نظامونه په څو ورځو کې نه نړېږي

ليکنه ؛ عبدالوحيد وحيد

1,297

دا واقعيت دى چې نړول اسانه، ارزانه او لږ وخت ته اړتیا لري او جوړول او رغول همت، ظرفیت، وسائلو، بشري ځواک او امکاناتو ته اړتیا لري. په ځانګړې توګه د جنګ په حالت کې د نړولو لپاره ټول اړین امکانات شتون لري. يو انسان د شلو  پنځه ويشت کلونو اوږد وخت کې د مادي امکاناتو، ښو ښونکو، ښو ښونځيو او د ښه پوهنتون شتون ته اړتیا لري چې ټولنې ته د چوپړتياو د وړاندې کولو وړ وګرزي، خو  په جګړه کې يوه يا دوه ثانيې هم بسنه کوي چې ونړيږي.

هغه نظام او بنسټونه چې په تېرو دوو لسیزو کې د خورا لوړو ځاني تلفاتو او مالي لګښتونو په ورکولو جوړ شوى وو، که څه هم په بادى النظر داسې ښکاري چې د طالبانو لخوا د څو ورځو په اوږدو کې ونړول شو، خو شک نشته چې د نظام د نسکوريدو پړاوونه  درې کاله وړاندې د پخواني ولسمشر اشرف غني لخوا د ولس په رأيو باندي د دوهم ځل لپاره معامله کول، په ارګ کې د غلو د ځاى په ځاى کول، د ملت کور د فساد پربنسټ بدلول،  د فضلي او محب لخوا د وزيرانو ګواښل او بليک ميل کول، که کوم وزیر به سرغړونه کوله نو ورته دوسيه جوړول او د عائداتي برخه به يې له وزارت څخه جدا او په ارګ پورې تړل، په ارګ او امنیتي سکتور کې د فساد  پراخېدل د سقوط مختلف پړاوونه وو؛ تر څو د طالبانو يو تهاجمي بريد د نظام تر بنسټونو لاندې لا دمخه ايښودل شويو باروتو ته د چاودون ورکولو له امله د نسکوريدو اخري مرحله بشپړه کړه.

د فساد په برخه کې د پخوانیو جنګسالارانو او ارګ ميشتو پيراشوټي فاسدو چارواکو ترمنځ  د فساد په موخه د اختياراتو ستونځې رقابت او له يو بل څخه د وړاندې کيدو مقابله د نظام د نسکوريدو عمده لاملونه ګڼلاى شو. زه د هغو خلکو له شننو او انګېرنو سره سخت مخالف يم چې غني ته د قومي اجندا حامل شخص خطاب کوي. نوموړي نه قوم پيژند، نه ملي ارزښتونو ورته اهمیت درلود او نه هم په ديني مقدساتو پسې ګرزيده.

غنى يو ځان خوښى امتیاز غوښتونکى په واک مين شخص وو چې بل هرڅه يې د واک لپاره قربانول. نوموړي د واک له انتقال څخه د نظام نړول غوره وګڼل او له واک څخه د لاس په سر کيدو سره سم يې هېواد د تباهي د کندې په سر ودراوه. د نوموړي ترڅنګ راټول شويو ټولو اشخاصو (استثنا به پکې نه وي) د پيسو له ګټلو او له عياشي کولو پرته هيڅ ډول د وطندوستي احساس، اجندا او موخه نه درلوده.

د ارګ  لوړپوړي مامور وحيد عمر د سکې يو اړخ راسپړي. د ولسمشر غني د سياسي او امنيتي وضعیت د څيړنې او ارزونې وړتیا کنايتاً سلبوي او د محب کريکتر ته د شک په سترګه ګوري خو په ډېرو نورو موضوعاتو باندي سترګې پټوي. سليقه کاروي او يوازې ځان سپينوي. که نوموړى ريښتيا وايي نو يوې تلويزوني مناظرې ته دې تيارى وښئي. د ځینو خطرناکو مرموزو څيرو په مبهمو او پيچلو کړنو باندې سرسري تېرېږي.

شايد نوموړى ولس ته داسې ذهنيت ورکول غواړي چې هر څه په دوه اويا ساعتونو کې له منځه لاړل، خو نه پوهيږي چې ملت ته د نظام د يقيني سقوط يا هم اسقاط (سقوط ورکول) څرکونه او شواهد د ولسمشر غني د ځينو لوړ پوړو ګمارنو له هر چا سره د خشن چلن کولو له امله په څرګند ډول معلومېدل. د سقوط  اخري دوه ايا ساعتونه  د اجرائیوي پړاوونو اخري څپرکى نندارې ته وړاندې کوي.

په کور دننه تيت او پاشلى حکومت، په لوړو نظامي او ملکي پوستونو باندي د نازدانه ګانو  ګمارل، د ولسمشر احساساتي پرېکړې، د واک انحصار فساد، د ارزښتونو حساسیتونو او نزاکتونو په مورد کې د حاکمې ډلې نابلدتيا د سقوط هغه نور لاملونه ګڼلاى شو.

طالبانو د نظام په نسکورېدو د خوښي څرګندونه وکړه، خو شايد اوس پوه شوي وي چې نړول اسان او جوړول خورا ګران کار دى. که د اسلامي امارت لخوا د بيا رغونې پروسه په اوسنى کچه  دوام مومي نو کيداى شي موږ په څو لسيزو کې هم  له نړېدو مخکې حال ته د رسيدو وړتیا پيدا نکړاى شو. نپمګړتيا مو داده چې موږ مخکې نړول کوو بيا د جوړولو په برخه کې فکر کوو او امکانات ورته لټوو، خو دا هرڅه هر وخت نه موندل کېږي. کاش! موږ مخکې ژور فکر کولاى بيا لاس په کار کيداى.

په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.