those who pose a threat to the security of the United States and its allies have no place in Afghanistan, and will instruct members of the Islamic Emirate of Afghanistan(12) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban not to cooperate with groups or individuals threatening the security of the United States and its allies.
  3. The Islamic Emirate of Afghanistan(13) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will prevent any group or individual in Afghanistan from threatening the security of the United States and its allies, and will prevent them from recruiting, training, and fundraising and will not host them in accordance with the commitments in this agreement.
  4. The Islamic Emirate of Afghanistan(14) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban is committed to deal with those seeking asylum or residence in Afghanistan according to international migration law and the commitments of this agreement, so that such persons do not pose a threat to the security of the United States and its allies.
  5. The Islamic Emirate of Afghanistan(15) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not provide visas, passports, travel permits, or other legal documents to those who pose a threat to the security of the United States and its allies to enter Afghanistan.

PART THREE

  1. The United States will request the recognition and endorsement of the United Nations Security Council for this agreement.
  2. The United States and the Islamic Emirate of Afghanistan(16) which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban seek positive relations with each other and expect that the relations between the United States and the new post-settlement Afghan Islamic government as determined by the intra-Afghan dialogue and negotiations will be positive.
  3. The United States will seek economic cooperation for reconstruction with the new post-settlement Afghan Islamic government as determined by the intra-Afghan dialogue and negotiations, and will not intervene in its internal affairs.

Signed in Doha, Qatar on February 29, 2020, which corresponds to Rajab 5, 1441 on the Hijri Lunar calendar and Hoot 10, 1398 on the Hijri Solar calendar, in duplicate, in Pashto, Dari, and English languages, each text being equally authentic.

پاملرنه،

درېيمې برخې ته په کتو

که موږ د دوی دې يو اړخيز “de facto” تړون ته وګورو دې پايلې ته رسيږو چې زموږ سياسي – اسلامي پوهای د نړۍ د نورو ملتونو په پرتله کم او وروسته پاتې يو.

لومړی موږ جهاديان

له روسانو سره د خبرو مخامخ وړانديز مو رد کړ. مجاهدين د قضيې اصلي اړخ وو، خو د ضياءالحق په لمسون موږ هر څه له خپله لاسه په لغته ووهل او ټينګار مو دا وو چې روسان وځي، روسان و مات کړي او موږ يې په زور نيسو چې همدا سرزوري mentality ان له ډاکټر نجيب الله سره هم تکرار شوه. او له هغې مخکې يې د نورو په لمسونه له رېګن سره خپله ليدنه رد کړه.

په دې وروستيو کې بيا هماغه سرتنبه مسکو ته ولاړ، خو خونده يې نه وو او له سياسي پلوه د ګني په څېر زبېښل شوی وو.

دويم زموږ طالبان

لايلدغ المؤمن من جحر مرتين

طالب يو ځلې نه، بلکې دوه ځلې له هماغه يوې سوړې وچيچل شو.

دوی به ويل خبرې يوازې له امريکايانو سره او بس.

((موږ له امريکا پرته بل چا سره خبرې نه کوو)).

دريو دورو ته يوه کتنه

لومړی : ابراهيمي دور

شرکيت

ابراهيم عليه السلام بوتان مات کړل، خو بُتخانه يا د پرستش (عبادت) ځای يې ونه نړولو. خپل خلک او ټولنه يې خپلې تېروتنې (خطا) ته متوجه کړل.

دويم د موسی عليه السلام دور

جحوديت

  • قال فمن ربُّکُما يا موسى [طه: ۴۹]
  • قال فرعون وما ربُّ العالمين [الشعراء: ۲۳]
  • وقال فرعون يا ايها الملأ ما عَلِمْتُ لکم من الهٍ غيري فاوقد لي يا هامان علی الطين فاجعل لي صرحًا لعلّي اطّلع الی اله موسی وانّي لأظنّهُ من الکاذبين [القصص : ۳۸]
  • فقال انا ربُّکم الأعلی [النازعات : ۲۴]

په پيل کې يا په بله مانا په لومړي سر کې يې چورلټ انکار وکړ او له ربوبيته منکر شو.

په درېيم ځل يې د الوهيت دعوه وکړه. هم يې له الله تعالی سره د جنګ اعلان وکړ او هم يې تکذيب د پېغمبر وکړ او د هغه له رسالته منکر شو او دروغژن يې وبللو.

په وروستي يا څلورم ځل خپله د لوی ربوبيت يعنې د لوی رب دعوه کړه.

الله تعالی د ده دا ټولې د بُطلان او د تمرد خبرې په دې يو ايات کريمه د ده په خولې راويستې چې :

وجاوزنا ببني اسرائيل البحر فاتبعهم فرعون وجنوده بغيًا وعدوًا؛ حتی اذا ادرکه الغرق قال آمنت أنه لااله الذي آمنيت به بنوا اسرائيل وانا من المسلمين [يونس : ۹۰]

چې رښتينی ساعت پرې راغی، نو الوهيت يې هم ومنه، تصديق د رسالت يې هم وکړ او منښته يې هم وکړه، خو کومه ګټه يې ورته ونه کړه. ځکه چې وخت له وخته تېر وو او د رد ځواب يې تر لاسه کړ چې ((الآن وقد عصيت من قبل …)) ځکه خو قرآن وايی چې ((… ادخلوا في السلم کافة …)).

درېيم د محمد صلی الله عليه وسلم دور

شرکيت

د پېغمبر صلی الله عليه وسلم کې هم لکه د ابراهيم عليه السلام په څېر ټولنه مشرکه وه، خو له شرک سره سره يې په رب العالمين باندې باور درلود. ان تر دې چې پخپلو کې به د لات وعزات ومناط تر څنګ پخپلو کې چې کله سخت سوګندونه يادول او يا به يې قوم ته خبرې کولې، نو په رب الکعبة به يې سوګند يادولو. ان تر دې چې عبدالمطلب د پېغمبر عليه السلام نېکه ابرهه ته په ډېره مېړانه وويل چې ((زه د خپلو اوښانو د لټون پسې راوتلی يم او هغه (کبعه) خپل څښتن لري او هغه يې خپله ساتي)). د سورة فيل واقعه په همدې تړاو ده. له بده مرغه چې بيا وروسته د حجاج بن يوسف په جګړه کې يې د هغه وخت منارې په غشو ولګېدې او ونړېدې او عبدالله بن زبير  يې له نورو ملګرو سره شهيد کړ. د هغه سر يې پرې کړ او عبدالملک بن مروان ته ولېږه او تنه يې هلته په حجون کې راځوړنده کړه.

دلته يوې بلې پيښې ته چې له ابراهيم عليه السلام راوروسته د يوسف عليه السلام په وخت کې پېښه شوه چې عزيز د مصر د هغه وخت واکمن وو. يو نااشنا خوب ويني اړوند چې چارواکي يې بې اهميته بولي، خو خپله ورته په اندېښنه کې دی. له نېکه مرغه د پخلنځي اشپز پرې خبريږي او هغه ورته وايی چې ((زه يو څوک پېژنم چې هغه پرې پوهيږي)). هغه راځي او له يوسف پوښتي او هغه يې ورته تأويل وايی. اشپز چې بيرته راغی او هغه ته يې د يوسف د خوب مانا (تعبير) وويلو، نو حيران شو او امر يې ورته وکړ چې رايې ولئ.

يوسف عليه السلام يې خپل خوب وويلو او هغه ورته د تېر په څېر ځواب ورکړ. له دې دا برېښي چې خبره دلته جروبحث شوې او د حل په لارو چارو غور شوی، نو ځکه يې هغه ته د حل لپاره وړانديز کړی چې :

((انک اليوم لدينا مکين امين))

دا د ټول واک ورسپارلو وړانديز دی، خو يوسف عليه السلام ترې د ماليې وزارت غوره کړ چې :

((قال اجعلني علی خزائن الارض))

او دې کار يو ډول کاري مخينې ته اړتيا لرله. داسې خو نه شي کېدای او نه داسې شوي دي چې يو سړی له زندانه راوباسه او د مالي چارو واکمن يې کړه.

ځکه خو يوسف عليه السلام د دې کار د پرمخ وړلو او ښه مديريت لپاره زده کړې او کاري مخينې او تجربې ته اړتيا لرله، نو ځکه قرآن د ((اني)) تاکيدي حرف کارولی او هغه مبارک په پوره پر ځان د پوره باور او ډاډ په پار دا خبره ورته چې ((اني)) حفيظ عليم.

د قرآني ترمينولوژي له مخې قرآن څلور ټکي کارولي چې دوه د عزيز د مصر له لورې چې مکين او امين او دوه د يوسف عليه السلام له لورې چې حفيظ عليم دي کارول شوي.

قرآن دلته د نسب او د تقوی خبره نه کوي، بلکې د دولتي/حکومتي دندې (مقام) لپاره د وړتياو او اعتماد خبره کوي او مقابل لوری ورته د ساتنې او د مديريت د پوهاوي خبره کوي. يعنې زه د دې توان او پوهه لرم چې څنګه يې لا ښه مديريت کړم.

قرآن دلته موږ ته د زراعت، اقتصاد او د هغې د لا ښه مديريت لارښوونه کوي. هم له وچکالۍ سره مبارزه او د هغې د مخنيوۍ لارې چارې او ورته لاسرسی او هم د خپل اقتصاد ځکه چې غله له خپله کوره وه او له بهره خريد ته اړتيا نه وه. پيسې پر ځای پاتې شوې او بهر ونه لګېدې. د کرنسۍ ارزښت هم پر خپل ځای پاتې شو او هم ابراهيمي خاندان يعقوب عليه السلام له خپلې ټولې کورنۍ سره له بدوي (کليوالي) ژونده مدني (ښاري) ژوند ته مخه شوه. له کنعانه راوغوښتل شوه او په مصر کې يوځای شول چې په نننيو نړيوالو قوانينو کې دېته family reunion هم وايی او په بهرنۍ نړۍ کې د همدغې قانون له مخې کورنۍ سره يوځای کيږي چې د نورو نړيوالو په څېر موږ افغانانو همدلته لله الحمد چې له همدغه ابراهيمي مستحکم بنسټ (اصول) له مخې ترې ګټه اخلو.

د اوسني حاکمې ادارې لپاره دا يو ډول ښه لارښوونه وي چې په حکومتي دندو کې اړينه نه ده چې هغه دې ختمي طالب او مدرسه لوستی او متقي وي. تقوی پخپل نفس کې ډېره ښه خبره ده، خو د دولتي دندې لپاره له تقوی مخکې اړونده مسلکي زده کړې اړين شرط وي. که تقوی شرط وای، نو يوسف خپله پېغمبر، د بېغمبر زوی، د پېغمبر لمسی او د پېغمبر خليل الله کړوسی وو، خو هغه هېڅکله عزيز د مصر ته د خوب د تعبير او د وړانديز په وخت کې د دې يادونه نه ده کړې.

دې ټولو څلورو واړو دورو ته که لږ ځغلنده نظر وکړو، نو دا نتېجه په لاس راځي چې په هېڅ يو وخت د وختونو کې اولوا العزم انبياء او رسولانو ته نه د نمرودي نظام، نه د فرعوني نظام او نه د جهالت په وخت کې چې قريشو کعبه له سوونو بوتانو ډکه کړې وه او مشهور يې د لات و عزات و مناط په نوم يادېدل او سوګندونه به يې پرې کول د يو مخيز ړنګولو سپارښتنه نه ده شوې او نه هغوی هر څه له يوې مخې نړولې او د مينځه وړي، بلکې هغه موانع يې له مينځه وړي او د ټولنو د سمون لاره يې خپله کړې ده. همداسې د عزيز د مصر ته يوسف هېڅکله داسې مشوره نه ده ورکړې چې هر څه له يوې مخې ونړوه، بلکې د زراعت او د سپما سپارښتنه او د هغې مخکې له مخکې د حالت وړاندېينه شوې او د حل لارې چارې ورته لټول شوي او د لا ښه مديريت پلان يې ورته نيولی چې څنګه ټولنه د دغه څوارلس کلن اوږد ناورين څخه يې وباسي او بيرته يې د لا ښه ژوند په لور روان کړي.

له بده مرغه چې طالبان سمه ده چې اسلامي جذبه به لري، خو دا جذبه يې نه د خپلې ټولنې او نه د نورې نړېوالې ټولنې له غوښتنو جوړه راځي، بلکې په ټکر کې ده. په اسلامي اړخ کې يې هم ډېر مسايل د بحث وړ دي چې بحث پرې وشي. نو فطرتي جذبه يو شی دی او تعقل بل شی دی. حکومت او دولت يا په بله مانا نظام او سيستم په جذباتو نه، بلکې په تعقل ولاړ دی. له بده مرغه چې موږ افغانان د خپلې ناپوهۍ او سرزورۍ يا سرتنبه ګۍ له امله جذبه لرو، خو سالم تعقل نه لرو. که مو تعقل او دواړه سياسي – اسلامي پوهای لرلی او هم ورسره جوخت په خوا نور اړونده علومو پوهاوی په تېر بيا اقتصادي پوهای لرلی، نو نن ورځ به له دغه ډول ستونزو او ننګونو سره په ملي او بين المللي کچه مخ او لاس وګرېوان نه وای.

نو ځکه قرآن په دې موږ ته سپارښتنه کوي چې :

ويجعل الرجس علی الذين لايعقلون

څوک چې له خپل عقل ((پوهې) نه کار نه اخلي، نو د ستونزو د حل په لاسرسۍ کې به نيمګړتياوې لري.

موږ له امريکا سره خبرو ته خوشاله وو، خو له خپل حکومت سره نه. د نظام پرځونه او د سيستم فلجونه زموږ په اولوياتو کې وه، خو نن جوته شوه چې ستونزه زموږ کورنۍ وه او کورنی خپلمينځي تفاهم او جوړجاړي ته اړتيا وه، نه بهرنيانو ته چې هغه يې بيا بل بهرنی اړخ وو، خو موږ د نورو په پرتله ځانونه هوښيار ګڼل.

له ځانونو مو د حريص چرګ وروڼه جوړ کړي وو. حريص چرګ هم لومړی له پښو وړاندې لېرې دانه راټولوي او نژدې وروسته چې کله ناکله يې ترې نور چرګان او چورګوړي له پښو سره نژدې دانه راټولوي. موږ هم له لومړي سره د نورو په لمسون او هڅونه له بهرنيانو سره خبرې ارزښتمنې لرې، خو له خپلو سره نه او د همدغې ساده ګۍ او سرتنبه ګۍ له امله يې ځان په لوی لاس د ټول ملت د هيلو خلاف له همدې بهرنيو (امريکا) سره يوه مرموزه او يو اړخيزه خپلسرانه معامله وکړه چې اوس پکې خپله هم ګېر او د دوی د سرتنبه ګۍ له لاسه اوس ټول ولس له فقر او هم هېواد له يو ستر ناورين او هم په نړيواله ټولنه کې خپل تاريخي هويت د يو لوی خطر سره مخ کړی دی. دوی ته خو دا هر څه دومره اسان ول چې ويل به يې ((اسلامي نظام راغی او شريعت نافذ شو))، خو اوس ترې پخپل اسلامي نظام د شريعت په نفاذ کې لار ورکه ده چې څه وکړي؟

دوی اوس د de facto په تاوان پوی شول، خو اوس ترې وخت اوبو وړی دی. دا اوسنی ګوزار ورته چې نن يې نړيواله ټولنه په رسميت نه پېژني د تېر دور له هغې واکمنۍ دروند پرېوت چې يو وخت يې د يو مېلمه لپاره هر څه جار کړل. له شک پرته چې دوی د يو سپين ږيري عالم ولسمشر او اقتصاد پوه ډېر سپکاوی وکړ. که دوی د اسلامي او ټولو ثقافتي او اخلاقي نورمونو له مخې د هغه درناوی کړی وای، نو نن به دغه د واک تشه نه راتله او نه به دوی له داسې يو ډول سترې رسوايي سره مخ کېدلی. ان تر دې چې دوی خو اوس پر ځان هغه ټولنه توانمندي هم وبايلله.

عربان يو متل کوي او وايی چې :

اِحْتَرِمْ تُحْتَرِمْ

که غواړې چې محترم واوسې او درناوی دې وشي، نو د نورو درناوی کوه.

الله رب العزت شاهد دی چې طالبان د نورو په لمسونه او هڅونه ولسمشر ته سپک نظره ول، ځکه خو دوی هم نن په دغسې يو نړيوال ستر فضاحت سره شول چې اوس نړۍ ته زارۍ کوي چې په رسميت يې وپېژني، خو هغوی يې پروا نه لري. دا په حقيقت کې د دوی د هاغه ملاتړي دوست بله سخته ضربه وه چې د دوی په ټنډه او سينه يې ورکړه. کاشکې چې دوی دغه څه درک کولای شوای.

موږ ته د خپلو اسلامي لوړو ارزښتونو او هم د افغاني کلتور او رواياتو او اخلاقو له مخې دا په کار نه وه چې د نورو مغرضو ګاونډيانو او نورو په لمسون او هڅونه د خپل بوډا او اقتصادي عالم ولسمشر سپکاوی کړی وی. هر څنګه چې شي بيا هم په اولوا الأمر کې راته.

په درنښت

سيد حسين پاچا

پومپیو: طالبان دې خپل چلند بدل کړي او تمه ده افغان حکومت سره خبرې وکړي – BBC News پښتو

طالبان: موږ یوازې له افغاني سیاسي جهتونو سره مذاکرات کوو – Spogmai Radio

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.