د اسعاري زېرمو له ازادېدو پرته هم لارې شته 

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد 

932

د بهرنیو اسعارو زیرمې د هر ملت هغه شتمنۍ ده چې د مرکزي بانک لخوا د بهرنیو اسعارو په شکل کې ساتل کیږي.  په دغو زیرمو کې بانک نوټونه،  بانډونه او نور دولتي ضمانتونه شامل دي.  دغه شتمنۍ ډیری ستونځې پوره کوي مګر  د پام وړ ستونځه  يې ډاډ ترلاسه کول دي چې مرکزي بانک دومره پولي ملاتړ لري چې که چیرې د دوی ملي اسعار په چټکۍ سره ارزښت له لاسه ورکوي يا هم پولي بحران رامنځ ته کيږي، نو مرکزي بانک د بهرنيو اسعارو په شکل کې د ستونځې د حل لپاره ملاتړ لري

په عمومي ډول، د بهرنیو اسعارو رسمي زیرمې عموماً د لاندې اهدافو لپاره  ساتل کیږي؛

الف-  د پولي او تبادلې نرخ د مدیریت لپاره، په اقتصادي تګلارو کې ملاتړ او باور ساتلو لپاره او د ملي  اسعارو په ملاتړ کې د مداخلې د وړتیا ښودلو لپاره.
ب-   بازارونو ته د باور د کچې چمتو کول چې  دغه هیواد کولی شي خپل بهرني مکلفیتونه پوره کړي
ج-  د بهرنیو اسعارو په مرسته د کورني پیسو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره.
د-   د بهرنیو اسعاري اړتیاوو، د بهرنیو پورونو او نړيوالو مکلفیتونو په پوره کولو کې له دولت سره مرسته کول؛  د ملي آفتونو یا بیړنیو پیښو په وړاندې د مبارزې د وړتیا د څرګندولو لپاره.

په نړيواله کچه معمول دی چې  مرکزي بانک  په بهرنیو اسعارو کې د پام وړ زیرمې ساتي .  د دې زیرمو ډیری برخه په متحده ایالاتو کې د ډالرو په شکل کې ساتل کیږي ځکه چې دا په نړۍ کې تر ټولو زيات کاريدونکي اسعار دي

په نړۍ کې د بهرنیو اسعارو تر ټولو لوی سترې اسعاري زیرمې د چین دي. دغه هېواد د 3 ټریلیون ډالرو څخه ډیرې شتمنۍ په بهرنیو اسعارو کې لري.  چاپان سويس روسيه او سعودي عربستان بالترتيب دوهم دريم څلورم او پنځم هيوادونه دي چې ډيرې اسعاري زيرمې لرى. د دوی ډیری زیرمې په امریکایی ډالرو کې ساتل کیږي. لامل يې هم داده چې ډيرى نړيواله سوداګري په امریکايي ډالرو باندې د تر سره کيدو له امله پير او پلور پروسه اسانه کوي.

د افغانستان د اسلامي امارت لخوا په امریکا کې د تقريباً لس مليارده ډالرو کنګل شويو زيرمو د ازادولو لپاره په مسلسله توګه هلې ځلې روانې دي او امریکا په پرله پسې ډول د دغو زېرمو له ازاده کولو څخه انکار کوي. داسمه ده چې کنګل شوي پولي زيرمې د افغانستان ملکيت دى او اختيار يې هم باید د افغانانو په لاس کې وي. البته دلته ځينې قانوني  او سياسي خنډونه شته چې ممکن د اسلامي امارت له بار بار غوښتنې سره سره هم کيداى شي دغه پيسې ټولې د افغانستان اسلامي امارت ته ورنکړل شي. بله مهمه خبره دا ده چې ددغو زيرمو مصرفول او د بيرته پوره کولو لپاره د امکاناتو نشتون به د اقتصادي بحران په مخنیوي کې د مرستې په پرتله به په تدريجي ډول د افغانۍ ارزښت د بايللو له امله زموږ تيت او پاشلي اقتصادي نظام ته نه جبرانېدونکې زيانونه واړوي.

د دې لپاره چې افغانستان د خپل پولي ارزښت د ساتلو لپاره نورې سرچينې کمې او يا يې هم نه درلودې، نو يوازنى لاره يې ازاد بازار ته له اسعاري زېرمو څخه د يوه اندازه بهرنیو اسعارو وړاندي کولو له لارې د افغانيو ارزښت ساتل کيده، خو بيا هم په زيرمو کې همدغه کموالى  د بهرنیو هیوادونو د مالي مرستو په مټ بيرته پوره کيده. کنګل شوې زيرمې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره حياتي اړتیا ګڼل کېږي.

اوس چې موږ لګښتونه لرو خو بهرنۍ مرستې د صفر کچې ته راښکته شوې دي او کمبود بيرته نشو پوره کولاى، نو که همدغه زېرمې وکارول شي د افغانى ارزښت به ورځ تربلې د اوس په پرتله لانور هم کمېږي او له يوه نوي نسبتاً خطرناک اقتصادي ناورين سره مخ کيږو. يو کال وروسته به شايد دغه زېرمې ختمې وي او افغانۍ به د کاغذ اهمیت هم ونلري.

په نړيواله کچه د افغانستان د اقتصادي بحران د مخنيوي په برخه کې د ملګرو ملتونو، قطر، د ځينې اوروپايي هېوادونو او سره صليب د بنسټ هڅې او سپارښتنې د ستايلو وړ دي. هغوى له تيرو دريو مياشتو راپدیخوا نړيوالې ټولنې ته په مسلسله توګه سپارښتنه کوي چې د افغانستان د اقتصادي نظام ړنګون به د سترې فاجعې د رامنځته کېدو لامل وګرزي. متاسفانه تر اوسه داسې ښکاري چې امریکا سياست او انسانیت سره ګډوي، د سياسي موخو لپاره د بشري ناورین په مخنیوي کې څومره چې اړتیا ده هڅه نه کوي.

د کنګل شويو زيرمو د ازاديدو له غوښتنې سربېره بهتره به دا وي چې په حکومتي جوړښت ستر بدلون راشي سکتوري وزارتونه اهل او مسلکي پاکو کادرونو ته وسپارل شي تر څو هغوى وکولاى شي نړيوالې مرستې جلب کړي. د مشترکو اندېښنو پربنسټ له ملګرو ملتونو سره صلیب او نورو نړیوالو سره ګډ کار وشي چې څنګه کولاى شو د افغانستان د اقتصادي نظام د احتمالي نړيدو له امله د داسې بشري فاجعې مخه مخکې له وقوع څخه ونیسو چې وروسته به يې نه يوازې اسلامي امارت بلکې ټوله نړۍ د مدیریت وړتیا ونلري.  که افغانستان ته د پيسو په ليږد باندي بنديز لرې شو، اقتصادي راکړه ورکړه صورت نيسي بانکي سيستم له نسکورېدو څخه ژغورل کيږي. په بانکى نظام باندي د خلکو د باور کچه بيرته لوړيږي.

سپارښتنه مو داده چې په بهرني سياست کې د متمائلو تګلارو او انعطاف ښودلو په مرسته اسلامي امارت له پورته يادو هيوادونو او بنسټونو له سپارښتنو سره خپل غږ مل کړي او په کورنئ برخه کې په ګمرکي تعرفو له بدلون سره سره د مختلفو کورنیو عائداتي سرچينو په ځانګړي توګه د معدنونو په تړونونه کې د روڼتيا راوستلو، په لګښتونو کې د سپما کولو او له بهرنی نړۍ څخه د مرستو ترلاسه کولو لپاره د پراخ اغيزمن او پياوړي کمپاين کولو له لارې خپل کورني عادي ملي اړتیا او د پرمختیایي پروژو لګښتونه پوره کړي. دغه کار هغه مهال په اغيزمنه توګه ممکن دى چې د اقتصادي برخې په ګډون په ټولو مسلکي برخو کې اهل په دندو وګمارل شي او په خپلو کارونو کې بشپړ واک ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.