د لوږې سونامي – یولسمه برخه

آصف بهاند

1,025

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

شپـږڅلوېـښتمه برخه

اصلي ستونزه او پوښتنه دا ده چې:

 موږ به تر څو پورې په پردیو خوړو خپلې خېټې مړوو. پراخې مځکې، بې توله خوږې او رڼې اوبه او ښه قوي مټور ځوانان؛ خو وږي ـ تږي او د سوال لاسونه کله خدای ته پورته کوو او کله هغو پردیو ته چې یو میلیون ځل مو کافر ورته ویلي دي.

 هر څه خدای راکړي، خو موږ گدایي ته ناست یو.

ځینې خبرې داسې پخې وي چې کلونه وروسته یې د پوخوالي اندازه خلکو ته هغه وخت ښکاره شي چې هماغه پخه خبر په عملي ډول د هغو ټولنو پر ژوند باندې حاکمه شي او په عملي ډول د هغې ټولنې خلک ورسره لاس گرېوان شي، کلونه پخوا د انگلیس مدبر واکدار چرچیل ویلي وو:

«هغه څوک چې په وروسته پاتې هېوادونو کې په غوټه کړو سوکانو سره انقلاب کوي، یوه ورځ به په غوړېدلو سوکانو سره گدايي وکړي.»

پر افغانانو باندې دا کانه ترسره شوې او همدا اوس عملاً ورسره لاس گرېوان دي. موږ څو ځلې خپلې منگولې غوټه کړې، سوکان مو جگ کړل او د «مترقي انقلاب» او «اسلامي انقلاب» د زنده باد نارې مو داسې جگې کړې چې ستوني مو شکول؛ خو اوس مو هماغه غوټه کړي او هوا ته جگ کړي سوکان غوړولي، خیر غواړو او…

زموږ وږي دوه غوږونه څلور کړي وي چې کله به له کوم ځای نه کومه خیریه مؤسسه غږ کوي چې د خیرات غله دانه درغله. اوس بیا ملگرو ملتونو ویلي دي چې افغانستان کې مو د ژمنیو مرستو لپاره شپـږ سوه میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

«ملګرو ملتونو ویلي، هغه شپږ سوه میلیونه ډالره مالي مرسته یې ترلاسه کړې له نړیوالې ټولنې یې په افغانستان کې د ژمي موسم کې د بشري مرستو لپاره غوښتې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) وایي، د دې مالي مرستې لویه برخه د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او جاپان ورکړې.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او احتمال شته چې د دې هېواد نیمایي وګړي راتلونکو څو میاشتو کې له سختې لوږې سره مخ شي.

د دې مرستو لویه برخه پر هغو یومیلیونه کسانو لګول کېږي چې دا مهال تر ټولو بد وضعیت کې دي.»

له دې ټولو مرستو سره ـ سره ځینې مسؤلې مؤسسې ویره لري چې په افغانستان کې به لوږه او بېوزلي ډېره شی:

«… اوس نړیواله ټولنه داسې وېره څرګندوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به افغانستان کې بیوزلي او په ځانګړي ډول لوږه ډېره شي.

د ملګرو ملتونو خوړو پروګرام مسوولینو له مخکې د افغانستان نژدې نیمايي نفوس په هکله اندېښنه څرګنده کړې، چې له لوږې سره مخامخېدای شي…»

خو په دې ورستیو ورځو کې یو وړوکی ښه زیری دا دی چې نړیوال بانک د افغانستان د زیرمه شوې شتمنۍ څخه یو لږ شمېر (۲۸۰ میلیونه ډالره) ازاده کړې او د ملگرو ملتونو دوو ادارو (د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف) ته یې په واک کې ورکړي څو هغه تر ټولو لوږې ځپلو افغانانو ته د مرستې په ډول ورسوي:

«راپورونه وایي، چې د نړیوال بانک مدیره پلاوی د افغانستان د کنګل شویو ۱۰ میلیارده ډالره بانکي زېرمو د ۲۸۰ میلیونو په ازادولو هوکړې ته رسیدلی دی.

دا پیسې به دوو نړیوالو بشري ادارو ته ورکړل شي، چې د افغانستان ۲۴ میلیونه فقر ځپلو وګړو ته د عاجلو مرستو په برابرولو کې استفاده ورڅخه وکړي.

د یاد شوي بانک دوو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د افغانستان دغه بانکي زېرمې به د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف ته په واک کې ورکړل شي.»

د یو شمېر افغانانو نظر دا دی چې دا واړه او لوی خیراتونه د حل اساسي لار نه، بلکې د لنډې مودې له پاره د حل یوه لنډه چاره ده. دا افغانان هیله څرگندوي چې د لوږې د دې سونامي د مخنیوي او د دې اقتصادي بحران د مخنیوي له پاره دې د حل یوه اساسي لار ولټول شي، که دا کار ونه شي، حالات به ورځ تر بلې پر منفي لوري په گړندي ډول حرکت وکړي او په دې لړ کې اصلي متضررین خلک عام خلک دي او په عامو خلکو کې تر ټولو مخکې ماشومانو ـ کوچنیانو او حامله مېرمنو ته د مړینې تر بریده خطر پېښېدای شي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د سمبالولو ادرې «اوچا» خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې تر ټولو ستر بشري ناورین د رامنځته کېدو په حال کې دی.

دغه راز نړیوال سره صلیب هم خبرداری ورکړی دی چې په افغنستان کې بشري ناورین مخ په زیاتېدو دی:

«نړیوال سره صلیب ادارې په افغانستان کې حاکم بشري ناورین له څو لسیزو راهیسې بېساری ګڼلی او د بدو پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.

دغې ادارې د یوه راپور له خپرولو سره ویلي، چې ۲۲،۸ میلیونه افغانان وږي، ۸۰ سلنه نور وچکالۍ ځپلی او میلیونونه هم له هېواده د وتو په هڅو سرګردانه ګرځي.»

بله د تشویش وړ خبره دا ده چې د لوږې سونامي ترڅنگ په راروان ژمي کې تقریباً اته سوه زره داسې ماشومان او کوچنیان د ملگرو ملتونو د ماشومانو مرستندویه ادارې (سېف دي چلدرن) په نښه کړي دي چې په ژمي کې سمه سرپناه نه لري. د تاند په یوه رپوټ کې د ملگرو ملتونو د اړوندو ادارو اندېښنه داسې څرگنده شوې ده:

«د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان اړوند د ماشومانو مرستندویه ټولنه، سېف دي چلدرن خبرداری ورکوي، چې په پيل شوي وژونکي ژمي کې د میلیونونه وږو ماشومانو ترڅنګ افغانستان ۸ لکه داسې ماشومان هم لري، چې سمه سرپناه نه لري.

د دغې ادارې له سروې سره سم، شاوخوا یو میلیون او ۶ لکه افغانان په موقتي خیمو کې اوسي چې عموماً پلاستیکي دي او د باران، واروې او منفي صفر درجې هوا په وړاندې پکې ژوند نه شي کېدای.

پر دې سربېره ۸ ملیونه او ۶ لکه افغان ماشومان په داسې کورونیو کې اوسي چې کافي کمپلې یا بړستنې نه لري او ۳ ملیونه نور ماشومان د تودولو کافي وسایل نه لري.

په افغانستان کې د سېبف دي چلدرین سیمه ییز رييس توماس هاویلز وايي:« افغانستان په خپل ثبت کړي تاریخ کې تر ټولو بده لوږه تجربه کوي، دا ژمی به ملیونونه ماشومان سړې شپې په تش نس سبا کوي. له لوږې د ماشومانو د مړینو بوږنوونکي خبرونه باید زموږ ټولو د خجالت سبب شي.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د سختې یخنۍ له کبله، د سانتي ګراد د تودوخې درجه منفي ۱۲ ته ټیټېږي.»

اصلي ستونزه او پوښتنه دا ده چې:

 موږ به تر څو پورې په پردیو خوړو خپلې خېټې مړوو. پراخې مځکې، بې توله خوږې او رڼې اوبه او ښه قوي مټور ځوانان؛ خو وږي ـ تږي او د سوال لاسونه کله خدای ته پورته کوو او کله هغو پردیو ته چې یو میلیون ځل مو کافر ورته ویلي دي.

 هر څه خدای راکړي، خو موږ گدایي ته ناست یو.

افغانانو او افغانستان هر څه درلودل او لري یې، خو حالات داسې راوړل شوي دي چې خلک له خپلو خدای ورکړو شتمنیو هم محروم کړای شوي دي. کله چې پر افغانستان باندې ټوپکیان رانازل کړای شول، دوی هرڅه لوټ کړل او د غنیمت نوم یې ورباندې کېښود، ډېره اندازه شتمني یې دننه په افغانستان کې پر خپلو ماڼیو او د عیش عشرت پر رامنځته کولو ولگوله او څه منقوله شتمني یې له ځانو سره بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوله، هغه څه چې تر مځکې لاندې او د مځکې پر سر پاتې دي، هغو ته هم عام خلک لاسرسی نه لري، اوس نو:

عاصي پوه شه او دوزخ

 وږي نسونه او تش لاسونه.

 «خدای دې مل شي د وطن او د ملگرو!»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.