په افغانستان کې د خوړو کمښت د تیر حکومت میراث دی

770

د طالبانو د روغتیا وزارت مرستیال ویلي دي چې په افغانستان کې د خوړو کمښت د تیر حکومت «میراث» دی. هغه نړیواله ټولنه د مرستو د ژمنو په برخه کې په پاتې راتلو تورنه کړې ده. 

[No title]ملګرو ملتونو لا دمخه خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې د وچکالۍ او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د رامنځ ته شوي اقتصادي بحران وروسته ښایي په افغانستان کې ۲۲ میلیونه یا د دغه هیواد تر نفوس نیمایي زیاته برخه د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

د طالبانو د روغتیا وزرات مرستیال عبدالباري عمر، په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «یو ډیر مهم مشکل دی چې د تیر حکومت څخه په میراث راپاتې دی او هغه د خوړو کمښت دی.»

نوموړي د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ارقامو ته په اشارې سره وویل چې له مخې یې تر پنځه کلنۍ ښکته ۳،۲ میلیونه ماشومان به د کال تر پایه د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي. د هغه په خبره د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن پخواني حکومت د دغه ناورین د مخنیوي له پاره پوره اقدامات نه ول کړي.

[No title]

د روغتیا وزارت مرستیال ویلي دي: «شل کاله د روغتیا سکتور پر بهرنیو مرستو ولاړ وو. هیڅ داسې بنسټیز کار نه وو شوی… چې د روغتیاپالنې زیر بناوې او د هغه منابع باقي وپایي.»

د عبدالباري عمري په خبره بهرنیو بسپنه ورکوونکو او غیر حکومتي سازمانونو هر څه تمویلول خو «هیڅ کومه فابریکه نه ده جوړه شوې او داخلي منابع نه دي کارول شوي.»

نړیوال سازمانونه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي؟

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي ي چې طالبانو د اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پخوانی حکومت راوپرځاوه او واک ته ورسیدل. تر هغه وروسته نړیوالې ټولنې خپلې هغه مرستې کنګل کړي چې د هیواد اقتصاد پرې تر ډېره تکیه وو.

د عبدالباري عمري په خبره: «موږ څرنګه خدمات وړاندې کولی شو چې بهرنۍ سرچینې محدودي شي او نړیوال سازمانونه خپلې مرستې ودروي؟ نړیوال بانک، اروپایي اتحادیه او یو ایس ایډ خپلې هغه ژمنې نه پوره کوي چې د افغانستان له خلکو سره یې کړې وې.»

د خوړو کمښت د افغانستان څه د پاسه څلورو لسیزو ناخوالو سربیره یو کړکیچ دی چې افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.