له افغانستانه وتل لا هم داسې دي، لکه د ستنې له ستومي تیریدل

629

د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د آلمان سفارتونو له دغه هیواد څخه تښتیدلو افغانانو ته د آلمان پر لور د سفر کولو په هدف تر اوسه پورې ۱۶۰۰ ویزې ورکړي دي.

 د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې (د نومبر میاشتې ۲ نیټه) په ورځ په برلین کې وویل چې تر اوسه پورې ۱۲۰۰ افغانانو له افغانستان څخه د وتلو له پاره له ځمکنیو لارو څخه کار اخیستی دی. له دې جملې څخه ۱۱۰۰ تنو یې د یوه سازماندهي شوي پلان له مخې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه د آلمان پر لور پروازونو له امکاناتو څخه استفاده کړې ده.

د دغه ویاند په خبره د آلمان په سفارتونو کې هغو کسانو ته ډیر زر ویزې ورکول کیږي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت له خوا یي د حفاظت ترلاسه کولو مثبت ځواب ترلاسه کړې وي.

نوموړي په دې اړه د وضاحت په ورکولو سره وویل: «له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته سفر کول [دومره ستونزمن دی] لکه، د ستنې له سوري څخه تیریدل.»

د افغانستان نویو واکمنانو او همدارنګه ګاونډیو هیوادونو دواړو د سفر کولو له پاره د پاسپورت موجودیت شرط ټاکلی دی. په دې ارتباط هم له طالبانو او هم ګاونډیو هیوادونو سره خبرې اترې روانې دي.

همدا تیره اونۍ ۷۰ تنه آلماني تابعیت درلودونکي او د هغوي د کورنیو افغان اتباع په درو پروازونو کې له کابل څخه د قطر پلازمېنې دوحې ته رسیدلي دي.

په مجموع کې شاوخوا ۲۵۰ تنه آلمانان او شاوخوا ۶۰ تنه افغانان د دوحې له لارې له افغانستان څخه آلمان ته راغلي دي. هغه وویل چې د دوشنبې په ورځ یو بل پرواز هم پلان شوی دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.