د چين او امريکا متحده ايالاتو ولسمشرانو په لومړي ځل په یوه مجازي غونډه کې سره وليدل. د دواړو خبرې دوستانه وې.
د نړۍ د دواړو ځواکمونو هیوادونو تر منځ پر اقتصادي سیالیو، تایوان، هانګ کانګ او بشري حقونو رقابت جدي دی.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا او چين ولسمشران د يوه ویډیو کنفرانس له لارې یو له بل سره ګوري. تر دې مخکې دوه ځله دواړه مشران د ټیلفون له لارې سره غږیدلي ول چې وروستی ځل یې د روان کال په سپټمبر میاشت کې وو.
بایډن په دغو خبرو کې د نړۍ د لویو اقتصادونو ترمنځ د ټکر په اړه خبرداری ورکړ او وویل چې دا د دوی مسئولیت دی چې «تضمین ترلاسه کړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ سیالي په عمدي یا غیر عمدي شخړو بدله نشي.»
دغه ویډیویي کنفرانس د څو ساعتونو له پاره دوام وکړ چې تر ډېره د دواړو هیوادونو رامنځته شوي کړکیچونو خبرې وکړې.
بایدن په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې «ټول هیوادونه باید د لوبې قوانینو ته یو ډول ژمن اوسي» او متحده ایالات به تل خپلو او د خپلو شریکانو ګټو او ارزښتنو دفاع وکړي.
شي جين پينګ په دغه غونډه کې وویل چې چين غواړي «د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ له پاره له امريکا سره فعال او مثبت ګامونه پورته کړي».
د هغه په وينا، د دواړو هيوادونو تر منځ دوستانه اړيکې د دواړو هيوادونو د پرمختګ، د سوله ايز او باثباته نړيوال چاپېريال د تامين او د اقليمي بدلون او يا د کورونا ناروغۍ په څېر نړيوالو ننګونو ته د اغېزمن ځواب موندلو له پاره مهمې دي.
د چين ولسمشر پر دې ټينګار وکړ چې امريکا او چين د نړۍ د سترو اقتصادونو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه بايد خپلو نړيوالو مسئوليتونو ته ادامه ورکړي.
شي بایدنیو “زوړ ملګری” وباله
شي جين پينګ په دې ناسته کې بایډن د “زوړ ملګري” په توګه وباله. بایدن په ورته وخت کې، بیجینګ د امریکا تر ټولو پیاوړی سیال او د لومړۍ شمیرې جیو پولیټیکل ننګونکي په توګه ګوري.
د دواړو هیوادونو تر منځ یوه جدي ننګونه او ستونزه د تایوان پر سر دي. بایدن په دې وروستیو کې د چین د برید په صورت کې د تایوان د دفاع له پاره د متحده ایالاتو د “ژمنې” په اړه خبرې وکړې.
بیجینګ، تایوان د چین د خلکو د جمهوریت برخه ګڼي او ګواښ یې کړی چې د “بیا یوځای کیدو” له پاره به تایوان “فتح” کړي.
د امریکا متحده ایالات هم په خپلو جنوبي اوبو کې د چین د ځمکنۍ بشپړتیا ادعاوې ردوي. د دواړو هيوادونو ترمنځ بله مسله د بشري حقونو ده.
متحده ایالات په هانګ کانګ کې د ډیموکراسۍ پلوه غورځنګ د ځپلو په اړه اندېښمن دي او په سینکیانګ کې د اویغور توکمیز لږکیو پر ځورونې نیوکه کوي.
بایدن د اپریل په میاشت کې د متحده ایالاتو کانګرس ته په وینا کې وویل: «په متحده ایالاتو کې هیڅ مسئول ولسمشر نشي کولی د بشري حقونو سرغړونو په وړاندې غلی پاتې شي.»
د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي سیالي هم جدي موضوع ده.
د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ له حکومت راهیسې، د نړۍ دوه ستر اقتصادي قدرتونه د تعرفو له مجازاتو سره سوداګریزې جګړې ته دننه شوي دي. د بایدن حکومت اوس چین په “غیر عادلانه اقتصادي چلند” تورنوي.
د کورونا وبا یو بل عامل دی چې د ترمپ په دوره کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ژورو اختلافاتو لامل شو.
که څه هم بایدن ډیر ډیپلوماټیک چلند لري، هغه د متحده ایالاتو پټ سرویس ته هم دنده وسپارله چې دا وڅېړي چې ایا د کورونا ویروس ممکن د چین په لابراتوار کې رامنځته شوی وي. خو څیړنه کومې پایلې ته ونه رسېدلې او په پای کې د اقلیم او چاپیریال ساتنې مسله؛ بایدن د ګلاسکو د اقلیم په سرمشریزه کې د شي جین پینګ نه راتګ د “لويي اشتباه ” په توګه ياده کړه.
متحده ایالات او چین د شنو خونو یا ګل خانه یې ګازونو لوی تولیدونکي دي چې ژمنه يې کړې ده چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې به خپلې همکارۍ پراخې کړي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.